پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبکره کتنهکوڅې ته را روان څراغ || ذبيح الله رحيمزی

کوڅې ته را روان څراغ || ذبيح الله رحيمزی

  د ادب سبق لوستل موږ ته نه يوازې ژوند راپېژني، بلکې دا سبق چې څومره لوستل کېږي زموږ هوډونه غښتلې کوي او هلته چې د انساني طبعيت د سکون مراندې ځواکمنې کېږي، ادب يې د ور تلو په نښو زموږ سترګې يخوي؛ داسې چې حس کوو، ژوند يوازې ماديات نه دي.

 يو داسې ماشوم چې فکر يې نه کېده، په نورو کې د بدلون سربېره به کورنۍ، ټولنه او ان نړۍ ته بېلګه وګرځي او سلسله به تر دې راورسېږي چې زموږ په خاوره به د دې انسان کړې هڅې خوله په خوله شي.

يو لوی نوم؛ رابندرانات ټاګور دا په ثبوت ورسوله  چې انساني مينه او ژور عاطفي احساس زموږ د ژوند برخه ده.

هغه د خپل هېواد  لومړی شخص شو چې د ادبياتو برخه کې د نوبل جايزه وګټي او ځان ثابت کړي؛  چې زه به نورې نړۍ ته هم بېلګه شم.

په دې لوی خير خوښونکي انسان چې له سلو ورهاخوا اثار يې ليکلي، خورې ورې ليکنې، تبصرې، شننې او څپړنې شوې؛ خو د ژوند لوړې ژورې حتمې وي او اړتيا وه چې دی دې داسې موږ ته راو پېژندل شي، چې پوه شوو د ده ماشومتوب څنګه و؟ څه يې وکړل؟ څنګه يې وکړل؟ خلک ورته په کومه سترګه ګوري؟  د شاعرۍ سبک څه و؟ کورنۍ يې څنګه وه؟ د نورو له انده څنګه سړی و؟ زموږ ژبې ته يې اثار څنګه راغلي؟

ددغه ستر اديب په ليکل شوو او چاپ شوو اثاررو څېړل هغه څه دي چې قدرمن ورور، خواخوږي انسان، ليکوال، کره کتونکي او شاعر ګل رحمن “رحماني ” په دې اثر( ټاګور پېژندنه) کې ځای کړي.

زه خوښ يم چې د پخوا په پرتله اوس زموږ مشران ليکوال او په ځانګړي توګه ځوان ليکوال  په دا ډول ژورو پسې ښکته کېږي، د سترو انسانانو لاسته راوړنې او ژوند ته سرسري نه تم کېږي، زيار ګالي او د وخت له غوښتنو په درک سره، نوي څه خپلې ژبې ته ورکوي.

د نړيوال ادب په برخه کې داسې کتابونو ته سخته اړتيا لرو، زه ګران رحماني صېب ته د دې اثر د چاپ مبارکي وايم او د خپلې ژبې د غني کېدا په لور نورو ته هم په تمه يم چې خپل مسووليت يې وګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب