تاند – احساسي سېلاب یا د احساساتو سېل (Emotional Flooding) هغه حالت ته ویل کېږي چې پکې انسان له سختو رواني او فزیکي احساساتو سره مخ شي، تر دې حده چې د مغز د منطق برخه د لنډمهال لپاره خپل فعالیت له لاسه ورکړي او بدن د بقا یا ژغورنې حالت ته داخل شي. په دې حالت کې بدن د «جګړې، تېښتې یا کنګل کېدو» غبرګون ښکاره کوي.
د عادي خپګان یا ناراحتۍ برعکس، په دې حالت کې انسان نور نه شي کولی په روښانه ډول فکر وکړي، نورو ته غوږ ونیسي او یا خپل احساساتي غبرګونونه کنټرول کړي.
د دې حالت علمي تشریح
دغه مفهوم د ارواپوه جان ګاټمن John Gottman له خوا مطرح شوی دی.
په احساسي سېلاب کې د مغز «امیګډالا» (Amygdala) چې د ګواښونو د پېژندلو مرکز ګڼل کېږي، له حده زیات فعاله کېږي. ورسره د عصبي سیستم سمپاتېتیکه برخه(سمپاتیک عصبي سیستم) هم فعاله کېږي او د بدن د اضطراري غبرګون لړۍ پیلوي.
په پایله کې د مغز «مخکینی قشر» (Prefrontal Cortex) چې د منطقي فکر، پرېکړې او ځان کنټرول مرکز دی، په موقتي ډول خپل اغېز له لاسه ورکوي.
مهمې نښې
کله چې یو څوک دې مرحلې ته ورسېږي:
- د زړه درزا چټکېږي؛
- ساه اخیستل سطحي او چټک کېږي؛
- د احساساتو تنظیم ستونزمن کېږي؛
- فکر کول ساده او افراطي بڼه غوره کوي؛
- او انسان کله ناکله له نورو سره د اړیکې نیولو توان له لاسه ورکوي.
د پانیک له حملې سره توپیر
احساسي سېلاب د «پانیک حملې» (Panic Attack) په څېر نه دی.
پانیک حمله اکثره د شدیدې وېرې او اضطراب له امله رامنځته کېږي، خو احساسي سېلاب عموماً د یوه مشخص محرک لکه شخړې، سپکاوي، رد کېدو، یا د ګواښ د احساس له امله رامنځته کېږي.
همداراز دا یوازې له اضطراب نه، بلکې له غوسې، شرم، خپګان، حسد او نورو پیاوړو احساساتو څخه هم سرچینه اخیستلای شي.
څوک ډېر زیانګالي دي؟
د احساسي سېلاب پر وړاندې د انسان حساسیت له بېلابېلو عواملو سره تړاو لري، لکه:
- د ماشومتوب تجربې؛
- اوږدمهاله فشارونه؛
- رواني اختلالات؛
- د خوب کمښت؛
- او یا د جګړو او سختو پېښو تجربې.
هغه کسان چې په تاوتریخوالي یا دوامدار فشار لرونکو چاپېریالونو کې لوی شوي وي، یا د PTSD (له صدمې وروسته فشار اختلال) ستونزه ولري، تر نورو ډېر د دې حالت له خطر سره مخامخ وي.
د رامنځته کېدو پر مهال څه باید وشي؟
په هغه شیبه کې چې احساسي سېلاب رامنځته کېږي، یوازې منطقي نصیحتونه او استدلالونه اغېزمن نه وي، ځکه منطقي مغز سم فعالیت نه کوي.
لومړی باید بدن ارام شي. د دې لپاره ګټورې لارې چارې عبارت دي له:
- کنټرول شوې او ژورې ساه اخیستنې؛
- له یخو اوبو سره تماس؛
- بدني حرکت یا قدم وهل؛
- او د عضلاتو د فشار کمول.
دا چارې د عصبي سیستم له بېرته ارامېدو سره مرسته کوي.
اوږدمهاله مدیریت
د احساسي سېلاب د ښه کنټرول لپاره اړینه ده چې:
- محرکات وپېژندل شي؛
- د خوب او تغذیې کیفیت ښه شي؛
- ورځنی فشار کم شي؛
- او که اړتیا وي، له ارواپوه یا رواني متخصص سره مشوره وشي.
پایله
احساسي سېلاب د شخصیت د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د بدن او مغز یو طبیعي دفاعي غبرګون دی چې د ګواښ د احساس پر مهال رامنځته کېږي.
د دې پدیدې پېژندل، که په خپل ځان کې وي او که په نورو کې، کولای شي د شخړو په ښه مدیریت، د اړیکو په ساتنه او د احساساتي زیانونو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.