Homeداسې هم شتهساینسنه لیدل کېدونکی سکرین جوړ شو

نه لیدل کېدونکی سکرین جوړ شو

تاند- د امریکا په برکلې پوهنتون کې ساینسپوهان د داسې نازک سکرین په جوړولو بریالي شوي چې کله ګول شي، په سترګو نه لیدل کېږي.

د ساینس ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې، دا سکرین صرف د ۳ اتومونو هومره پنډ دی او په عین حال کې ډېر انعطاف منونکی دی.

په ۲۰۱۵ کې ساینسپوهانو ویلي و چې د داسې یوه سکرین د جوړېدو امکان شته چې که ګول وي نو به په سترذګو نه لیدل کېږي.

اوس ساینسپوهانو خپلې مخکینۍ څېړنې بشپړې کړي او دا ډول سکرین یې جوړ کړی دی.

د دې سکرین لومړنۍ نمونه زیاته انرژي مصرفوي، خو څېړونکي اوس په دې کار کوي چې مصرف یې ورکم کړي څو وروسته په پراخه پیمانه په سترګو نه لیدل کېدونکي سکرینونه جوړ او بازار ته راوباسي.

دا ځیرک یا سمارت سکرینونه پر دېوالونو، شیشو او حتي د انسان پر پوستکي هم کارول کېدای شي.

په دې اړه د ساینسپوهانو د کار نتیجه په نېچر کمونیکېشن نشریه کې خپره شوې ده.

په راتلونکو وختونو کې به یو دېوال یا د کړکۍ شیشه وینئ چې هیڅ شی پرې نشته خو ناببره به د ریموټ کنترول په وسیله پرې تلویزیون څرګند شي.

Play

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...