دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeداسې هم شتهساینسسامسونګ | آغاملوک سهار

سامسونګ | آغاملوک سهار

په ۱۹۳۸ میلادې کال کې سامسونګ د بازار موندني د یو شرکت په نوم د لې بینګچل له خوا تاسیس شو.

لې بینګچل ته د ده د مفکورو په خاطر ډیرو لیونی ویل، د دې شرکت په لومړیو وختو کې ۴۰ کارکوونکي درلودل.

دې شرکت په لومړنیو درې لسیزو کې د کشتیو، نساجي، بیمې او ځينو نورو برخو کې کار کاوه.

سامسونګ اوس د ۸۰ تر لاس لاندې شرکتونو یوه ټولګه ده چې په ۸۵ هیوادونو کې تر څلور لکه ډیر کارکوونکي لري.

اوس سامسونګ په بېړۍ جوړونه، ساختماني موادو، یخچالونو، ټلویزون، موبایل، کمپیوټر، مالی خدمتونو او درمل جوړونه کې مصروف دی.

C6XFB0 Samsung display stand at IFA consumer electronics trade fair in Berlin Germany 2011

په جنوبي کوریا کې د سامسونګ د سرطاني ناروغیو د درملنې مرکز د آسیا په کچه لوی مرکز دی.

سامسونګ په ۱۹۷۰ میلادي کال کې لومړی تور و سپین ټلویزونونه جوړ کړل چې د خلګو له تود هرکلي سره مخ سو، او په ۱۹۸۸ میلادي کال کې په موټرو کې ګرځنده تېلفون جوړ کړ چې دومره تود هرکلی یې ونه سو.

سامسونګ په کوریايي ژبه کې د درې ستورو په مانا ده چې دا درې ستوري په کوریایې کلتور کې خاصه مانا لري.

سامسوګ تر اوسه یو لک (۱۰۰۰۰۰)اختراعګانې کړي، یعنې د تخنیک او ټکنالوجۍ په نړۍ کې یو لک اختراعګلني د سامسونګ معنیوی ملکیت دي، چې دا شمیر د اپل، مایکروسافټ،ګووګل او ایل جې شرکتونو د اختراعګانو دوه برابره دي.

سامسونګ له ۱۹۸۰ تر ۱۹۹۰ میلادی کلونو الوتکی جوړولی، د جنوبي کوریا پوځ ته دا الوتکي جوړې کړي، حتا ځینې ماډلونه یې بهر ته صادرول خو اوس یوازې د الوتکو د انجین په جوړلو یې بسنه کړي.

ددي باوجود چې سامسونګ د اپل کمپنۍ تر ټولو لوی رقیب دی، خو د ایفون لویې پرزې لکه چیفسیټونه، رمونه او په دی ورستیوی کې سمارټ سکرینونه هم ورته جوړوی او اپل کمپنۍ ته یې تسلیموي.

که څه هم په جنوبې کوریا کې نور شرکتونه لکه ايل جي، هایونډا سته خو سامسونګ د کوریا د تولیداتو ۲۰٪ ناخالص سهم تشکلوي.

د نویمو لیسزو په لمړیو کې د سامسونګ شرکت اجرایوي رئیس کٌن ایلې د دې شرکت د ۵۰ میلیونو ډالرو محصولات چې ټلویزونو، ټلفونونه او د فکس ماشیونونه و، له بازار نه راټول کړل او وي سوځول ځکه په ښه کیفیت بازار ته نه وو وړاندي سوي.

په دوبې ښار کې د نړۍ ټولو لوړه ودانۍ د خلیفه برج او د مالیزیا په کوالا لمپور ښار کې دواړه څنګ په څنګ لوړ برجونه هم سامسونګ جوړ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب