چهارشنبه, مې 8, 2024
Home+لیونۍ ګوته | اسدالله بلهارجلالزی

لیونۍ ګوته | اسدالله بلهارجلالزی

مور يي تر بټي ګوټي زرغون تار ورتاوو کړ. ویني يي ور پاکې کړې بیا يي په سر لاس ورتیر کړ. په ټیټ خو له عاطفی ډک غږ يي ورته وویل: زویه ! ډیره شوخي مه کوه هسي دې هم بوټونه نشته اوته کرۍ ورځ په کلی کې لوڅي پښې په منډو سر يي ګوره دا ګوته دې لیونۍ شوي خوته لا هم ورته پام نه کوي.
ـ زه ورته پام کوم خو بوټونه مې … مور خبره په خوله کې ورغوڅه کړه.

ـ ټوله ورځ د غومسبو په کټولو له نورو هلکانو سره اخته يي او یاهم لینده په غاړه بې ګناه چوتکي او مرغۍ ولي.

ـ هو چوتکي خو ولم سات تیروم

ـ دا خو مه وله دا به درته څه کټه وکړې؟

ـ ګوره « به بۍ » زه خو هسي ساعتیرې کوم. دا خو ټول هلکان کوي. نو دا اوس کوم بد کار دی؟

– خود بد کار دی ګناه لري. ته دې نوک ته وګوره!

ـ د کوتې نوک مې له یوې لوټې سره ولګیده لږ خوږ شو خو جوړ به شي. که دې دومره خوا راباندې بدیږي خو بوټونه را ته واخله ! تا ویل:چې د ګل رحیم ماما واده ته به که خیر و بوټونه او نوی کالی درته واخلم.

– بوټونه خوبه درته واخلم خو قول راکه چې شوخي به نه کوي.

ـ شوخي نه کوم، نو څه وخت بوټونه راته اخلي؟

ـ د چرګو هګۍ مې ټولې کړې وې. یو پاکټ پتاسې مې واخیستي او دوه ګوړۍ  او شپږ لړه زر تارمې هم راوړل. خو د بوټونو له پاره دې روپۍ پاته نه شوې. څو ورځي نور هم صبر وکړه چې چرګې هګۍ واچوې نو بیا به درته بوټ واخلم.

ـ نوپه څو ورځوکې به بیا چای،اوپتاسي خلاصی شی.نو بیا به زما بوټونو ته روپۍ پاته نه شي.نن هم د براتې توړۍ زوی راپورې خندل چې کالی دې داسې نري شوی لکه دمار پوستکی او ویل یی چې نس دې له لري ترې معلومیږي. څو وارې یې دا خبره راته وکړه. د ما هم ورته قهر راغی داسې بیا مې را وچرموړل لکه …

موريي د خپل زوی په هوښیارتیا موسکۍ شوه. خو ژريي په څیره کې کونځي راپیدا شول. له خپله ځایه پورته شوه.مخامخ صندوق ته ورغله له بکسه يي هماغه  ګرانبیه ګوته را ویسته کوم چې میړه يي ورته څوکاله وړاندې له ایرانه راوړې وه. راغله زوی ته يي وویل:زه ورشه دا ګوتې دې ماما ته وروړه .چې خرڅه يي کړي.  او ورته  ووایه چې تاته کالي او بوټونه واخلي.

ـ به بۍ! دا خو هغه ګوټې ده چې ابا له ایرانه درته راوړي وه. دا خو د ابا د لاس نښه ده، دابه له ګوتو نه باسو بیا به هغه په ګور کې خپه شي.

د مور له سترګويي داوښکو دوه رڼه څاڅکي په اننګیو را توی اوکرار کرار په کښته را روان شول. دوئ په خبرو کې ول. دروازه خلاصه شوه. مشر لیور یی و. په ډډغږ يي وویل: ـ شاپیرۍ وریندارې! تا به اوریدلي وي. چې یو متل دی (کونډه د لیوره ده) که مري که پاته کیږي نور نو زه د خلکو د خبرو زغم نه لرم هرڅوک هرڅه هرڅه وايي هابله ورځ دي هم له دوکانه پتاسي اوګوړۍ اخیستي ول. د دې خبرو په اوریدو د ښاپیرۍ واڼې ووتې. لکه وچ لرګي په ځای ودریده، له لاسه يي ګرانبیه ګوته ولویده لیوريي ورټیټ شو. د وتو په وخت کې يي په ناپامۍ د خپل وراره په لیونۍ ګوته پښه کیښوده. د هغه چیغې يي پورته کړې. وراره يي په ژړا ژړا کې ورته وویل: کا کا دا مه وړه دا مې د ابا نښه ده.

– ښه ښه د ابا دا او نورې نښې به يي زه درته وساتم. له دې سره يي په شوخ نظر خپلې وریندارې ته وکتل او ووت.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب