پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبلنډه کیسهمینه/ اجمل پسرلی

مینه/ اجمل پسرلی

« ته راباندې ګرانه یې»

د ( ایوا) شنې سترګې لکه موجونه لمر ته وځلیدل:

« څه ته دې زنګ وهلی و چې راشم»

عبدالله، والتاوا سیند ته کاڼی ورواچاوه، اوبه کړۍ کړۍ شوې. نجلۍ ورته چم وکړ ارامې اوبه بیا حلقه حلقه ماتې شوې.

ایوا اوږې پورته کش کړې:

-څه دې ویل؟

عبدالله اوبو ته لاس ونیو:

-څرنګه تیریږي

ایوا خپل طلایی ویښته د غوږ شاته کړل. عبدالله اسمان ته وکتل:

-دغه اوس څه ښه ښکاري

-ډير ښه

-نن ښه هوا ده

-اممممم

عبدالله  د ایوا سترګو ته سترګې ونیولې. نجلۍ یې لاس وخوځاوه:

-زه ډيرضرور کار لرم تاڅه ته راغوښتې یم

-همدې ته چې ستا زړه ته ولویږي چې ته راباندې ګرانه یې

نجلۍ لمن وڅنډله، روانه شوه، له لرې یې لاس ورته وخوځاوه. عبدالله د سیند غاړې ته پر اوسپنیزې څوکۍ کښیناست. سترګې یې پټې ونیولې. خوبولی و چې د ایس ایم ایس په تړنګ پورته غورځار شو. ایوا ورته لیکلي وو:

« ته ګرانه یې، اوبه تیریږي، هوا ښه ده، لمر ښایسته دی….په دې خو پوهیدم ولې دې نن له کاره ایستم؟؟؟؟»

عبدالله شاوخوا، پر لمر او اوبو نظر تیر کړ، په موبایل کې یې د ایوا عکس ته وکتل، د هغې سترګې خړې ورته وایسیدې، اوبه یې پر کاڼي وویشتلې، د سیند اوبه کړۍ کړۍ ماتې شوې، بیرته سره راټولې شوې او روانې شوې.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب