سه شنبه, جنوري 20, 2026
Homeادبشعرد اناهیتا روهي څو شـــعرونه

د اناهیتا روهي څو شـــعرونه

د هېندارې حافظه

ته له خپل سیوري

څه وخت واوښتی؟

ما،

د هېندارې حافظه کې لټولې

‘‘‘‘‘‘‘‘‘‘‘

ګونګې پېغلې

ګوښی راغلې؟

زما سترګې دې درسره رانه وستې؟

اخ، دا ګونګې پېغلې

له زمانو یې

ستا انتظارکاوه

‘‘‘‘‘‘‘‘‘‘‘

ژوند او وخت

جادوګر یې که کوډګر

دا وخت دې څنګه قابو کړی؟

له ما خو یې ژوند

په سترګو زبېښي

‘‘‘‘‘‘‘‘‘

سترګې

سترګې مې ړندې شوې

نور دې نه اورم خبرې

اوس مې نوې لار موندلې

نور یې څښم د اوبو غوندې خبرې

 ‘‘‘‘‘‘‘‘‘

البوم

چوپتیا مه ماتوه

حافظه مې د ماضي

البوم ګوري

‘’’’’’’’’’’

د سترګو خولې

د لمر په شان وځلېدې

سوړ نظر دې راتود کړ

له سترګو مې خولې وڅڅېدې.

1 COMMENT

  1. که عبدالله ټاکنې وګټي، بیا به د روهي په شعرونو زموږ بل نسل نه پوهېږي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ادیبانو په نوم د ورځ لمانځلو ګټې | غني حسن

کله چي د ګډ تاریخ، شریک فرهنګ، کلتور او هنر خبره کېږي؛ نو په تاریخ کي مو جګړې، سرښندني، قربانۍ مبارزې او ویاړونه سره...