پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeداسې هم شتهساینسفېسبوک یو بل اپشن زیاتوي

فېسبوک یو بل اپشن زیاتوي

تاند- فېسبوک د خپلو اپشنونو په لیست کې یو بل انتخاب زیاتوي چې کاروونکي وکړای شي هغه څه چې یې لېږلي، بیا کتنه پرې وکړي، بدلون پکې راولي ایا یې بیخي پاک کړي.

دا نوی اپشن پیغام ترلاسه کوونکو ته امکان برابروي چې هغه بل سرویس (وایبر، ایمیل…) ته ولېږي یا یې ډاونلوډ کړي.

فېسبوک دا کار وروسته له یوې جنجالي قضیې او ډېرو انتقادونو وکړ. فېسبوک د دې قضیې په خاطر ډېر مالي تاوان وکړ.

د فېسبوک دوو مسوولانو ارین ایګن او اشلي برینګر ویلي چې فېسبوک پر یاد پروګرام سربېره له دې ټولنیزې شبکې څخه د سو استفادې د مخنیوي لپاره په راتلونکو اوونیو کې ځینې نور بدلونونه اعلانوي چې د فېسبوک د کاروونکو لپاره اسانتیاوې برابروي او هغه اپونه (apps) غیرفعالوي چې د فېسبوک د کاروونکو معلومات اخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...