سه شنبه, مې 7, 2024
Homeمیرمنګناه مې دا ده چې خدای ښځه پیدا کړې یم

ګناه مې دا ده چې خدای ښځه پیدا کړې یم

لطیفه هغه نجلۍ وه چې پوره ۱۲ کاله مخکې د روزګان ولایت د چورې ولسوالۍ د شپلوغ په سیمه کې واده سوه ، خپل کوراو کورنۍ  یی پرېښوده خپل نوی ژوند یې له خپلې نوې کورنۍ سره په ډیره خوشحالۍ پیل کړ.

د دې د ژوند د غمونو لړۍ هغه وخت پیل شوه کله چې په هیواد کې د طالبانو ځینې ډلو په فعالیتونو پیل وکړ ، هغه وخت د دې له واده څخه څلور کاله تېر شوي وو او د دې یو لېور چې سعدالله نومیدی له طالبانو سره یو ځای شو، خو په بله خوا کې د لطیفې ورور عبدالباري  د افغان ملي پولیسو په سرحدي  لوا کې د سرتېري په توګه دنده ترسره کوله، څه موده وروسته په روزګان ولایت کې خصوصاً د چورې د ولسوالۍ امنیت مخ په خرابیدو شو .

دا چې عبدالباري د ملي پولیسو په سرحدي لوا کې دنده ترسره کوله نو د دوی لپاره په روزګان کې ژوند ډېر تریخ شو، په ۱۳۸۷ کال یې خپله کډه له چورې ولسوالۍ څخه د کندهار ولایت ته انتقال کړه.

عبدالباري، چې د لطیفې ورور دب، وايي کله چې ما په ملي پولیسو کې دنده ترسره کوله او زما د خور لیور سعدالله چې د طالبانو سره ولاړ و ماته یې څو ځله اخطار راکړ چې خپله دنده پرېږدم ، خو څنګه چې زه له خپل هیواد سره مینه لرم او نه غواړم چې زما ګران هیواد خراب شي نو خپله دنده مې پرې نه ښوده  په دې وخت کې زما اخښي ابراهیم  او دهغه کورنۍ زما د خور لطیفې په شکنجه کولو پیل وکړ په اولو شپو کې یې په پېغورونو پیل وکړ هغې ته یې ویل چې ستا وزوڼه له کفارو سره کار کوي او هغوی کافران شوي دي له پېغور څخه وروسته یې په وهلو ټکولو شروع وکړه د کور ټول کارونه، هغه کارونه چې په افغاني دود – دستور کې په ښځو باندې یې نه کوي پر دې یې کول، او په ناحقه یې وهله .

 نهه میاشتی مخکې هم د دې خاوند ، لېور، او خواښې دومره وهلې وه چې ملا او پښه یې مات شوي وو او ډاکټر ته یې هم نه وه بېولې. وروسته چې د کلي خلک له دې پيښې څخه خبر شول ماته یې احوال راکړ او زه  د چورې ولسوالۍ ته پسي ولاړم او لطیفه مي کندهار ته راوستله په روغتون کې می بستر کړه او درملنه يې پيل شوه .

 دا وايي په کندهار کې  په درملنه جوړه نه شوه نو د ښه تداوي په خاطر مي و پاکستان ته د خپل ورور په واسطه واستوله هلته یې درملنه وشوه ۹۵۰۰۰۰(نهه لکه پنځوس زره) کلدارې مو پرې مصرف کړې،  دا ښه شوه تر یوه میاشت وروسته د دې د خسرګنۍ له خوا احوال راکړه شو چې لطیفه دې بیرته کورته راشې مونږ يې دا ځل نه وهو او په خپله يې ساتو او لطیفه بېرته خپل کور ته ولاړه خپل ژوند یی د خپل خاوند او کورنۍ سره پیل کړ .

عبدالباري وایې څو موده وروسته البته ۸ میاشتې تیر شوی وې چې بیا د کلۍ خلګو احوال را وکړ چې د لطیفې ژوند خراب شوې ډیره سخته مریضه ده او راته وې ویل چې د خپل لېوره او خواښي لخوا وهل شوې ده .

خپل ورور او پلار مي په خبر کړل او وروسته زما ورور او پلار دواړه روزګان ولایت ته ولاړه کله چې لطیفه یې ولیده چې خوله یې پرې شوې ده، غاښونه یې مات شوي او له ځایه نه سي ښوریدلای نو یې سمدلاسه کندهار ته انتقال کړه او په میرویس روغتون کې یې د درملنې لپاره بستر کړه .

نوموړی زیاتوي، کله چې مي د خور دا حالت ولید ډیر خوابدی شوم، ولاړم د ارزګان ولایت ته هلته مي خپل شکایت د امنیې قوماندان مطیع الله خان ته وکړ هغه د چورې د ولسوالۍ د امنیې پر قوماندان امر وکړ څو د پیښې عاملین ونیسي. زه د عسکرو سره یو ځای و کلي ته ورغلم هلته مي اخښي ونیوه خو د خور لېور مو تښتیدلۍ و کله چې زه کلي ته ورغلم نو يوه بله ښځه، چې زموږ د خور ګاونډی وه او هرکله چې لطیفه د دوی لخوا وهل کېده نو آواز به یې همدې ښځې اوریدی، را ووتله زما اخښي او د اخښي و مور ته یې وویل چې ما تل درته ویل چې دا نجلۍ مه وهئ د خدای دپاره دا ولې وهئ دا نجلۍ وروڼه لري ضرور به یوه ورځ پوښتنه درنه کوي اوس دې ولیدي چې زما خبرې رښتیا شوې او وروڼه ییې راغلل اوس به تا ته د خپل ظلم سزا درکړي.

لطیفه اوس د کندهار په میرویس روغتون کې بستر ده خوله یې څیري شوې ده، غاښونه اوملا یې هم ماته شوې ده خو اوس یې حالت نسبتاً ښه دی.

لطیفه خپل ورور عبدالباري ته وايي :- زه د شپي ویده وم خاوند مې د شپې ناوخته کور ته راغی زه یې له خوبه کښینولم او را ته ویې ویل چې غواییان ولې ایله دي او نه دي تړل شوي او زه یې ووهلم خو ما څه ورته نه وویل او نه مې ورته ویلای سواې ولاړم په دیر مشکل مي غواییان وتړل په داسي حال کې چې دا کار د نارینو دي ښځي داسې کارونه نشې کولاي او بیرته خوني ته راغلم ویده سوم دوي هر وخت ماته  پیغورونه راکول چې ستا وروڼه د کفارو سره کار کوي او زه به یې په همدي خاطر وهلم نو ما ورته ویل چې زما ګنا په دي کۍ څه ده زه خو یوه مظلومه ښځه یم که چیری ته زما  د وروڼو سره کار لرې هغه په کندهار کې دي ورسه خپل مشکل دي د هغو سره حل کړه دوې به راته ویل ته خو هم د هغوي د کورنۍ یې خبره لنډوم څو ورځي وروسته زما خواښې را ته وویل چې یوه کڅوړه راوړه چې زه چکېده پکې اچوم په کور کې بله کڅوړه نه وه  فقط په یوه کڅوړه کې یو څه د بينډۍ تخم و د بينډۍ تخم مي په خونه کې د یوې نالې په سر واچاوئ او کڅوړه مي خپل خواښې ته ورکړل اوپه پلان کې مي دا وو چې تخم په یو بل شي کې واچوم او پټ یې کړم څو شیبې وروسته مي خاوند راغئ په لاس کې یې یوه زرکه هم وه  زرکه یې په خونه کې ایله کړه او بیرته د باندي راغئ او ږغ یې وکړ چې په خونه کې دا تخم چا توې کړی ؟ ما ورته وویل چې دا ما توئ کړي پلاستیک مي مور ته ورکړ  اوس یې په یو شي کې اچوم . زما خاوند په غوصه شو د خوني و مخته یو لور پروت وو ، او  زه یی په مخ په ووهلم غاښونه یې را مات کړل خوله مي پرې سوه او وینې تري بهیدي په ملا یې هم ووهلم خواښې مي هم ووهلم او زه په ځمکه غوځاره شوم او هلته پرته ووم کله چې زما خاوند د کوره ووتې په دي حال کې زما لېور کورته راغې کوم وخت چې سترګی یې پر ما ولګیدي  زما د خواښې څخه یې پوښتنه  وکړه چې دا ولی پرته ده خواښې مي سربیره په دي چې ښه پوهیدله ورته یې وویل هيڅ خبره نه ده ابراهیم  مازی په چکه ووهله اوس یې ځان په ټګۍ اچولی په داسي حال کۍ چې یې دومره وهلي وم چې د ځایه څخه نشواي ښوریداي لېور مي ووتي د تنور د سر څخه یې یوه ډکه چایجوشه جوش اوبه یې زما پر پښو قصداً توئ کړې او زما خواښې هیڅ هم ورته و نه وویل فقط یې خندل زه یې و سوځولم زما ګناه څه ده . فقط په دې خاطر چې زه ښځه یم . ایا ښځه انسانه نه ده؟  ایاښځه خدای پاک ج نه ده پیدا کړي ؟ فقط هم دومره ګناه مي وه چې ورور مې په ملي پولیسو کې وه  دا په کوم قانون کې دي چې خور د ورور په خاطر جزایې شی.

عبدالباري وایې که چیري زما خور لطیفه د اسلام د مقدس دین د قوانینو په خلاف  یا د افغاني دود او دستور په خلاف او یا هم دافغانستان د قوانینو په خلاف کوم عمل یې تر سره کړې واي که چیری تر دي سخته سزا یې هم ورکړي واي نو ما به هیڅ نه واي ورته ویلی خو داچې هیڅ کوم داسي عمل یې نه دي کړي صرف د ورور په خاطر یې  داسی حد ته رسولې ده زه د افغانستان د حکومت څخه دا غواړم چې د دې پیښي عاملین دي د خپلو اعمالو په سزا ورسوي څو د نورو خلګو لپاره عبرت شي او داسي پیښې بیا تکرار نشی .

په افغانستان کې دا لومړئ ځل نه دي چې ښځي د کورنیو تاو تریخوالی جنسي تیریو او سیاسی کړکېچونو قرباني سوي دي

دا په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان اساسي قانون په روښانه توګه  دڅلرویشتمی مادي په دوهمه فقره کې ذکر کړئ چې د انسان آزادي او کرامت له تیري خوندي دی او د نهه ویشتمی مادې په اوله فقره کې ذکر شوي چې د انسان تعذیب منع دی .

که چیري د دې پیښو مخنیوی و نه شي او عاملین یې خپله سزا و نه وینې نو په هیواد کې به د ښځو په وړاندی تاوتریخوالی پوره اوج ته ورسیږی .

خالد احمد کوهستاني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب