شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهټوبه ټيک سينګ (لنډه کيسه) سعادت حسن منټو

ټوبه ټيک سينګ (لنډه کيسه) سعادت حسن منټو

ژباړن: بارکوال مياخېل                                                                      

تر وېش دوه درې کاله وروسته د پاکستان او هندوستان د حکومتونو دې ته پام شو چي د روغو بنديانو غوندې د لېونيو بنديانو تبادله هم بايد وشي، يانې کوم مسلمان لېوني چي د هندوستان په لېونتونونو کې دي هغه بايد پاکستان ته و رسول شي او کوم هندوان او سيکان چي د پاکستان په لېونتونو کې دي، هغوى بايد هندوستان ته وسپارل شي.

ګوره چي دا خبره پر ځاى وه که بېځايه، خو د هوښيارو کسانو له پرېکړې سره سم دلته هلته د لوړې کچې غونډې وشوې او اخير د لېونيو د تبادلې لپاره يوه ورځ وټاکل شوه. په دوى کې ښه سم چاڼ وشو. هغه مسلمان لېوني چي کورنۍ يې په هندوستان کې وې، هملته پرېښوول شوي وو، پاته نور د پولې پر لور را روان کړاى شول. دلته له پاکستانه هم قريباً ټول هندوان او سيکان کډه شوي وو، ځکه يې نو د کوم لېوني د پاتېدو جواز هم پاته نه شو، چي څومره هم لېوني هندوان او سيکان وو، ټول د پوليسو تر نظارت لاندې پولې ته و رسول شول.

هلته د هندوستان په لېونتون کې مالومه نه ده چي څه روان وو، خو دلته د لاهور لېونتون ته چي د تبادلې دا خبر را ورسېد، نو ډېرې په زړه پورې ټوکې او پسپسى پيل شو. يو مسلمان لېونى وو، چي له دوولسو کلونو يې هره ورځ پرله پسې «زميندار» ورځپاڼه لوستله، له هغه چي کله خپل يوه ملګري پوښتنه وکړه:

– موليي ساب! دا پاکستان څه بلا ده؟

نو هغه تر ډېر چورت او فکر وروسته ځواب ورکړ:

– دا په هندوستان کې يو داسې ځاى دى چي پنر چاړې (اُسترې) پکې جوړېږي

ملګرى يې د دې ځواب په اورېدو ډاډه شو.

همدارنګه يوه سيک لېوني له يوه بل سيک لېوني وپوښتل:

– سردارجي موږ هندوستان ته ولې لېږي، موږ خو د هغه ځاى ژبه نه شو ويلاى

هغه ورته وخندل:

– زما د هندوستوړيانو ژبه زده ده، هندوستانيان په ډېر شيطاني غرور غټ- غټ ګامونه اخلي

يوه ورځ ناببره يوه مسلمان لېوني د لمبېدو په حال کې په دومره زوره د «پاکستان زنده باد» ناره وکړه، چي له ښويېدو سره پر فرش ولوېد او بېهوښه شو.

ځينې لېوني داسې هم وو، چي لېوني نه وو. په هغوى کې اکثريت د داسې قاتلانو وو، چي خپلوانو يې د افسرانو په واسطه لېونتون ته لېږلي وو او له اعدامه يې ژغورلي وو. دوى لږ- لږ په دې پوهېدل چي هندوستان ولې وېشل شوى او پاکستان څه شى دى، خو دوى هم په دې اړه بشپر خبر نه وو، له ورځپاڼو هم هيڅ نه ورته مالومېده او د دوى ساتونکي عسکر هم نالوستي او جاهلان وو. د هغوى له خبرو هم دوى کومه نتيجه نه شواى اخيستلاى، هغوى فقط دومره خبر وو چي د محمدعلي جناح په نوم يو سړى دى چي قايداعظم يې بولي، هغه د مسلمانانو لپاره يو جلا ملک جوړ کړى دى، پاکستان نومېږي. دا ملک چېرې دى، جغرافيه يې څه ده، له دې هغوى هيڅ خبر نه وو. له همدې امله په لېونتون کې هغه ټول لېوني- چي ماغزو يې څه نا څه کار کاوه- په دې غم اخته وو، چي هغوى په پاکستان کې دي، که په هندوستان کې. که په هندوستان کې دي، نو پاکستان چېرې دى او که په پاکستان کې دي، نو دا څنګه کېداى شي چي دوى څه موده مخکې هم دلې اوسېدل او په هندوستان کې وو.

يو لېونى خو د پاکستان او هندوستان او د هندوستان او پاکستان په چورتونو کې په داسې ګورم اخته شو، چي نور هم پسې لېونى شو. يوه ورځ يې جارو واهه، چي ناببره يې منډې کړې ونې ته وخوت، پر يوه ښاخ کښېنوست، د پاکستان او هندوستان پر بحراني حالت يې پرله پسې دوه ساعته تقرير کاوه. عسکرو چي د را کښته کېدو ورته وويل، هغه نور هم پاس وخوت، ساتونکيو پښې ورته و دربولې او ويې ډار کړ، ده ورته وويل:

– زه په هندوستان کې اوسېدل غواړم، نه په پاکستان کې. زه به په همدې ونه کې ناست اوسم.

تر ډېر جنجال او زاريو وروسته چي د هغه غوسه سړه شوه، نو پخپله را کښته شو، خپل هندوان او سيکان ملګري يې يو- يو په غېږ کې ونيو او ويې ژړل. د هغه په دې خبره زړه ډک وو، چي ملګري به يې دى پرېږدي او هندوستان ته به لاړ شي.

يو شپاړسم پاس راډيو انجينېر، چي مسلمان وو او له نورو لېونيو بېخي جلا او يواځې به ټوله ورځ د باغ پر يوه خاصه څنډه پټه خوله ګرځېده، نن ډېر بدلون پکې راغى، خپل کالي يې وکښل، د عسکرو مشر ته يې وسپارل او لوڅ- لپړ يې په ټول باغ کې قدم واهه.

د «چنيوټ» سيمې يو بل پنډ مسلمان لېونى وو، چي د مسلم ليګ فعال غړى پاته شوى وو او په ورځ کې به پينځلس شپاړس واره لمبېده، ناببره يې خپله دغه عادت بېخي پرېښوو. دى محمدعلي نومېده او يوه ورځ يې پخپله اوسپنيزه پنجره کې اعلان وکړ، چي دى قايداعظم محمدعلي جناح دى. د سترګو په رپ کې څنګ ته ناست يوه بل سيک لېوني له ځانه ماسټر تارا سينګ ورته جوړ کړ. نيژدې وه چي په دې پنجره کې وينې توى شوې واى، خو دواړه خطرناک لېوني وګڼل شول او جلا- جلا يې بند کړل.

د لاهور يو ځوان هندو وکيل هم په دې لېونتون کې بند وو، چي په مينه کې ناکامۍ لېونى کړى وو. هغه چي له دې خبر شو، چي «امرتسر» د هندوستان برخه شو، نو زښته زړشينى شو. دى د همدې ښار پر يوه هندوه نجلۍ مين شوى وو، که څه هم هغې د دې وکيل له مينې انکار کړى وو، خو ده د لېونتوب په حالت کې هم هغه نه وه هېره کړې، بس نو ده به هغو ټولو هندو او مسلمانو رهبرانو ته ښکنځاوې کولې چي په ګډه يې هندوستان په دوو ټوټو سره وېشلى وو او د ده معشوقه هندوستانۍ شوه او دى پاکستانى. کله چي د تبادلې خبره پيل شوه، نو ډېرو لېونيو دغه هندو وکيل پوه کړ، چي زړه دي نه بدوي، دى به هندوستان ته لېږل کېږي، هغه هندوستان ته چي د ده معشوقه پکې اوسېږي، خو هغه نه غوښتل چي لاهور پرېږدي، ځکه ده فکر کاوه چي په «امرتسر» کې به يې د وکالت کار ونه چلېږي.

په اروپايي څانګه کې دوه انګرېز-هندي لېوني هم بند وو. هغوى چي خبر شول چي انګرېزان د هندوستان تر ازادۍ وروسته تللي دي، نو ډېر غمجن شول. هغوى به په خپل منځ کې په ساعتونو- ساعتونو پټه خوله په دې اړه خبرې کولې چي په لېونتون کې به له دې وروسته دوى په څه نامه ساتل کېږي. اروپايي څانګه به پاته شي او که به ختم شي، ناشته به ورکول کېږي که نه، آيا د خميرې ډوډۍ (ډبلروټۍ) پر ځاى خو به په هندي پاستو کې زهر نه ورکول کېږي.

يو سيک وو چي په دې لېونتون کې يې پينځلس کاله شوي وو. د هغه له خولې به هر وخت دغه عجيبه غوندې خبرې اورېدل کېدې «اوپړ دي، ګړګړ دي، اينکس دي، بې ديانا دي، مونګ دي دال آف دي لالټين». نه د ورځې ويدېده، نه د شپې. ساتونکيو به ويل چي په دې پينځلسو کلونو کې هغه يوه شېبه هم نه دى ويده شوى، هسې پر مځکه پرېووت هم نه، خو کله- کله به يې کوم دېوال ته تکيه وکړه.

هر وخت درېدا او ګرځېدا يې پښې پړسولې وې، د پښو تلې يې سولېدلې وې، خو سره له دې چي زحمت ورباندې تېرېده، بيا يې هم ارام نه کاوه. د هندوستان، پاکستان او د لېونيو د تبادلې په اړه چي به په لېونتون کې خبرې کېدې، نو ده به په توجه اورېدلې، که به چا پوښتنه ځنې وکړه چي ته څه پکې وايې، نو هغه به په ډېر جديت سره ځواب ورکړ: «اوپړ دي، ګړګړ دي، اينکس دي، بې ديانا دي، مونګ دي دال آف دي پاکستان ګورنمنټ».

خو وروسته يې بيا «آف دي پاکستان ګورنمنټ» په «آف دي ټوبه ټيک سينګ ګورنمنټ» بدل کړ او له نورو لېونيو يې پوښتنې پيل کړې چي ټوبه ټيک سينګ چېرې دى، هغه چي د ده سيمه ده، خو هيڅوک هم په خبر نه وو، چي هغه په پاکستان کې دى، که په هندوستان کې، هغه چي د ور ښوولو هڅه يې کوله، هغوى به هم اريان پرېشان شول چي «سيالکوټ» خو مخکې په هندوستان کې وو، خو اوس مو اورېدلي چي په پاکستان کې دى، نو څه مالومه ده که لاهور- چي اوس په پاکستان کې دى- سبا په هندوستان کې شي يا له ټول هندوستانه پاکستان جوړ شي او چا به پر زړه لاس ايښى واى او دا خبره به يې کړې واى چي هندوستان او پاکستان دواړه به يوه ورځ بېخي وي نه.

د دې سيک لېوني وېښتان د ګونځې او ګونګرو کېدو له امله لنډ شوي وو، ځکه ډېر کم لمبېده، د ږيرې او سر وېښتان يې هم سره ګډ شوي وو، چي ګونه يې ورسره ډېره ډاروونکې ښکارېده، خو سړى بې ضرره وو، په پينځلسو کلونو کې يې کله هم له چا سره جګړه او شر نه وو کړى. د لېونتون زاړه مامورين له ده تش دومره خبر وو، چي په ټوبه ټيک سينګ کې يې مځکې وې، سم دم روغ رمټ کروندګر وو او ناببره يې اعصاب خراب شول، خپلوانو يې د اوسپنې په پنډو- پنډو ځنځيرونو تړلى راووست او په لېونتون کې يې بندي کړ.  په مياشت کې يو ځل به يې ليدو ته راغلل او د ده پوښتنه ګروېږنه به يې وکړه، څه موده يې همداسې پوښتنې ته راتلل، خو له کله چي د پاکستان او هندوستان جنجال پېښ شوى دى نو دوى نه دي راغلي.

دغه سيک لېونى بشن سينګ نومېده، خو په لېونتون کې به ټولو ټوبه ټيک سينګ باله. هغه هيڅ له دې خبر نه وو چي ورځ کومه ده، مياشت کومه روانه ده او يا څو کاله تېر شوي دي، خو هره مياشت به يې چي خپلوان ليدو ته راتلل، نو هغه به پخپله پوه شو او د ساتونکيو مشر ته به يې وويل چي د ده د ملاقات وخت را روان دى. په دې ورځ به هغه ښه لمبېده، پر بدن به يې صابن کلک تېر کړ، سر به يې په تېلو غوړ کړ او ږمنځ به يې کړ او خپل کالي به يې- چي بېخي يې اغوستل نه- را واخيستل، وابه يې غوستل او ښه سينګار به د خپلو خپلوانو ليدو ته ورغى. چي هغوى به څه پوښتنه ځنې وکړه، نو دى به خوشاله شو او کله به يې په ځواب کې «اوپړ دي، ګړګړ دي، اينکس دي، بې ديانا دي، مونګ دي دال آف دي لالټين» ورته وويل.

بشن سينګ يکه يوه لور لرله چي په دې پينځلسو کلونو کې اوس پېغله شوې وه، ده هغه پېژندله هم نه، هغه ماشومه وه، کله به يې هم چي خپل پلار وليد نو ورته ژړل به يې، چي پېغله شوه هم تر سترګو به يې اوښکې راڅڅېدلې.

د پاکستان او هندوستان د بېلتون خبرې چي پيل شوې، نو هغه له نورو لېونيو پوښتنې کولې چي ټوبه ټيک سينګ چېرې دى، چي د چا په ځواب يې زړه ډاډه نه شو، نو تلوسه يې ورځ په ورځ زياتېدله، اوس يې خپلوان هم ليدو ته نه راتلل، مخکې خو به هغه پخپله پوه شو، چي څوک يې ليدو ته را روان دي، خو اوس يې لکه د زړه ږغ چي بند شوى وي، چي پخوا به يې د هغوى د راتګ خبر ورکاوه.

دى د خپلو هغو خپلوانو د راتګ ډېر ارمانجن وو، چي له ده سره به يې خواخوږي کوله او ده ته به يې مېوې، خوږې او کالي راوړل، که ده له هغوى پوښتنه کړې واى چي ټوبه ټيک سينګ چېرې دى، نو هغوى به ضرور ور ښوولى واى، چي په پاکستان کې دى يا په هندوستان کې، ځکه ده ګومان کاوه چي هغوى له ټوبه ټيک سينګه راځي، هلته چي د ده مځکې دي.

په لېونتون کې يو داسې لېونى هم وو، چي ويل به يې زه خداى يم. يوه ورځ بشن سينګ له هغه وپوښتل چي ټوبه ټيک سينګ په پاکستان کې دى، که په هندوستان کې، نو هغه د پخوا غوندې په کټ- کټ وخندل او ورته ويې ويل:

– هغه نه په پاکستان کې دى، نه په هندوستان کې، ځکه چي ما يې تر اوسه امر نه دى کړى

بشن سينګ څو ځله دې خداى ته سوال- زارۍ وکړې چي امر وکړي او دا جنجال ختم شي، خو هغه ډېر بوخت وو، ځکه هغه ته نورو ډېرو امرونو هم کتل. يوه ورځ چي ډېر زړه تنګى شو، نو پر ور بړچ يې وهل: «اوپړ دي، ګړګړ دي، اينکس دي، بې ديانا دي، مونګ دي دال آف واهے ګوروجي دا خالصه اينډ واهے ګوروجي کى فتح جو بولے سونهال، ست سري اکال».

کېداى شي د دې مانا دا وه، چي ته د مسلمانانو خداى يې، که د سيکانو خداى واى، نو ضرور به دي زما اورېدلي واى.

تر تبادلې څو ورځې مخکې د ټوبه ټيک سينګ يو مسلمان- چي ملګرى يې وو- د ده ليدو ته راغى. هغه مخکې بېخي راغلى نه وو، بشن سينګ چي هغه وليد، نو ځان يې څنګ ته وڅانډه او بيرته را ستون شو، خو عسکرو هغه را تم کړ، «دا سړى ستا ليدو ته راغلى دى، ستا ملګرى فضل دين دى».

بشن سينګ يو ځل فضل دين ته سترګې ور واړولې او له ځانه سره و بوړېد. فضل دين ور مخته شو  او د ده پر اوږه يې لاس کښېښوو:

– له ډېرو ورځو مي زړه وو، چي له تا سره ووينم، خو- وخت مي پيدا نه کړ، ستاسې د کورنۍ ټول کسان سهي- سلامت هندوستان ته رسېدلي وو، زما چي څومره مرسته په وس وه، ورسره ومي کړه، ستا لور روپ کور…..

هغه په خبرو- خبرو کې ساه ونيوله. بشن سينګ يو څه ور په ياد کړل:

– زما لور روپ کور…

فضل دين په غرېونيولي ږغ ورته وويل:

– هو…..هغه…..هغه هم روغه رمټه ده….له دوى سره يو ځاى لاړه

بشن سينګ پټه خوله وو، فضل دين بيا خبرې پيل کړې:

– هغې ماته ويلي چي د پلار پوښتنه به مي کوې، اوس ما اورېدلي چي ته هندوستان ته ځې، بلبېسر سينګ ورور او وداوا سينګ ورور ته به مي سلام وايې او امرت کور خور ته هم……بلبېسر ورور ته ووايه چي فضل دين جوړ او خوشاله وو، هغه توربخونې ګامېښې چي ده را پرېيښې وې، د يوې کټى وشو او د بلې هغې کټۍ وه، خو هغه د شپږو ورځو وه چي مړه شوه….او….زما لپاره چي هر خدمت وي، راته واياست، زه تل تيار يم….او دا مي ستا لپاره يو څه نينې راوړې دي.

بشن سينګ د نينو کڅوړه واخيسته، څنګ ته ولاړ عسکر ته يې ورکړه او له فضل دينه يې وپوښتل:

– ټوبه ټيک سينګ چېرې دى؟

فضل دين يو څه په اريانۍ سره ورته وويل:

– چېرې دى؟ چېرې چي وو، هملته دى

بشن سينګ بيا وپوښت:

– په پاکستان کې، که په هندوستان کې؟

فضل دين سربداله غوندې شو:

– په هندوستان کې نه، په پاکستان کې

بشن سينګ په بوړزن ږغ ترې روان شو: «اوپړ دي، ګړګړ دي، اينکس دي، بې ديانا دي، مونګ دي دال آف دي آف دي پاکستان اينډ هندوستان آف دي دورفټے منه!»

د تبادلې تيارۍ بشپړې شوې وې، له دې ځايه هلته او له هغه ځايه دلته د راتلونکيو لېونيو نومونه را رسېدلي وو او د تبادلې ورځ هم ټاکل شوې وه.

زښته ډېره سړځګي (يخني) وه، چي د لاهور له لېونتونه په هندوانو او سيکانو لېونيو ډکې لارۍ د ساتونکيو پوليسو له کاروان سره روانې شوې. د تبادلې اړوند افسران هم ورسره ملګري وو، د «واهګه» پر پوله د دواړو غاړو سرحدي افسرانو هم روغبړ سره وکړ او تر لومړنيو رسمي چارو وروسته تبادله پيل شوه، چي ټوله شپه يې دوام وکړ.

له لاريو د لېونيو را کښته کول او نورو افسرانو ته سپارل ډېر زړه ستړى کار وو، ځينې خو بېخي را کښته کېدل نه، هغه چي را کښته کېدو ته اماده وو، د هغوى سنبالول ګران کار وو، ځکه چي يوې بلې خواته يې منډې وهلې، ځينې لوڅ لپړ وو، چي کالي به يې ور واغوستل، دستي به يې پرې کړل او وبه يې غورځول. ځينو ښکنځاوې کولې، ځينو سندرې ويلې، په خپل منځ کې سره جنګېدل، ژړل يې، چيغې يې وهلې، ږغ ږوغ وو، هيڅ نه اورېدل کېدل، لېونۍ ښځې هم راوستل شوې وې، د هغوى زوږ او چيغې لا جلا وې او سړځګي دومره ډېره وه چي غاښونو ټکارى کاوه.

اکثر لېوني د دې تبادلې په حق کې نه وو، ځکه هغوى نه پوهېدل چي له خپله ځايه يې لکه زهرجن بوټي کاږي، چېرې يې غورځوي. يو څه چي لږ و ډېر پوهېدل د «پاکستان زنده باد» او «پاکستان مرده باد» نارې يې وهلې، دوه درې واره خو نيژدې وه چي منګولې سره ولګوي، ځکه ځينو مسلمانو او سيکانو ته د دغو نارو په اورېدو غوسه ورغلې وه.

د بشن سينګ وار چي را ورسېد او د «واهګه» پولې دې غاړې ته سرحدي افسر يې په کتابچه کې نوم وليکه، نو ده پوښتنه ځنې وکړه:

– ټوبه ټيک سينګ چېرې دى؟ په پاکستان کې، که په هندوستان کې؟

سرحدي افسر ورته وخندل:

– په پاکستان کې

د دې خبرې په اورېدو بشن سينګ له خوشالۍ پورته وغورځېد او په منډه بيرته هغو خپلو پخوانيو ملګرو ته ورغى. پاکستاني عسکرو هغه ونيو او هغې بلې غاړې ته يې سيخ کړ، خو دى هغې خواته نه تۀ «ټوبه ټيک سينګ دلې دى» او په زوره- زوره يې چيغې وهلې «اوپړ دي، ګړګړ دي، اينکس دي، بې ديانا دي، مونګ دي دال آف ټوبه ټيک سينګ اينډ پاکستان».

بشن سينګ يې ډېر پوه کړ، چي ګوره ټوبه ټيک سينګ اوس په هندوستان کې دى، که هلته نه وو دستي به يې بيرته را ولېږي، خو ده ونه منله، اخير عسکرو هڅه وکړه چي په زور يې هغې بلې غاړې ته واړوي، خو دى په دې منځ کې يو ځاى په داسې ډول پخپلو پړسېدليو پښو ټينګ ودرېد، تا به ويل چي اوس به يې هيڅ يو قوت هم له ځايه ونه ښوروي. سړى بې ضرره نه وو، ځکه نو عسکرو نور زور ورسره ونه کړ، هملته يې ولاړ پرېښوو او د نورو لېونيو د تبادلې کار روان وو.

تر لمرختو مخکې د وچ ولاړ او پټخولي بشن سينګ له خولې يوه داسې چيغه را ووتله چي اسمان يې ولړزاوه. له يوې بلې خوا افسرانو ورته را منډې کړې، که ګوري هغه سړى چي پينځلس کاله شپه ورځ پخپلو پښو ولاړ وو، پړمخې پروت دى. هلته د اغزنو تارونو شاته هندوستان وو، دې خواته هم د اغزنو تارونو شاته پاکستان وو، په منځ کې د مځکې پر هغه ټوټه باندې- چي هيڅ نوم يې نه وو- ټوبه ټيک سينګ پروت وو.

 ***

ژباړه:

١٨ اګست ٢٠١٣م کال

کوټه

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب