دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeکالمونهاستاد شپونظالم مې هم وهی هم مې ژړا ته نه پرېږدي

ظالم مې هم وهی هم مې ژړا ته نه پرېږدي

وروره تا څه ویل تا څه ولېدل؟

دا څوک پراته و په دې لویه لاره؟

یه لالا جانه نور مې مه کړوه

یو لوی ټکر و د سړک له پاسه

مړي حواره واره شیندلي وو چا

خو بېدردي مې ولېده هره خوا

سپرلیو غاړې کړې کږې بهرته

موټروان برک شو خو سم برېک هم نه شو

د مار په شان کوږ وږ روان و وروره

د مړو مینځ مینځ کې  یې لار ووېستله

چې مړي خدای مه کوه ژوبل نشي

بېرته پاخه سړک ته پاس وختل

وروره په شګو وینو لار کوله

څو پښې لاسونه هره خوا پراته وو

یوه ببره کوپړۍ لرې پرته

نه چا ږمنځ کړه نه چا مچې کړله

سم د قصاب د دوکان کې ځوړند غوښې

او دلته هلته پرې مچان بڼېدل

د سپرلو بیړه د سفر خوا ته وه

وروره هېچا لاس په دعا جګ نه کړ

یره ارمان که مې دا ویر بدل کړای

خو چې په هر قسم یې  وشاربمه

په ویرنامه کې بدلون نشی راتلای

د بنیادم د هغه ژوند سندره

چې اخیستل شوی دې ظالم ټکر کې

 روح ترې بېغمه  خپل مالک ته ستون شو

ما یې له ورایه وا ویلا اورېده

خو دې سپرلیو ورته رډ رډ کتل

نه په دعا ورته لاسونه جګ شول

نه چا خواخوږو کلیمه تېره کړه.

دا مې د امریکايي کلیلوال شاعر همدا شعر په کراړه پښتو وژباړه خو دا برخه یې په زړه پورې ده:

څلوېښت کاله اګاهو مې دا ولسي سندره هغه وخت اورېدلې وه چې زه امریکا کې محصل وم. یوه بنګالي هم ټولګي مې هغه د ټاګور د سندرو په وزم ویله چې د امریکایانو ډېره خوښېده. هغه وخت ځوانانو د ویتنام د جګړې ضد تحریک روان کړی و.هره خوا لاریونونه اومظاهرې وې.د طغیان کالونه وو. د پوهنتون زیاترو ژڼو او پېغلو له ښاري ژوند نه کلیوالي ساده ژوند ته هڅه کوله.  داسې سندرې باب وې چې دمحا فظه کارو او زوړ فکره سپین پو ستا نو نه خو ښېدلې.د هيپی ، بيت جنرېشن او څڼیورو پېر و.

I do believe that we shall overcome some day

Oh lord kumbaya

اوس به یې بل مناسبت هم یاد کړم: تېره اونۍ هالینډی څارنوال د افغانستان د کمونستانو د لاس شهیدان لست کړل. ما هم  د پنځو زرو شهیدانو په دې بهیرکې د خپلو دووعزیزانو نومونه صحي کړل. خو چې دا موضوع مې فېسبوک کې د یارانو سره رابرسېره کړه په ډېرو شکمنو نظرونو واوښتم. زیاترو طالبان یاد کړل چې ویل یې، تر خلقیانو زیات یې وژلي او لا یې وژني، ځینو ټلواله او د دشت لیلي شهیذان یاد کړل، ځینو امریکایان. یوه یار خو زه په امریکایت تورن کړم، بېدو د کمونستانو د وخت یې زما د خوریونو او ورېرونو دا تور تکرار کړ چې «زموږ کاکا، ماما امپریالست او د سي آی اې ایجنټ دی» دا زما په ژوند لیک، (و، نه و، یو شپون و) کې په تفصیل راغلي.

زما استدلال د ا و چې د دې او دغسې ټولو نورو قتلونو لست باید خپور شي. بل یار استدلال کاوه چې اکثر دغه د لست مقتولان که ژوندي هم وای اوس به پخپل مرګ مړه وای. ما ورته ویل چې دهغې درک نه لګېږي چې ژوندي به و که مړه  او فرق هم نه کوي. د هالیند د لست ورکوونکی هم مړ دی. نو څه؟ لوی سوال دا دی ولې تره کیه؟ ولې امینه، ولې نجیبه؟ ولې دو ستمه؟ ولې ټلوالو؟ ولې طالبانو؟ ….؟ په څه ګناه دې مړه کړل؟ دې خلکو ته خو ژوند تا نه و ورکړی اونه مو د هغې د اخستلوحق در لود.؟؟؟؟؟؟؟

 ژوند

+ ‍

I saw a crash on the highway

I didn’t see nobody pray!

Oh brother!, I didn’t  see nobody pray!!!

4 COMMENTS

  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي شپون صيب ته ځانګړي احترامات! ستاسو له څرګندونو ډېره زياته مننه او خدای دې وکړي، چې خلک د ټولنيز ژوند او انساني کرامت په موخه پوه شي او افغانستان په ايډيالوزيکي سفسټو او ديني فلسفو نور نو تباه نه کړي، خو ځوان نسل هم بايد خپل درايت او خپل مسؤليت پر ځای کړي او افغانستان دې له دغو سياسي شرمښانو وژغوري، ځکه تاسو غوندې مشران دوی ته صرف نغوته کولی شي او يادون کړلی شي، مګر د ځوان نسل مسؤليت دی، چې په څه ډول او په کومو ملي موخو راټولېدلی شي او افغانستان له ننيو ناخوال ژغورلی شي.
    د يو خپلواک او پر مختللي افغانستان په هيله
    معه سلاموکوم الاخوتالالحبالوطن
    ملا ميوند آخوند

  2. شپون صاحب سلام
    شعر دې ستا په خبره په كراړه پښتو ژباړلى و، خو داسې دې ژباړلى و ما فكر وكړ چې دا د كوم غزنيچي وال شعر دي، څكه پر دې لاره له چې كندهار او كابل لاره پرې سپره ده خورا زيات ټكرونه كيږي او ما داسې او نګيرله چې غزني كې خو هم ډير شاعران دي كيداى شي چې يو چا د يوه ټكر تصوير په كې كاږلي وي، دا خبره مې څكه وكړه چې شعر دې خوند راكړ
    پاتې شوه د ليست خبره، ډيرو مهمو ټكو ته دې اشاره كړې، قاتلين كه مړه كه پاتې دي ، خو ارزښتناكه خبره دا ده چې په دې ولس كې بايد د (ولې) جرعت پيدا شي، چې په جنګ كې له ښكيلو غاړو وپوښتي چې اخر ولې په كومه ګنا د خلك ووژل شول او لا وژل كيږي
    له تانه مننه
    د ميوند صاحب خبره ستاغوندي مشران د داسې ټكو يادول او پر كشرانو يې عملي كول دي
    عمر دې ډير شه

  3. زه ېو ځوان او د وطن په ارمان
    چې کله به جوړېږې زمونږ ګران افغانستان

    غواړم چې خپل نظر له تاسو ښاغلېو سره شرېک کړم
    په بارکې د هغې لېست چې خپورشوې د هلېنډ له خوا دې.
    راځې چې وطن جوړ کړو او امنېت راولو
    او دې موجوده حالاتو او قتلونو مخ نېوې وکړو
    دا به هم دې راتلونکې نسل ته ډېر ېو لوې خدمت وې
    د دې په ځاې چې داسې زاړې خاطرې راخلې چې نه مو په وسه او نه مو په تاوان کې وې.
    چې وطن جوړ شې بېا فېصله د هر کار په اسانې سره کېږې
    ډېر مثالونه لرم خو د مثال په ډول به ېو درپېش کړم
    د هندې اکټور سانجې دات چې په ېو کېس کې نېول شوې وو
    روسته ډېر وخت بعد د هغې کېس په جرم زندانې شو
    او بل ېو متل لرو چې واېې.
    سل کاله بعد دې هم دښمن قتل کړو نو پدې پوه شه چې تا عجله کړې
    د وخت قتلان نه هېرېږې چې نور قتلان ډېر نه شې
    ته لږ کار وکړه ماما او کاکا جانه بېا درسره وعده کوم چې
    مونږ ېې جوړه وو که څوک مو پرېږدې.
    ښه ښاېسته کاوو که څوک مو پرېږدې.
    جنګ نه ستړې شوې ېو جنګ نه غواړو.
    صلحه خوښه وو که څوک مو پرېږدې.
    لېکوونکې اجمل خېبر
    الله ج دې نور جوړ کړې امېن والسلام

  4. شپون صاحب ته سلامون
    د شعر په لمری برخه ما فکر وکر چی شپون صاحب د کابل جلااباد لاری نه تیر شوی او دا شعر یی لیکی خو اخر دا پشتو ته ارول شوی دی.هفته کی دوه دری پیشی کیری او دا صحنه تکراریری خو سوک نشته چه قانون پلی کری

    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب