یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+د سمڅې یاران ناول د قوت ټکي | حفيظ الله بشارت‎

د سمڅې یاران ناول د قوت ټکي | حفيظ الله بشارت‎

ذوق هم عجب شی دی! شاید په یو کس پسې د استاد، پوهاند او… لقبونه سرېښ وي، خو بیا به یې هم ذوق دومره سطحي وي چې د ده په ټول استعداد به د سړي سوال پيدا شي.
هغه کسان چې لوړ انسانان او کتابونه یې لوستي وي، د کوم شهرت او پړسېدلي لقب پرته به يې ذوق تر لویو لویو نومونو اعلی وي.
زما د خپلې تجربې له مخې کوم خوند او قوت چې ما د نړۍ ادب په شاهکار ناولونو کې حس کړی، شاید زموږ د ادب په یو ناول کې هم نه وي، البته ځينې د ګوتو په شمار داسې ناولونه لرو چې د هغه دې یا موضوع او یا ځينې خبرې، جملې او تخنیکي جوړښت د نړیوال کېدلو زور ولري.
دا څلورم ځل دی چې د پښتو ادب په پنځېدلو ناولونو کې زه د نړیوال کېدلو قوت وینم، له دې مخکې د “جهالت پېړۍ، کوچی ملا، د احمدي صاحب په ټولو ناولونو کې د غڼې ځاله” یو له هغه ناولونو څخه دي چې موږ نه تنها په پښتو ادب کې پرې حساب کولی شو، بلکې د نړۍ له ځينو ناولونو سره یې هم په سیالۍ اچولی شو.
د “سمڅې یاران” ناول څلورم هغه ناول دی چې زه پکې دا ټولې ښېګڼې او قوت وینم.
دا ناول ارواښاد استاد سعدالدین شپون لیکلی دی. د دې ناول د قوت ځينې ټکي دا دي:
اول، پیل. د دې ناول پیل لکه د اګاتا کریسټي د او بیا هېڅوک نه وو ناول پیل، مبهم، خو سره له تلوسې.
دوه، د پام نه وړ موضوع انتخابول، هغه هم په شعوري ډول.
درې، د کیسې د غوټې پر مخ بېول، په نوي تاکتيک او فصل فصل سره… خو پرانیستل يې بيا په داسې ډول لکه کوم څوک چې یو ملګری ناخبره داسې ځای ته ورولي چې هلته هره خوا تراژیدي او خلک د ژوند پر وړاندې یوازې تش کالبوت پاتې وي.
څلور، زما په اند د تلوسې لپاره په لوی لاس د بعضو زړه خوړونکو صحنو راوړل، نه تنها مصنوعي والی راولي، بلکې د کیسې په یاد پاتې کېدلو کې هم خنډ پېښوي، خو دا ناول له دې عیبه تر ډېره خالي دی.
پنځه، د تمثيلي اړخ قوي توب د تشبېه او ژورې مشاهدې پر مټ.
شپږ، په تراژیدي پېښو کې په ډېر هنر د طنز د خوږو ور ګډول.
اووه، د دې ناول کیسه د ډېر ریاضت او د زړه له پاسه نه ده لیکل شوې، بلکې د لیکوال د ژورې مشاهدې، ډېرې تجربې او… په مټ له زړه او په خود اګاه ډول لیکل شوې ده.
اته، د دې ناول پای لکه یو تکړه کس چې د کانکور امتحان د نتایجو د اعلان په پایله کې داسې پوهنځي ته بریالی شوی وي چې هم يې پرې زړه اوبه څښي او هم وايي، نه، باید له دې هم ښې پوهنځي ته بریالی شوی وای، يعنې پای يې هم تراژیدي اړخ لري، هم کميډي.
د سمڅې ياران ناول، لیکوال د خپل کلي او ټول ولس وژلو ته ته ډالۍ کړی.
دا ناول په 1383 ش کال دانش خپرندويه ټولنې په 277 مخونو کې چاپ کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب