درېیمه برخه
ـ دا ملنګ خویه پاچا دی، خاوره یې د پاچاهۍ په اوبو لمده شوې او په اور پخه شوې ده.
ـ ځکه خو ستا د نغمو اورېدونکی دی!
ـ یوازې اورېدونکی نه!
شېبه غلی و:
ـ استاد مې دی!
ګوته په غاښ شوم:
ـ عجب؟!
ـ عجب نه رجب!
ـ دا څنګه؟
ـ څنګه څنګه نه!
ـ هر سورږیری ملا شاه ګل نه يي ( وي).
ـ یوازې همدا دی؟!
ـ یوازې همدا دی!
ـ ستا استاد بیا څنګه؟
ـ هی هی، وخت و تېر شو!
تېرې یادونه یې په زړه را وورېدل:
ـ دی د خوږې عربۍ د نغمو سوداګر و او ما ترې په پور لفظونه واخستل!
ـ بیا؟
ـ دومره مې وکړه چې پښتو ور باندې ښایسته کړم!
ـ پښتو دې په عربۍ څنګه ښایسته کړه؟
شپېلۍ یې تیاره سور وه، ګوتې یې پرې کېښودې:
ـ چې د شرنګېدلو لفظونو هغه آهنګونه یې د زړه تارونه و نه ترنګوي، نو د پښتو په خوږلنۍ به هم پوه نه شي؟!
ـ پښتو خو خپله هم خوږه ده!
ـ پښتو خوږه ده، خو له عربۍ سره د خوږو لفظونو او آهنګونو کور کلی پالي.
ما بلې پوښتنې ته خوله جوړوله، خود شپانه شپېلۍ اخوا دېخوا کتل، خپله سټه یې لټوله، دا له هغې سټې را بېله شوې د ژوند نغمه ده چې په خواږه او آهنګین غږ یې د زړه تارونه ترنګېږي، د نغمو په جام کې د ژوند سرود او سرور وېشي.
ګوتې یې د شپېلۍ د زړه په سوریو کېښودې:
ـ ما د هغې بزرګې څوکې اوبه او د نښترو هوا څښلې ده.
په سوچ کې لاړ:
ـ اوس به زما هغه مشویق سورږیري پښتون ملا لکه د بیټ نیکه لاسونه لپه کړي وي او د وګړو د زیاتېدو دعا به کوي.
ما ور ته وویل:
ـ دعا؟
ـ هو، دعا
له دې سره یې شونډې وتخنېدې:
ـ نام خدا ښه فعاله دی، د رحمان بابا خبره یې ننګولې، په دا تېر عمر یې ښاخ ثمر وکړ. عجب سړی دی!
بیا یې شپېلۍ پو کړه:
ـ ډېر فقیر خویه انسان دی.
ما یې د لفظونو په راڼه سمندر کې لکه د شړومبو مچ غوپه ووهله:
ـ اوس دا دی لکه چې دښته ابادوي!
ـ چې په دا تېر عمر یې ښاخ ثمر کوي، نو خود به دښتې آبادوي!
ـ دښتې خو د شپانه شپېلۍ د خپلو رمو د تنکیو پاپلیو په ګینګړي ( جرس) او نغمو آبادوي.
ـ دا سور ږیری پښتون ملا زورور خوګیاڼی دی، مخ پورته منډه وهي، دا کاڼي په خپلو خولو ویلي کوي.
ـ دا څنګه؟ دلته خو آبادي ګرانه ده!
ـ پیریانو ته غزنی څه دی، اخر خوګیاڼی دی، دی چې د بیټ نیکه وګړي زیاتوي، نو د سر پټولو غم به یې هم خوري.
ـ خو هر سړی باید د سر پټولو لپاره خپله لاس و پښه ووهي.
د شپانه پر شونډو شپېلۍ ګرمه شوه:
ـ ته لکه چې ددې وطن په دود خبر نه یې که څنګه؟
ـ خبر یم.
ـ نه یې خبر!
غلی شوم، هغه مې چوپیتا ژوندۍ کړه:
ـ ته باید په دې پوه شې، دلته چې پلار ژوندی وي، اولاد ته به ګټه کوي! او بیا دې پښتون ملا خو د ډېرو اولادونو د ژوند خړوبولو ټټر وهلی دی!
ـ نو بیا خو ور ته چېرته آباده کې آبادي پکار وه.
ـ آبادۍ کې هر څوک آبادي کولای شي، نر هغه دی چې دښتې آبادې کړي.
د شپانه د نغمو په کوڅه کې د بادو باران په غېږ کې پرتې وړې خټینې کوټې ته ورسېدو، تر یوې وړې څپرې لاندې د باڼه پر کټ یوه سورږیري بوډا تکیه وهلې وه، د خپل ژوند شېبې یې په ګوتو شمارلې، په یوه ډډه کې یې ګړۍ د شنو خټو په شنو کبلو کې ښخ کړی و، کله چې د شپانه د شپېلۍ غږ ور ورسېد، نو را نېغ شو، خپل کس ته یې غږ کړ:
ـ والکه ، وګورئ څوک دي؟
شپون ورغږ کړ:
ـ ډز و نه کړې، شپون یمه!
هغه غېږ خلاصه کړه:
ـ شپونه د پرېښودلو خو نه یې، خو څه وکړم چې کور ته راغلې؟
تر ښایسته شېبې یې په غېږ کې ونیو.
بیا یې بل کټ راښکه:
ـ دلته کېنئ!
خپله پاڅېد، له ګړي نه په رپېدلو ګوتو یې خاورین کټوری له سړو اوبو را ډکاوه، تر څنګ ولاړ کس ور نږدې شو چې کټوری ترې واخلي، ده لکه مچ وشاړه.
ـ ځه! ددې خلکو خدمت زه خپله کوم!
شپانه ما ته راکتل او ویل یې:
ـ ته ودرې اوس به دې خوښ شي!؟
شپانه اخوا دېخوا کتل او د خپلو نغمو څار یې کاوه، پښتون ملا ته یې شپېلۍ ور واړوله:
ـ دا دښته ستا ده ؟!
ـ دا دښته د پروردګار ده!
ـ نو تا څنګه قبضه کړې؟
ـ قبضه کړې مې نه ده؟
ـ نو دا خو زما د رمو ده!
ـ ستا د رمو؟
ـ هو دلته ما رمې پوولې دي!
ـ ستا د شپېلۍ رمې د هر چا د زړه له کوره را وتي، تا ددغو نغمو شپني کړې، بېرته دې بیا د خلکو دغه امانت په زړونو سپارلی دی. دا دښته اوس د هر چا ده.
ـ د هر چا؟
ـ بې له شکه، د هر چا ده، اوس به یې له خیره په ګډه آبادوو.
ـ نو د خدای زوروه! دا دښته خو زما د شپېلۍ د رمو وه، کنه.
ـ ته اوس هم پکې خپلې رمې پیایه!
شپانه اخوا دېخوا کتل، بیا یې پر ما نظر شو، د ښي لاس برسېرنه ګوته یې را ته وښوروله:
ـ خوښ به دې شي، خبرو ته یې مه خوشحالېږه!
ما د سترګو په تنکۍ نڅا پوه کړ چې : د وارخطا په ځای دې زه ولاړه یمه
هغه سورږیري پښتون مولا ته د شپېلۍ نغمه واړوله:
ـ ستا د جهاد، آزادۍ، ټوله ګټه همدا شوه چې زما د رمو دښته دې ونیوه؟!
د شونډو له چاودونو یې سوړ باد وزرې وکړې او ږیره یې په موټي کې ونیوه:
ـ ستا رمو ته دغه سره اورنۍ دښته سمسوروم. زما له لاسه همدمره کېږي، بنده تر خپلې وسې پړ دی.
ـ او آزادي؟
ـ مونږ خو دا وطن ازاداوه، خو ډېر را نه آزاد شو!
دې خبرې سره بیا پاڅېد د خپلې ډډې زوړ بالښت یې د شپون ډډې ته کېښود، هغه ور ته وویل:
ـ دا دی شته، یو بس دی.
پښتون ملا ور ته وویل:
ـ د پښتانه دېرې ته راغلی یې، سمه ډډه ووهه!
نور بیا