چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeادبطنزونهزه نر او که ښځه يمه!؟ (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

زه نر او که ښځه يمه!؟ (طنز) ليکوال: عبدالنافع همت

نن په کابل ښار کي يو شمېر مدني فعالانو او سياسي څېرو د تابعيت تذکرو په اړه احتجاجي مظاهره وکړه. دوی له ځانو سره په ليکلې بڼه د (زه نر او که ښځه يمه؟) شعارونه په لاسونو کي نيولې ول. د مظاهرې يوې ګډونوالي بوډۍ ښځي چي خلکو د ډېر توروالي له امله (لونګينه) بلله، په زوره چيغه کړه چي زه لکه شيدې تکه سپينه يمه، خو دوی په تذکره کي غنم رنګه ليکلې يمه.

يوه شين سترګي هلک چي خلکو د شنو سترګو له امله (شينکوړی) باله وويل: زما سترګي شنې دي، خو دوی زما په تذکره کي د سترګو رنګ ( ميشي) ليکلې دی. ميش ياني مېږه، ايا زه د انسان او که د مېږي زوی يم؟

يو بل دنګ ځوان چي خلکو د جګوالي له امله (جګلاښو) باله نارې وهلې چي زه د افغانستان تر ټولو جګ سړی يم، خو د احصائيې ميرزايانو په تذکره کي زما ونه ميانه ليکلې ده. يوه ښځه چي خلکو د پنډوالي له امله (شلنډه) بلله او تازه يې په سينګارتون کي خپلي وروځي تارغوندي نرۍ کړي وې، په ژيړه غوني اواز وويل: زما وروځي يې پلني ليکلي دي.

د مظاهره چيانو په ډله کي څو تنو ګلابي رنګ کالي اغوستي او نارې يې وهلې چي موږ همجنس بازان يو، بايد په تذکره کي زموږ هويت هم وليکل سي. د ګلابي رنګه ځوانانو په ډله کي د (استاد تور خان) په نوم يوه ناځوانه سړي خپله تذکره په لاس کي کرځوله او نارې يې وهلې چي زه افغان نه يم، خو دوی زما په تذکره کي

(افغان) ليکلی دی.

يو بل ځوان چي څيري څيري کاوبای پتلون يې اغوستی او داسي ښکارېده لکه سپيانو چي داړلی وي، په انګلسي ژبه وويل: زما مور انګرېزه او مورنۍ ژبه مي انګليسي ده، خو ميرزايانو زما په تذکره کي زما مورنۍ ژبه پښتو ليکلې ده.

د (پنډ سردار) په نوم يوه چاغ سړي لکه مست اوښ تر خوله ځګونه بادول خپل ټټر ته اشاره وکړه او په قهر يې وويل: زه په قبيله (خړزی يم)، خو بې سواده ميرزايانو زما په تذکره کي (خرزی) ليکلی دی. ده پر حکومت تور ولګاوه چي د احصائيې مامورين بې سواده او يوازي په يوه ژبه خبري کولای سي، ده وړانديز وکړ چي بايد د دې رياست مامورين په پښتو او دري ژبو هم خبري او هم ليکل وکولای سي، که دې ټکي ته پام و نه سي،نو زما په شان ډېر د سړي زامن به د خره زامن ياني د

(خرزي) په نوم ثبت کړل سي.

له بلي خوا د نرښځيانو د اتحاديې مشر (سپيني پانتا) په دې اړه پر خپله فيسبوک پاڼه ليکلي چي د تابعيت په تذکره کي د دريم جنس ياني نرښځي لپاره ځای نسته او دا کار ښکاره جنسي تبعيض دی، په داسي حال کي چي په افغانستان کي زرګونه داسي افغانان ژوند کوي چي نه نر او نه ښځي دي. سپيني پانتا د نرښځيانو يوه عمده نښه هم ياده کړې او ليکلي يې دي (( هغه څوک چي هم يې د حکومت مهم پوسټونه اشغال کړي او هم په ورته وخت کي د اپوزيشن نارې وهي نرښځيان دي)).

