تاند (شنبه، د وږي/ سنبلې ۱۴ مه) یوه نوې څېړنه ښيي، هغه کسان چې د شپې په مخه کار کوي، ښايي د د هغو کسانو پرتله چې د ورځې کار کوي، د خپګان او اضطراب نښې ډېرې ولري.
د فلنډ د ختیځ پوهنتون څېړونکو د ۲۲۶۶ تنو، چې په بېلابېلو وختونو (شیفتونو) کې کار کوي، رواني روغتیا او کاري معمولونه ارزولي دي. په دې څېړنه کې د ۷ پخوانیو مطالعاتو پایلې تحلیل شوي چې ټولټال ۲۸ زره او ۴۳۸ کسان پکې شامل وو.
د څېړنې له مخې، د شپې په مخه (شفټ) کار کوونکو کې د خپګان او اضطراب نښې د ورځې د کارکوونکو پرتله ډېرې لیدل شوي او د دغو نښو د څرګندېدو احتمال شاوخوا ۳۳ سلنه زیات و.
د متخصصانو په وینا، د شپې کار کول د انسان طبیعي خوب او ورځنی نظم ګډوډولی شي، چې له امله یې بدن او دماغ کافي استراحت نه شي کولی. د خوب دوامداره کموالی او د ورځني معمول بدلون په ځینو کسانو کې ذهني فشار زیاتولی شي.
په ځانګړي ډول هغه کسان چې د اوږدې مودې لپاره د شپې په شفټ کې کار کوي، باید خپل خوب، استراحت او ورځني نظم ته ځانګړې پاملرنه وکړي. کافي خوب او متوازن ورځنی معمول د رواني او جسمي روغتیا په ساتلو کې مهم رول لري.
څېړونکي ټینګار کوي چې د شپې کار کول پر ټولو کسانو یو شان اغېز نه کوي، خو دا څېړنه د شپې د شفټ کارکوونکو د روغتیا په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.
دا څېړنه په (Sleep Health) مجله کې خپره شوې ده.