پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهملا یعقوب: د افغانستان فضایي کنټرول به ژر زموږ لاس کې شي

ملا یعقوب: د افغانستان فضایي کنټرول به ژر زموږ لاس کې شي

تاند (جمعه، د اسد ۵ مه) د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد وایي د دوی رژیم به ډېر ژر د هېواد د فضا کنټرول په لاس کې واخلي.

نوموړي پرون په کابل کې د خپلو ځواکونو د ستاینغونډې پر مهال وویل:  “لکه څرنګه چې موږ پر ځمکنۍ بشپړتیا حاکمیت لرو، په لنډه موده کې به د هوايي حریم حاکمیت هم ولرو.”

ملا یعقوب ونه ویل، چې پر فضا به کنټرول څنګه او په کومو امکاناتو یا امریکایانو سره د کومې هوکړې له مخې تر لاسه کړي.

تر اوسه بیا- بیا طالب چارواکو نیوکه او شکایت کړی، چې امریکا له افغانستانه د خپلو ځواکونو له ایستو وروسته لا هم د افغانستان پر فضا واکمن دی او د دوی رژیم یې اندېښمن کړی.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره اوس هم وخت پر وخت د افغانستان پر یو شمېر ولایتونو د بې پیلوټه الوتکو د ګزمو خبرونه ورکول کیږي، چې طالبان یې مخنیوی نه شي کولای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...