د (ايکس) په نوم يوې تحقيقاتي ادارې په خپل ويب سايټ کي په دې اړه راپور خپور کړی او ليکلي يې دی چي دوی د پنځه لکه تذکرو معلومات څېړلي او ورته ثابته سوې چي په دې تذکرو کي د ټولو افغاني اتباعو مشخصات يو ډول ليکل سوي دي.

د مدني فعالانو د اعتراض په ځواب کي د مرکزي احصائيې وياند (کُهنه پيخ خان) ډنډوره راډيو ته وويل: څرنګه چي د افغانستان د اساسي قانون له مخي ټول اتباع برابر حقوق لري، نو په دې اساس مو د ټولو افغانانو په تذکرو کي سترګي ميشي، ونه ميانه، پوستکی غنم رنګه، وروځي پلني او جنس نارينه او يا ښځينه ليکلی دی.

کهنه پيخ خان په دې اړه خلک هم په ټمبلۍ ګرم وبلل او زياته يې کړه چې خلک خپلو اولادونو ته په ماشومتوب کي تذکرې نه ورجوړوي. کله چي د نارينه عمر تر شپېتو کالو واوړي، نو لمسي را په شا کړی او زموږ دفتر ته يې راولي، وايي د حج لپاره تذکرې ته اړتيا لرو. د داسي بوډاګانو سرونه تر څټه پوري رژېدلي، پر ملاکړوپ سوي، د پوستکي رنګونه يي بدل سوي، وروځي يې ببري سوي او سترګي خو يې بيخي کار نه کوي، سړی نه پوهېږي چي کوم رنګ ورته وليکي.

بل ځوان بيا خپله اويا کلنه بوډۍ انا را په شا کړې او وايي چي له دې امله تذکره ورته جوړوو چي د علاج لپاره يې هندوستان ته بيايو. دې ډول ښځو خپل د وړيو غوندي سپين وېښتان طلايي رنګ کړي او وروځي يې د ناوي په شان نرۍ جوړي کړي وي، که څه هم په اصل کي به توره توتکۍ غوندي وي، خو دې به په مخ پوري دومره پوډر وهلي وي چي سپينه کوتره به ښکارېږي. همدا دليل دی چي د دوی د عمر تشخيص هم ګران کار دی، په دې صورت کي موږ مجبور يو چي د دوی عمر ته وليکو (( به رويت چهره ظاهری سن مذکور بيست ساله تعين گرديد)).

د نرښځي په اړه کهنه پيخ خان وويل چي په نويو تذکرو کي به هغو خلکو ته

(خنثی مشکل) وليکي چي له يوې خوا د حکومت لوړپوړي چارواکی وي او په ورته وخت کي يې د اپوزيشن په نوم ډلي ټپلي هم جوړي کړي وي. کهنه پيخ خان د افغان کلمې په اړه وويل: هغه څوک چي په افغانستان کي اوسېږي، خو ځان افغان نه بولي په تذکره کي به يې د مليت پر ځای (شترمرغ) ليکل کېږي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط (ډنډوره) راډيو ته وويل چي حکومت له غلو، تراهګرو او قاچاق چيانو سره لاس پټ کړی او له هغوی څخه يې د اليکټرونيکي تذکرو د نه وېشلو په بدل کي مليارډونه ډالر رشوت اخيستی دی، دی وايي که چېري په تذکرو کي د خلکو پېژندګلوي په دقيق او واقعي ډول وليکل سي بيا هیڅ يو مجرم له عدلي او قضايي ادارو څخه نه سي پټېدای.

بلي خوا ته د کورنيو چارو وزير (سرپرې کړی مجاهد) دا خبره ردوي او زياتوي چې دوی پلان لري د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د خوبونو د تعبير ستر علما راټول کړي چي په افغانستان کي د اليکټرونيکي تذکرو خوب تعبير کړي.

1 COMMENT

  1. ډېر خوندور طنز وو ،ډېر یې وخندولم، طنز ده خو له واقعیت سره سل په سلو کې سر لګوي. خصوصا هغو کسانو ته چې شترمرغ او خنثی مشکل باید وویل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب