Home+نوي انتي بیوټیک: د درملو په وړاندې د باکتریاوو مقاومت کموي

نوي انتي بیوټیک: د درملو په وړاندې د باکتریاوو مقاومت کموي

تاند(جمعه، د اسد ۴ مه) د امریکا په شیکاګو ایالت کې د ایلینوۍ پوهنتون څېړونکي بریالي شوي چې یو ډول نوی انتي بیوټیک جوړ کړي چې د درملو په وړاندې د باکتریاوو مقاومت زښت کموي.

د درملو په وړاندې د باکتریاوو د مقاومت زیاتېدا د طبي چارو د متخصصانو یوه لویه اندېښنه ګڼل کېږي.

خو نوی انتي بیوتیک د درملو په وړاندې د مقاومت لپاره د باکتریاوو وړتیا سخته کموي.

دې نوي جوړ شوي انتي بیوتیک د درملو په وړاندې د مقاومو باکتریاوو له کبله له رامنځته کېدونکو ناروغیو سره د مبارزې لپاره نوې هیلې غوړولي دي.

د ایلینوۍ پوهنتون څېړونکو د خپلې څېړنې پایلې په (نېچر کیمیکل بیالوجي) مجله کې خپرې کړي او هغه یې د انتي بیوټیک د مقاومت خلاف د طبي علومو په زړه جګړه کې ستر پرمختګ بللی دی.

دا نوې څیړنه ښیي چې د ساینسي پرمختګ او دوامداره هڅو به پایله کې، موږ تمه کولی شو چې په راتلونکي کې، د انټي بیوټیک مقاومت لرونکي باکتریاوې به د عامې روغتیا لپاره لږ ګواښ وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...