پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeادبشعرد اپریل ۸/ شیبه هوسۍ

د اپریل ۸/ شیبه هوسۍ

لمر و

پیښور و

سیل رامات د لر او بر شو

اسمان وریځ شو

اعجاز وشو

ثنا شوه راڅرګنده

ورپسې وزیر وزیر علي وزیر و

یوه خور هم په بورقه کې سټیج ته راغله

چې د ویر کیسه یې پيل کړه

لور یې خړ پلو په اوښکو باندې لوند کړ

**********

لږ تیاره شوه

وریځې ټیټې پر جلوس شوې

باران تیز شو

شور هم زیات شو

چا ویل ستوري راښکته شو له پورته

هره پیغله د جلوس شوله ملاله

هر یو ځوان یې ایمل خان شو

د دریا او د ایمل روح روان هم

سټیج ته راغلو په بیان شو

د منظور نارې شوې پورته

نرپښتون منظور پښتون

پنجاب دی نامنظور پښتون

اپوټه شوله وینا د حمزه خان

چې ویل یې:

یو شور یې د شهرت و چې شوم پیښ په پیښور

حمزه مې په خاموشه مقبرو کې لټاوه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...