پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادببخت (څو د مينې کيسې!) داود تپان

بخت (څو د مينې کيسې!) داود تپان

يوه لنډه ادبي ټوټه

تا راسره ژمنه کړې وه؛ (تل به سره يو ځای يو!) خو نن زه دې تکې تورې شپې ته يوازې ناست يم، هغه ډېوه چې خوراک يې هنري او د مينې کيسې وې هغه هم نشته، هغه خبرې هم نشته چې د دې وعدې بوی به ترې لټېده چې ټول عمر به د شپې ورځې لاس په لاس د ښار په واټونو، د کلي په کوڅو، د باغونو په ويالو سره ګرځوو….

نن يو بل کيف ته مخامخ يم، نن د دردمندو په درد، د بې کسو په بې کسۍ، د مينو په اوښکو او د نيازبينو په ناز او ټولو باور لرم، په ټولو پوهېږم، ټول راته د سترګو وړاندې پراته توکي ښکاري.

تا راسره ژمنه کړې وه چې تل به راسره د يو خوږ دوست په حيث پاتې کيږي، خو نن پالي ته ناست يم او راته وايي ستا د لاس په کرښو کې هغه څوک چې تاته يې ژمنه درکړې چې ټول عمر به درسره د يو خوږ ملګري يه څېر درسره ګام په ګام وي، له دې ايسته په دې لاره د تلو اراده نه لري او نه ځي….

ته پوهېږې پالي نور څه راته وويل؟ دغه لاره هغې ته له ډېرو کړنګونو او کږلېچونو ډکه ښکاري، هغه فکر کوي ستا په وجود کې اسوده ګي د دې له پاره نه بلکې د وخت ښه تېرولو له پاره ده!

خدای دې وکړي ته خپه نه شې؛ پالي دا هم وايي ستا په وجود کې بهيدونکې ګرمه وينه، دې ته سړه ښکاري.

ته خپه کېږمه زه په خپلو خوبونو پوره باور لرم، هغه خبرې مې هم په زړه دي چې له تا مې اورېدلي دي او هغه خبرې مې هم په ذهن کې غځونې کوي چې زما له خولې دروتلې دي، تا به ماته د تګ پرمهال که ياد دې شي دا خبره هم کوله چې ( د ځان خيال ساته)! اوس له پخوا دغه کار ډېر کوم ځکه چې ته نه يې او ستا دغه خبره مې په ذهن کې انګازې کوي او ته خو پوهېږې چې زه ستا د خبرو څومره درناوی کوم ….

هو، په خدای هېر مې وو، پالي ډېر څه وويل خو؛ ګلابو! په دې خبره يې  د زرې زرې اينې غوندې خپل مخ ته ولوېدم، سل تصوير مې په وجود کې راوټوکېدل؛ ته ، ځان، شپه، سهار، غرمه، وير، درد، وصل او دا ډېر څه راته په خپل وجود کې له يوه مجسم تصوير څخه راښکارېدل….

ګلابو! زړه مې ډوبه درزا کوله، اوښکې مې په ګرېوان کې ورکېدلې، په چت کې مې سترګې ګنډلې وې، ارام مې بايلود ځکه چې پالي وويل له دې هرڅه وروسته به هم له تاسره په يوه لاره خوا په خوا د منزل پر لور مزل کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب