Home+قامي آزادي او پرمختګ: د ښځو سوال

قامي آزادي او پرمختګ: د ښځو سوال

لیکواله: عصمت رضا شاهجهان

قامي آزادي او قامي پرمختګ د جبر او استحصال نه د ښځو د آزادۍ بغيره کېدای نه شي، او نه د ښځو آزادي د قامي آزادۍ بغير ممکنه ده. همدارنګه د طبقاتي جبر خاتمه هم د ښځو له آزادۍ پرته کېدای نه شي. داسې کېدای نه شي چې ټول قام به محکوم وي خو ښځې به آزادې وي، او نه داسې کېدای شي چې قام به له بهره له استعمار نه آزاد شي او پرمختګ به وکړي، خو ښځې به د هماغه قام دننه د نرواکۍ/ نرسالارۍ لاندې محکومې وي. په داسې حالت کې ريښتونی قامي پرمختګ ممکن نه وي. د کوم پرمختګ لپاره چې موږ له استعمار نه ازادي غواړو، که په هماغه قامي پرمختګ کې ښځې جبراً وروسته پرېږدو، نو دا آزادي او پرمختګ به د ښځو لپاره يوه توره او نيمګړې بريا وي.

د يوې مترقي قام پرستې او مترقي فېمينسټې په توګه زه د قامي آزادۍ ملاتړ کوم، خو دا قطعاً نه وايم چې قامي آزادي به خپل په خپله په ښځو باندي تاريخي جبر او غلامۍ ټول شکلونه ختم کړي. زما دا دريځ هم دی چې قامي آزادي بې له شکه د ښځو لپاره هم مهمې سياسي، کلتوري او معاشي لاسته راوړنې لري، ځکه ښځې د قام برخه دي او د استعمار له پای ته رسېدو سره د ټولنې د نورو غړو په څېر له نوو سياسي، ټولنيزو او اقتصادي امکاناتو نه ګټه اخلي، خو که د ښځو د آزادۍ ځانګړې اجنډا او مبارزه په شعوري ډول پر مخ نه يوړل شي، نو قامي آزادي د ښځو لپاره نيمګړې پاتې کېدای شي. په داسې حالت کې دا بريا کېدای شي د ښځو لپاره يوه توره بريا شي: يوه داسې بريا چې پکې قام ازاد شي او ښځې د قام د برخې په توګه ازادې شي، خو د هماغه ټولنې دننه د نرواکۍ/ نرسالارۍ تر واک او جبر لاندې پاتې شي، او په نتيجه کې به بيا د خپلو حقونو لپاره د يوې بلې مبارزې سره مخامخ شي.

د جبر او استحصال نظام په څلورو مټو/ ستنو ولاړ دی: قامي جبر، طبقاتي جبر، نرواکي جبر، او مذهبي جبر. دا ټول نظامونه يو له بل سره نښتي دي، يو بل ته قوت ورکوي او يو بل نور هم پياوړي کوي.

د نرواکۍ يا نرسالارۍ نظام د قامي جبر يوه لازمي برخه ده. کله چې يو قام د استعمار يا جبر لاندې وي، نو د ټولنې دننه د نرواکۍ جوړښتونه هم پياوړي کېږي او د ښځو جبر د واک د ساتلو يوه وسيله ګرځي. د دې مثال موږ په خپل اولسي او سياسي ژوند کې هره ورځ وينو، چې څه رنګه استعمار د نرواکي نظام د قام غلام جوړولو لپاره او د ملتپالو مبارزو ماتولو لپاره استعمال کړی. مونږ دا هم وليدل چې څنګه په پښتون افغان وطن کې د استعماري جګړو له امله له پخوا راهيسې موجود نرسالاري نظام نور هم سخت او طاقتور کړل شو، او د ښځو په باب په تاريخي ډول ګټلي حقونه له لاسه ورکړل. نن په ميليونونو جينکۍ له سکولونو نه بهر دي، او نرواکي کلتور دومره سخت کړل شوی دی چې پر ښځو نور بنديزونه هم لګول شوي دي. په دې استعماري جګړه کې نرواکي نظام يو سټريټيجک اثاثه ده، د کومې په ذريعه چې د پښتون افغان وطن نه مترقي او روشن فکره خلک د وطن پرېښودو ته اړ شول، او په نتيجه کې له وطن او له سياسي عمل نه بهر کړل شول.

که يو قامي تحریک ښځې له مبارزې نه څنګ ته کړي، يا د ښځي سوال وروسته ته پرېږدي، نو په اصل کې هماغه استعماري او نرواکي جوړښتونه بيا پياوړي کوي چې وايي ورسره جګړه کوي. دا کار د آزادۍ مبارزه کمزورې کوي او آزادي نيمګړې او د لږو خلکو پورې محدوده کوي. رښتينې د استعمار ضد مبارزه بايد د ټولو لپاره آزادي بښونکې وي.

د استعمار مخالف قامي آزادۍ تحریکونه، له الجزاير او ويتنام نه تر فلسطين، کردستان او جنوبي افريقا پورې، دا ښيي چې هغه تحریکونه پياوړي کېږي او ولسي ملاتړ پيدا کوي چې ښځې پکې د برابر سياسي کردار په توګه برخه اخلي او د ښځو ازادي د قومي ازادۍ د مبارزې برخه ګرځوي. په دغو مبارزو کې ښځې داسې مسئله نه وې چې دعوه کوونکي ويل وروسته به پرې خبرې کېږي؛ بلکې د هغوی ګډون د تحریک ولسي بنسټ پراخ کړ او د بدلون ځواک يې نور هم زيات کړ. پښتون قام ته يقيناً د دې کلتوري انقلاب سخت ضرورت دی.

کله چې ښځې د مبارزې په ټولو ډګرونو، بشمول سياسي، تنظيمي او فکري، کې برخه واخلي، نو تحریک لا ډېر ولسي رنګ خپلوي او د استعماري ځواک پر وړاندې په لا زيات قوت او وضاحت درېږي. د ښځو سوال جلا سوال نه دی چې وروسته به حل شي؛ ښځې پخپله د قام د ارتقا، پرمختګ او قومي مبارزې فعال سياسي کردارونه دي.

په دې لړ کې سياسي تنظيمونو او تحریکونو ته څو کارونه ډېر مهم دي:

نظريه:

په منشور کې د ښځو د سوال تحليلي جاج اخيستل، او د ښځو د آزادۍ او پرمختګ لپاره د مساوي حقونو او ټولنيز انصاف واضح سياسي پروګرام د قامي تحريک په منشور کې شاملول؛ سره د استعمار د هر شکل نه قامي آزادي، خپلواکي، امن، پرمختګ، او د مذهب او رياست بيلتون.

آئين:

په آئين کې دا تنظیمی اصول شاملول چې په ټولو فيصله سازو ادارو کې د نړيوالو جمهوري اصولو له مخې د ښځو لږ تر لږه درې دېرش فيصده نمائندګي د يو اصولي هدف په توګه ضمانت شي. دا دي نه کمه نمائندګي، انقلابي صفت نه لري۔

تنظيم:

په تنظيمي جوړښت کې په فيصله سازو ادارو کې د ښځو د نمائندګۍ د عملي کولو لپاره اوږده تياری کول، د ښځو سياسي تعليم او تربيت، شعوري روزنه، او د ښځو د قيادت د نوو کادرونو جوړول. د ضرورت په صورت کې افيرمېټيو اېکشن کارول. کيادئي شي، چي دا کار وخت واخلي، خو دا ضروري کار دي۔

سياست او مبارزه:

په قامي مبارزه کې د ښځو فعال ګډون يقيني کول، د ښځو د حقونو مبارزه پياوړې کول، او ښځو ته په سياسي ډګر کې محفوظ، باعزته او برابر سياسي سپېس برابرول. همدارنګه د ښځو د حقونو لپاره ځانګړې مبارزه هم پر مخ وړل، څو د نرواکۍ او ټولنيز جبر پر ضد دوامداره سياسي فشار وساتل شي.

ښځې د قام نيمه برخه او د انسانيت نيمه برخه جوړوي. هغه د قومي ازادۍ تحریک چې د ښځو ازادي او د هغوی ګډون له مبارزې نه وباسي، په اصل کې ملت نه ازادوي. دا کار نه يوازې په ټولنه کې د واکمنۍ زاړه جوړښتونه بيا ټينګوي، بلکې دا خطر هم پيدا کوي چې مبارزه پخپله د ښځو د نوي ډول ظلم بڼه خپله کړي.

نو ځکه د ښځو آزادي يوازې د ښځو سوال نه دی؛ دا د قامي آزادۍ، ټولنيز انصاف او د يوې ګډې سياسي مبارزې بنيادي شرط دی. بې د ښځو له بشپړ ګډون او ازادۍ نه، نه قامي ازادي بشپړېږي او نه ريښتونی پرمختګ کېدای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو هیر شوی لیک | آصف بهاند

«گله لیوال گله!» ما د لېوال صاحب «لام او ایلینو» منظومه په ۲۰۱۱ ام کال چې څنگه ترلاسه کړه، نو یوه کاپي مې ترې واخیسته...