Homeخبرونهد ریاض د خبرو په نتیجه کې افغانستان او پاکستان اوربند ته...

د ریاض د خبرو په نتیجه کې افغانستان او پاکستان اوربند ته دوام ورکوي

تاند)پنجشنبه، د لیندۍ/ قوس ۱۳مه) څو افغان او پاکستاني سرچینو تایید کړې چې په سعودي عربستان کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو په وروستي پړاو کې د روان اوربند پر ساتلو هوکړه شوې ده.

دا خبرې په داسې حال کې شوې دي چې په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي ترینګلتیا زیاته شوې وه.

د رویټرز د راپور له مخې، درې افغان او دوو پاکستاني چارواکو – چې یو یې په استانبول کې مېشت دی – ویلي دا ناسته د سعودي عربستان په نوښت جوړه شوې وه او موخه یې د شخړو د بیا زیاتېدو مخنیوی او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د دوامدارو خبرو لپاره د یوې لارې هوارول و.

د رسنیو له بیا بیا غوښتنې سره سره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت، د دې هېواد پوځ، د طالبانو ویاند او د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د دې ناستې په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. خو د طالبانو یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي: «موږ د نورو ناستو د ترسره کېدو او یوې مثبتې پایلې ته د رسېدو لپاره بشپړ چمتووالی لرو.»

اوسنی اوربند له هغو خونړیو نښتو وروسته ټینګ شوی و چې په اکتوبر میاشت کې شوی و. تر دې مخکې قطر او ترکیې هم د دواړو لوریو ترمنځ د منځګړتوب هڅې کړې وې. د دوحې ناسته چې د قطر په کوربتوب ترسره شوه، د سمدستي اوربند د اعلان او د سرحدي څارنې پر مېکانېزم د هوکړې لامل شوې وه. همداراز، په استانبول کې د خبرو دوه پړاوونه هم ترسره شول، خو وروستۍ ناسته بې له کومې هوکړې پای ته ورسېده او دواړو لوریو یو بل د امنیتي ژمنو په نه عملي کولو تورن کړل.

د ریاض ناسته اوس د هغو نوو هڅو یوه برخه بلل کېږي چې موخه یې د تاوتریخوالي په راکمولو کې فعاله ونډه اخیستل او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو نژدې کول دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...