Homeخبرونهنوې څېړنه: کوترې ښايي د خپل ځیګر په مرسته لاره مومي

نوې څېړنه: کوترې ښايي د خپل ځیګر په مرسته لاره مومي

تاند- حیوانات د لوري موندلو لپاره بېلابېلې لارې کاروي؛ ځینې د ستورو له مخې خپله لار ټاکي او ځینې بیا د سفر په ترڅ کې مهمې نښې په یاد ساتي.

مرغان، کبان او کیشپان هم د ځمکې له مقناطیسي میدان څخه د یوه قطب‌نما په څېر کار اخلي، خو تر اوسه په بشپړ ډول نه ده معلومه شوې چې دوی دا کار څنګه ترسره کوي.

کوترې د هغو مرغانو له ډلې څخه دي چې ډېر سفرونه کوي او کولی شي په یوه ورځ کې څو سوه کیلومتره والوزي. انسانانو له زرګونو کلونو راهیسې له دغو مرغانو څخه د خبرونو، لیکونو او پوځي پیغامونو د لېږد لپاره کار اخیستی دی.

ساینسپوهان له اوږدې مودې راهیسې هڅه کوي پوه شي چې کوترې څنګه بې له دې چې ورکې شي، خپله لار پیدا کوي. ځینې څېړونکي باور لري چې دا مرغان په خپلو سترګو کې د رڼا په وړاندې د حساسو مالیکولونو په وسیله مقناطیسي نښې تشخیصوي، خو نور بیا ګومان کوي چې دا بهیر د دوی په مښوکه یا داخلي غوږ کې ترسره کېږي.

د جرمني د ماکس پلانک انستیتیوت د حیواني چلند څېړونکي، مارتین ویکلسکي، اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي: «د مقناطیسي حس راز نژدې سل کاله دی چې یوه معما پاتې ده.»

حیرانوونکې موندنه؛ د کوترې ځیګر

په یوې نوې څېړنه کې، ویکلسکي او د هغه همکارانو پرېکړه وکړه چې د کوترو د لوري موندلو راز وپلټي. دوی د مرغانو په بدن کې د مقناطیسي نښو په لټه کې شول او په یوه غیرمتوقع ځای کې یې پیاوړی سیګنال وموند: ځیګر.

د کوترې په ځیګر کې ځانګړې دفاعي حجرې شته چې د وینې سره کرویات تجزیه کوي او وسپنه زېرمه کوي.

د جرمني د بُن پوهنتون څېړونکي، کریستیان کورتز، وايي کله چې ساینسپوهانو په موقتي ډول دا دفاعي حجرې له کوترو لرې کړې او هغوی ته یې د الوتنې اجازه ورکړه، نو مرغانو «په بشپړ ډول خپله لار نه شوه موندلی.»

دغه موندنه ښيي چې د وسپنې لرونکې حجرې ښايي د لورموندنې په حس کې مهم رول ولري.

د لمر او مقناطیسي میدان ګډه مرسته

څېړونکو وموندله چې د کوترو مقناطیسي “قطب‌نما” یوازې په هغو ورځو کې ګډوډېده چې اسمان ورېځ و، ځکه چې دوی د لمر له موقعیت څخه هم د لار موندلو لپاره کار اخلي.

ساینسپوهانو مخکې هم اټکل کړی و چې ښايي دفاعي حجرې د مقناطیسي حس په بهیر کې برخه ولري، خو دا نوې څېړنه، چې د پنجشنبې په ورځ په «ساینس» مجله کې خپره شوې، په دې اړه لومړنۍ هراړخیزه نظریه وړاندې کوي.

مقناطیسي معلومات مغز ته څنګه رسېږي؟

د باسټن د ماساچوسیټس پوهنتون د چلند-ایکولوژۍ متخصص، البرټ کاؤ، چې په دې څېړنه کې یې ګډون نه درلود، وویل:

«ما هېڅکله داسې څه نه وو اټکل کړي، خو کله چې راته تشریح شول، منطقي ښکاري.»

دغه دفاعي حجرې د ځیګر د عصبي رشتو ترڅنګ موقعیت لري.

د بُن پوهنتون څېړونکې، کلیویا لیسوفسکي، وایي دا ښايي هغه لاره وي چې له مخې یې مقناطیسي معلومات مغز ته رسېږي او له کوترې سره د لوري په موندلو کې مرسته کوي.

لا نورو څېړنو ته اړتیا شته

څېړونکي باور لري چې نور مرغان او حتی ځینې حیوانات لکه موږکان هم ښايي له ورته مقناطیسي «GPS» څخه کار واخلي.

خو بهرني متخصصان وايي، د دې لپاره چې په یقین سره ثابته شي کوترې رښتیا هم په همدې ډول لار مومي او دا چې دغه سیګنالونه دقیقاً څنګه مغز ته رسېږي، لا نورو څېړنو ته اړتیا ده.

سره له دې چې تر ټولو پیاوړی مقناطیسي سیګنال د کوترو په ځیګر کې وموندل شو، ورته حجرې د بدن په نورو برخو لکه مښوکه او تلي (طحال) کې هم لیدل شوې دي.

د وترنري ناروغیو متخصص سایمون سپایرو او د ژوندپوهنې څېړونکي هال ډریکاسمیت په یوه تفسیري مقاله کې لیکلي چې ښايي د مقناطیسي حس معما یوازې یو واحد ځواب ونه لري.

د دوی په باور، مرغان ښايي د خپلو اړتیاوو له مخې د مقناطیسي میدانونو د احساسولو بېلابېلې لارې وکاروي؛ که د اوږدو سفرونو لپاره وي او که د یوه مشخص هدف د موندلو لپاره.

دوی لیکلي:

«ښايي په تیاره کې کور ته د رسېدو لپاره له یوې څخه زیاتې لارې موجودې وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب