جمعه, مارچ 29, 2024
Homeداسې هم شتهساینسد نړۍ تر ټولو ستر تلسکوپ ته ګومبه جوړه شوه

د نړۍ تر ټولو ستر تلسکوپ ته ګومبه جوړه شوه

تاند- د نړۍ تر ټولو ستر تلسکوپ ته د ګومبتې کار بشپړ شو. دا ګومبته (ګنبد) د امریکا په هاوايي ایالت کې د دوو هسپانیايي شرکتونو له لوري جوړېږي.

په دې ګومبته کې به د لمر لپاره تلسکوپ اېښودل کېږي. دا تلسکوپ به، چې په خورا پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال دی، په اسمان کې د لمر حرکت څاري.

د ګومبتې په اړه ویل شوي چې قطر یې ۲۶ متره، لوړوالی یې ۲۸ متره او وزن یې ۶۰۰ ټنه دی.

د هغې پر جوړولو ۴ ملیونه او ۷ لکه ډالره لګېږي.

5 COMMENTS

  1. دنوموړو څیړنو ګټه دا ده چې پوهان او څیړوونکی باید دوه شیان ومومي، یويې امن او بله یې انرژي ده، په دې مانا که چیری ځمکه او یا زموږ نړۍ د نوموړو دوو سترو ستونزو سره مخ کیږی نو باید دوهمه چاره دانسانی نسل دپایښت له پاره شتون ولري. فکروکړی که یوه بله سیاره یا طبیعی پیښه زموږ دسیاری سره به ټکر کی واقع کیږی نو پوهانو باید ددې له پاره یوه چاره او بدیل په پام کې نیولی وی. همداسی که ددې ځمکې انرژی پای ته رسیږی نو دژوند له پاره باید بله داسې کره وپیژندل شی چې انسان پکی هوسا اوپه اسانۍ سره ژوند وکړی.همدا سوله ییز او دامن ژوند دانسان پایښت او ګټه ده.خو په شرط چې موږ افغانان هم دنورو انسانانو په څیرپوهې ته وده ورکړو، څیړنې وکړو او دغفلت له اوږده خوبه راویښ شو.

  2. ګرانو ورونو،اسمان شته خو انسان لا نه دی موندلی ځکه انسان سره د دومره ټیکنالوژۍ بیا هم د خپل شمسي نظام او کهکشان څخه نه دی وتلی او نه یې ټکینالوژي دومره حد ته رسېدلي چې ټول کاینات کشف کړي، انسان لا اوس هم د خپلې پوهې او څېړنو په لومړۍ مرحله کې دی، اسمان پورته جګې فضا ته وئیل کیږي چې په پښتو کې ورته هسک وايي. خو هغه هسک چې اسلام يې په اړه معلومات راکړي د انسان د علم او لاسرسي څخه بهر دی نو پکار ده چې په الهي علم یقین او ایمان ولري ترڅو چې علم او تحقیقات یې بشپړیږي. مننه او درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب