یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهایران یو بل افغان ځوان اعدام کړ

ایران یو بل افغان ځوان اعدام کړ

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د بشري حقونو یوې ایرانۍ ډلې پرون (پنجشنبې) راپور ورکړ چې یو افغان د ایران په بندر عباس زندان کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور په پټه اعدام شوی دی.

۴۳ کلن ګلاب شاه نورزی چې د افغانستان د فراه ولایت اوسېدونکی و، د سې شنبې په ورځ سهار وختي په دار وځړول شو.

(ایران وایر) ویبپاڼې د ایران د بشري حقونو د څارونکې ډلې هینګاو د راپور پر اساس راپور ورکړ چې نورزی په پټه او بې له دې چې د هغه کورنۍ ته خبر ورکړل شي اعدام شوی دی.

نورزی د مخدرو موادو د قاچاق په تور په بندر عباس کې د ایران د انقلابي محکمې له خوا په بند محکوم شوی او پنځه کاله یې په بند کې تېر کړي وو.

د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان هنګاو د روان اسد په لومړۍ نېټه د یوه افغان او دری نورو بندیانو د اعدام خبر ورکړی و.

د ایران په قزل حصار بند کې د دغه افغان اعدام شوي بندي هویت لا نه دی څرګند.

د هنګاو سازمان په خبره څلور نور کسان چې یوه ښځه هم په‌کې شامله ده د شیراز په عادل آباد زندان کې اعدام شوي دي.

په ایران کې شاوخوا اووه زره افغانان په بېلابېلو جرمونو بندیان دي، خو معلومه نه ده چې څومره کسان له دې ډله په اعدام محکوم شوي.

د راپورونو له مخې. په ایران کې د سږ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې ۱۴ افغانان اعدام شوي چې اکثر یې د مخدره موادو په اړوند جرمونو باندې محکوم وو.

د بشري حقونو ډلې پر ایران تل په دې خاطر نیوکې کوي چې اکثره بندیان یا تورن کسان بې له دې چې هغوی ته د مدافع وکیل حق ورکړي، اعداموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب