Homeادبشعرد استاد حبیب الله جاج پښتونزوی د مړیني په مناسبت

د استاد حبیب الله جاج پښتونزوی د مړیني په مناسبت

محمدمعصوم هوتک 

بیا نازل سو پر پښتون د غـــم سورسات

بیا لښکر ســو د مــرگي باندي رامات

نن بیا بله بگړۍ ولـــوېده له ســـره

مــرگي واخیست له ژوندونه بیا کسات

د ادب د لارویانـو له ټـــولیه

یو بل دروند تن سـو کنډو افسوس هیهات

له تدریسه چې مــــوندلی ډېرو فیض وو

زه ئې هم په شاگـردۍ کــړم مباهات

ټول کړه وړه، فکر و عــمل ئې د پښتون وو

وقف کـــړی ئې وو پـــوهي ته حیات

زمانه راته له خښـــمه ســـره و شنه ده

ته وا زړه ئې نه ســـړیږي پــــه ممات

و تاریخ ته ئې د مړیني وم چـــورت وړی

په دې فرد کې ځان څرگند کــړ په اثبات

زړه د “ویر” دوه واره ولوېد”اه” ئې وخوت

” پښتونزوی حبیب الله جاج ســو وفات”

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

حل : وروستۍ مصرع تاریخي ماده ده چي ابجدي ارزښت ئې ۱۴۲۳ کېږي. د (ویر) زړه (ی) دئ چي دوه واره سي (۲۰) لاس ته راځي. د (اه) ارزښت (۶) دئ. دواړه (۲۶) کېږي. دغه عدد چي د (ولوېد) او (وخوت) په قرینه له (۱۴۲۳) څخه منفي سي، ۱۳۹۷ پاتېږي او دا د ارواښاد حبیب الله جاج پښتونزوی د وفات کال دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...