سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاالو بخارا د هاضمې د سيستم لپاره ګټور دي

الو بخارا د هاضمې د سيستم لپاره ګټور دي

ژباړه: حمیدالله حمیدي

تازه مېوې خپل خوند او رنګ لري، خو ډېری مېوې بیا داسې دي چې وچې هم شي، خوړل کېږي او هره یوه یې ځانګړې ګټې لري. د جام جم ورځپاڼې کار کوونکو  چې د وچې مېوې په اړه کومې څېړنې کړي لیکي: وچه مېوه د هډوکو د سلامتیا او قوت لپاره ګټوره ده.

د وچې مېوې په دې ډله کې الوبخارا هم راځي.  الو بخارا د هاضمې د سيسټم لپاره ډېر ګټور دي او په زیاته کچه مغذي مواد لري چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلی شي.

که څه هم چې وچې مېوې خپلې اوبه له لاسه ورکړې وي، د بېلګې په توګه ممیز، د زردالو کښتې او الوبخارا؛ خو بیا یې هم ډېری مغذي مواد تر پوست لاندې ذخیره شوي وي.

اوس څېړنو ښودلې، الوبخارا چې وچ شوي الو دي، په زیاته کچه انټي اکسیدان لري او د سرطاني ناروغیو مخنیوی کوي. دوی په الوبخارا کې شته انټي اکسیدان د (Blue Berry) له انټي اکسیدانو سره پرتله کوي او وایي چې په دې دواړو کې په یوه اندازه شتون لري.

الوبخارا د دې ټولو سرچینه بلل کېږي. د معدني موادو د شتون کچه پکې تر بلې هرې مېوې او سبزۍ زیاته ده او کولی شي چي په هډوکو کې د معدني موادو حجم زیات کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب