جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد لیکوال جادو

د لیکوال جادو

لیکوال محمداکبر حقمل معینزی

هره لیکنه، چې بشپړه اغېزه وښندلای شي او ددې وړتیا ولري، چې د لوستونکو ذهنیت ته بدلون ورکړي، په حقیقت کې دا د لیکوال یوه ځانګړې وړتیا ده او همدا لیکوال ددې وړتیا لري، چې په بشپړه توګه یوې بشپړې ټولنې ته هغه ډول بدلون ورکړي په کوم ډول یې چې غواړي. هر لیکوال کولای شي، چې له خپل ځان څخه همدا ډول جادوګر لیکوال جوړ کړي. د لفظونو او کلمو په نویو، تر ټولو ښو او ښکلو بڼو لیکل هغه څه دي، چې د لوستونکو پام ځان ته اړوي او خپل پلویان ډېروي. هر کله، چې د ښو او غوره لیکنو پر مټ د یوه لیکوال پلویان ډېر شول او د ټولنې ډېرو وګړو یې لیکنې لوستې، نو په هغې صورت کې همدا لیکوال کولای شي د خپلو ټولو پلویانو ذهنیت له منفي، بدو او ککړو فکرونو او سوچونو څخه پاک او یو داسې ذهنیت ورکړي، چې د نېک او غوره بدلون لامل یې شي. له اثر او اغېزې پرته لیکنه کوم ځای نه نیسي، هر لیکوال باید له خپل ځانه اغېزناک او جادوګر لیکوال جوړ کړي. ډېرې لیکنې کول یعنې په ورځ کې دوې درې یا له هغې څخه زیاتې لیکنې کول مه خوښوئ؛ ځکه بیا مو لیکنې بې اغېزې کېږي. په ورځ کې یوه لیکنه وکړئ، خو له اغېزې یې ډکه وکړئ. که یوه لیکنه په یوه ورځ کې هم نشئ کولای، نو په دوو ورځو یا هم له هغې څخه په ډېر وخت کې یې وکړئ؛ خو په یوه داسې څه باندې زیار وباسئ، چې واقعا او په ريښتیني ډول د ټولنې او نورو وګړو لپاره مثبت او غوره بدلون راوستونکې وي. ارزه برزه، بې مفهومه او بې ګټې سوژې ټاکل ددې لامل ګرځي، چې خپل شته پلویان او لوستونکي له لاسه ورکړئ. په هغه څه باندې لیکنې وکړئ کوم، چې د ټولنې لپاره اړتیا وي، په کومه برخه کې، چې تشې لیدل کېږي او په کوم اړخ کې، چې تر ټولو غوره او مثبتې پایلې لري. که چېرې ستاسو کومه لیکنه بې ارزښته وي او یو څوک یې ولولي او زړه یې ترې تور شي، نو بیا که تاسو ښې لیکنې هم وکړئ؛ نو هغه کس به د بیا ځل لپاره خپل نه کړئ. دا هېڅکله هم مه هېرېوئ، چې د یوې بې ارزښته لیکنې په خپرولو سره مو هرومرو پلویان او لوستونکي له لاسه ورکوئ. محمداکبر حقمل معینز M Akbar Haqmal Mueenzai

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب