تاند)پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳مه) د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ترینګلتیاوو په اوج کې؛ طالبان وايي اسلاماباد په یو اړخیز ډول د پولو د پرانیستو هڅه کوي.
له پاکستان سره د افغانستان د سوداګریزو ترینګلتیاوو له زیاتېدو سره هممهاله، د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر ټینګار کړی چې اسلاماباد له افغانستان سره د خپلو ټولو لارو له بندولو کابو دوې میاشتې وروسته، اوس د پاکستان د مېوو د موسم له رارسېدو سره هڅه کوي چې لارې پرانیستل شي، خو کابل وايي د لارو پرانیستلو پرېکړه به یوازې دوهاړخیزه وي.
د ده اشارې دې ته وه چې نور به داسي نه وي چې هر وخت پاکستان وغوښتل لارې پرانستل شي او هر وخت چې یې وغوښتل، بندې شي.
د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر، عبداللطیف منصور، اعلان وکړ چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د افغانستان پر کرنیزو محصولاتو خپلې لارې تړلې وې، چې له امله یې د افغان سوداګرو مېوې او سبزیجات خراب شول او د افغانستان اقتصاد ته یې درانه مالي زیانونه واړول.
نوموړي په ایکسپاڼه کې لیکلي:
«له دوو میاشتو راهیسې پاکستان دروازې تړلې دي او افغان سوداګرو ته ډېر زیان اوښتی. اوس چې د پاکستان د مېوو فصل رارسېدلی، غواړي په هر ډول دروازې پرانیزي او خپل توکي افغانستان ته صادر کړي.»
د منصور په وینا، اسلاماباد د لارو د پرانیستو لپاره «کله ملګري ملتونه، کله اسلامي هېوادونه او کله بېلابېل شخصیتونه منځګړي کوي، څو پر افغانستان خپلې غوښتنې وتپي.»
نوموړي ټینګار کړی چې دا ډول فشارونه به هېڅ پایله ورنه کړي او د کابل حکومت باید د «متقابل اقدام» سیاست خپل کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر څرګندونې او د طالبانو غبرګون
تر دې وړاندې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار ویلي و چې ګواکي ملګرو ملتونو له اسلاماباده غوښتي چې د پولو د تړل کېدو په اړه په خپله پرېکړه له سره غور وکړي.
هغه زیاته کړې وه چې پاکستان ښايي د ضروري خوراکي توکو او بشري مرستو د تېرېدو اجازه ورکړي.
خو د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزیر وايي، ګڼو افغان سوداګرو له حکومت څخه غوښتي چې له پاکستان سره لارې دې همداسې تړلې پاتې شي، څو پاکستان هم «د لارو د تړلو د زیان خوند وڅکي.»
عبداللطیف منصور ټینګار کړی:
«موږ د سوداګرو د دې غوښتنې کلک ملاتړ کوو او سپارښتنه کوو چې له پاکستان سره دې متقابل چلند وشي.»
د کابل ـ اسلاماباد اړیکې د لا زیاتې ترینګلتیا پر لور
په وروستیو میاشتو کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ سوداګریزې او سرحدي ترینګلتیاوې ډېرې شوې دي، او د تورخم او سپینبولدک په څېر د مهمو لارو تړل کېدو یو ځل بیا د دواړو هېوادونو سوداګري راکړو وروکړو ته سخت ګوزار ورکړی دی.
که څه هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ لارې او سوداګریز اختلافونه نوی بحث نه دی، خو په وروستیو میاشتو کې یې بېساری شدت خپل کړی دی. د افغان سوداګرو په وینا پاکستان له کلونو راهیسي هغه مهال خپلې لارې په یوه یا بله پلمه بندوي چې د افغانستان د مېوو او سبزیجاتو د صادراتو وخت وي خو کله چې د افغان سوداګرو مېوې او سبزۍ خوسا شي بیا یې پرانیزي.
پاکستان اوس طالبان تورن کړي چې د هغو ډلو پر وړاندې اغېزمن اقدامات نه کوي چې د اسلاماباد د امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي. طالبان دا تورونه ردوي او د پاکستان لهخوا د لارو بندېدا «د سیاسي او اقتصادي فشار وسیله» بولي.