سه شنبه, اپریل 30, 2024
Home+د فرانتس كافكا د ېوې كيسې په څنډه كې

د فرانتس كافكا د ېوې كيسې په څنډه كې

محمداکبر کرګر

فرهنگستان ته يو رپوټ

فرهنگستان ته يو رپوټ د كافكا لنډه كيسه ده . كيسه بيلابيل اړخونه لري . د دې كيسې راوي لومړي شخص دى  او د”زه “ نومځري ورته كارول شوي دي .  كيسه كه له يوې خوا دلومړي شخص په محور څرخي  خو متن يې په ژوره توگه  دبشريت  سره هم تړاو لري . يو ډول اسطوره يې محتوا  هم لري.

كيسه  خپله يو ميموني يا بيزويي كركتر تمثيلوي . بيزويې ماضي تمثيلوي  اوله هغه ځايه پيل كيږي .  دكيسي كركتر وايي   چې ”تقريبا پنځه كاله كيږي  چې زه له بيزو ډوله ژونده جلا شوم . “1

دا دپنځو شميره يو سمبوليكه هغه ده دا كيداى شي  پنځه زره كاله وي اويا پنځه مليونه كلونه وي .  او دكيسي دليكوال  چې ارو مرو په كيسه كې حضور پيدا كوي د هغه دژوند له داستان سره هم تړاو لري .  ځكه په خپلو يادښتونو كي هم وايي :

دكافكا په ادبي فعاليتونو كې عدالت ، محكمه  تومت ، اوبراءت د هغه  په يادښتونو كې تر زياته حده له نورو سره په اړيكو كې رابطه لري . پنځه كاله د ”فليسه“ سره نامزادي دوره  چې له كړاو او لوړو ژورو ډكه وه ،تيروي .  دا باور كافكا په دې ډول توضيح كوي :

” په دې پنځو كلونو كې دا قمچيني  چې موږ په هغو يو بل وهلي دي  څومره غوټي يې له منځه وړي دي . “ هغه له نامزاد ي وروسته يوازي له ځانه سره چوپتيا وه . دجون په ٦ نيټه ١٩١٤ يادښت كې ليكي : ” له برلين څخه را ستنيدل  اودمجرم  په څير لاس اوپښې تړل ، چېري چې زه يې په واقعي زنځيرونو سره په يوه گوښه كې تړلي ووم  ، زما دڅارلو اوساتلو له پاره يې پيره داران ټاكلي و ، وضع بده نه وه .  نو زما كوژده  دا ډول وه . “   .(2)

 خو كله  چې كيسه لولو دكيسي راوي وايي :

” كه زه په دې خبرو ايي  چې په خپل سر خپل اصل ته يا د تېر دوران ،ځوانۍ خاطرو ته وفادار پاتې شم ، دا بري هيڅكله نه تر لاسه كيده .“  دكركتر تېر دوران دبيزو اوشامپانزه دوران بولي  . هغه دوران  چې لا له انسانيت څخه ډېر واټن لري . داسې بريښي  چې ليكوال  په خپل وخت كې  د داروين(١٨٠٩-١٨٨٩) نظريات لوستي دي  او دتدريجي تكامل په فرضيه اوتيوري باندې په ژوره توگه خبر دى . همدارنگه په انسان يا بنيادم كې حيواني غرايز او ځانگړني هم څرگندوي .  دكيسي راوي وايي  چې : ” كه په دې خبر وايي  چې په خپل سر خپل اصل ته يا د تېر دوران ،ځوانې خاطرو ته وفادار پاتي شم نو دا برې هيڅكله نه ترلاسه كيده .“ كركتر كيسه كوي  چې زما دبيرته ستنيدو لاره له دروازې نه  داسمان دچت په اندازه پراخه  او پر  ځمكه زما پر مخ پرانيستي ده. په ډېره ځغلنده اونه تميدونكي توگه مې لاره وهله . هغه دروازه څومره  چې  تنگه  او نرۍ وه لنډيده نو په دې مهال زه دبنيادمانو په دونيا كې  چې ما ځان هر څومره هوسا احساس كړ .  د يو تند باد كيسه وه  چې په نرمه وږمه بدله  شوه ، چې يوازې پوندي يخوي .“  3

د كيسي راوي نور مخاطب كوي وايي كه تاسو  په فرضي توگه خپل بيزو توب شاته پري ايښي وي يا مو په تېر وخت كې درلود ، نو زما بيزو توب له ما څخه په لير ې واټن كې نه دى ، مطلب  داچي په ما  كې بيزو توب شته او له ما سره يې واټن په ليرې ماضي كې هم نه دى .كه لږ څه نور هم ځير شو  گورو  چې بنيادم له حيوان سره ډير مشتركات لري ،زيات ترې جلا نه دى او ان دغرايزو له مخې ډير ورسره نږدي دي . په انسان اوحيوان دواړو كې د لوږي او  دنسل دتكثر غريزې ورگډي دي . خو كله  چې انسان فرهنگ ايجادوي او  تمدان رامنځ ته كوي  اويا ټولنه جوړوي نو طبيعي ده  چې په غرايزو قابو پيدا كوي . په همدي كيسه كې يو تدريجي تكامل ته اشاره وينو چې وايي : ” زما لومړۍ زده كړه لاس وركول و . لاس وركول دصداقت نښانه ده . “4

همدا رنگه راوي دطلا ساحل خپل ټاټوبي بولي ، دزيږيدو ماضي   چې ډيرې ليري ده  هسي اشاره ورته كوي  خو د كيسي اصلي مساله  اسارت او ازادي ده .  چې ايا بنيادم  په دي خاورينه كره كې ازادي لري اوايا ازادي  تر لاسه كولي شي؟  دا مساله دكافكا دتفكر هسته جوړوي . د كيسي كركتر   چې كله دخپل اسارت اوبنديتوب يادونه كوي  نو دمالوماتو وركولو له پاره  دنورو په رپوټونو استناد كول اړين بولي .  ” كله  چې دبيزو گانو له گلي سره مازديگر مهال اوبو څښلو ته تللم ، دهاگنبگ دشركت( Karl Hagenbeck: په ١٩٠٧ كال په المان  هامبورگ كې د وحشي حيواناتو  زو جوړه كړه .)

ښكاريانو  چې ډير وروسته  دهغو سرپرست  دسرو شرابو بوتل تش نه كړ  اوبو ته نږدي يې دبوټو په منځ كې كمين نيولي و . څو ډزې يې وكړي يوازې زه ولگيدم . دوه ډزې پر ما ولگيدې . “ له دې عبارت څخه دليكوال هدف څه دى ؟

طبيعي ده  چې په كيسه كې خپل بيزو توب مشخص كوي  دبيزو له لښكر سره يوځاى دي، لا جلا شوى نه دى .  خو كله  چې دويمه  ډزه په ورانه لگيږي ،  ژوبل كيږي . خو كيسه هم دلته نه پاتي كيږي  ډير څه پري ويل اوليكل كيږي . په څه باندې دبنيادمانو په تاريخ اود دوې په ايوالويشن يا تدريجي تكامل باندې  ويل دي  . په كيسه كې دې خبري ته اشاره كيږي  چې ډيرو احمقانو دكركتر په باب ليكني كړي دي اودا يې ويلي دي  چې د كركتر دبيزو طبعيت لا له منځه نه دى تللى .  همدې ترڅ كې كركتر ځان دهاگنبك دشركت  په يوه پنجره كې ځان گوري  . پنجره هم عجيبه ترسيم شوي ده ،  چې دري ديوالونه يا درې تختې لري اوڅلورمه يې له كوچني صندوق سره  ميخ شوي اويا بنده شوي ده  هدف يې داد ې  چې پنجره  له درې  تختو نه جوړه شوي ده .

”زه په دغه پنجره كې په څلور بولو ناست . له تورتمه پرته مې څه نه ليدل  اونه مې غوښتل . دچا دليدو ليوال نه وم . دوحشي حيواناتو څخه ځان ساتنه د اسارت لومړي پړاو و . نن ورځ دشخصي تجربي له مخې اعتراف كوم ،  چې دا تگ لاره  يا ليد توگه  په رښتيا  چې ډېر گټور  چلند دى . “ 5

په دې پراگراف يا كرښو كي څو خبري دي . يو اسارت ، بل  تورتم ، بل يوازيتوب ،  دچا سره نه ليدل ، اودوحشي ځناورو څخه ځان ساتل .  دا ټول  مفاهيم هغه څه دې  چې دليكوال په فكري دونيا كې برجسته دي ، يوازيتوب دكافكا دتفكر يو بنيادي  مفهوم دي او  همدارنگه تورتم خپله مانا لري  .يعني كله  چې خبرتيا اومعرفت نه وي  طبعي تورتم دي .  دانسان وس په ټول څه نه رسي  چې  په هر څه پوه شي  نو لا تر اوسه په تورتم كې دي .  اوبل دځان خوندي توب اوځان ساتنه  دا هم هغه څه دي  چې په  غريزي  لحاظ بنيادم پر هغه فكر كوي .  دكافكا په ټولوكيسو كې كركتر له يو خنډ سره مخامخ دى . په محاكمه كې ، په قصر كې  ، په مسخ كې اوپه نوروكې  بنيادم  كه هر څو مره پر مخ درومي نو په مخ كې داسې ديوال ته دريږي  چې نوره ورته دتللو لاره نه وي .  په ژوند كې دخلاصون لاره نه وه . مخامخ دتگ لار نه پيدا كوي ، مخامخ  ته يې صندوق دي . دا صندوق  په يوه تخته اوميخونو كلك شوي دى . كه كركتر هر څومره زور وهي اودبيزو له زوره كار اخلي .   چې درز اويا لاره پراخه كړي ،نه يې شي كولي .

په پنجره كې  ” ما ډير لږ شور كاوه . زما سكوت اوچوپتيا  څخه دې پايلې ته رسېدلي وم  چي يا به ومرم ، اوكه جوړ پاتي شوم نو د روزني استعداد به راسره وي ، نو زه روغ پاتي شوم . “6

په كافكايي دونيا كې يوازيتوب مهم فكتور دى .:

ديوازيتوب فكتور لكه  څنگه  چې  دكافكا په زياتره كيسو كې څرگند دي  د  فرهنگستان ته په رپوت كې هم جوت دي . هغه په يوازيتوب حساب كوي .

دكيسي راوي  دلته يوه په زړه پوري خبره كوي وايي: بيا مې پريكړه وكړه چې زه دي بيزو نه يم ، اودا هم ورسره زياتوي   چي دا فكر مې خيټي ته ولاړ   دا ځكه  چې بيزوگان په خيټه كې فكر كوي ، ارومرو  چې له دې عبارت نه دليكوال يا كركتر موخه داده چې  حيوان دغريزي تابع دي  او مهمه غريزه ورته  لوږه  اودخيټي مړول دي  نه دمغز اوفكر ارامتيا .  خو په دې لړ كې  چې غواړي  له بيزويي حالت نه را بهر شي لا را بهر شوي نه دى ، ،البته احساس ورته پيدا شوي  خو دبيزو  ځانگړني لا په ځان كې ويني ، دا هم دراوي يا كركتر دمعرفت يو لوړ حالت ښې   چې هم په خپل بيزو توب پوهيږي او  هم غواړي ځان ترې را بهر كړي . خو په همدې لړ كې دازادي په باب فكر كوي  وايي :

”زه دازادۍ دكليمي له يادوني پر هيز كوم ،زما هدف  له هري خوا دازادې پرتمين احساس نه دى ، “ يا دا چي زياتوي :

”زه نه هغه مهال دازادۍ غوښتونكي ووم  اونه خو نن ورځ ،انسانان زياتره وخت په ازادۍ سره ځان دوكه كوي . “   7

كافكا په لنډو جملو كې دانسان دازادۍ په باب ليكي :

”انسان دازادي ارادي څښتن دى .  اوازاده اراده درې اړخه لري :لومړې تر هر څه ،كله چې انسان دا ژوند غوره كړ ،ازاد و. البته دادى نور نه شي كولي  چې بيرته هغه دوران ته ورستون شي ، دا ځكه  چې  هغه نور داسې څوك نه دى  چې هغه ژوند وغواړي  خو تر هغه ځايه  چې په خپل ژوند كې پخپله هغه څه چې يو وخت  غوښتي و دعمل جامه واغوندي .

دويم دا چي هغه له دي امله ازاد دى  چې كولي شي خپله لاره اوروش دهمدي ژوند په  لړ كې  غوره كړي .

دريم داچې له دي امله ازاد دى  دهغه شخص په نامه  چې يو مهال ټاكل شوي وه له سره نوي شي ، دا اراده لري  چې ژوند  كې  هر ډول شرايطو  ته غاړه كيږدي ،  اوخپله ځانگړي لاره پيدا كړي . ،،،،،،“ 8

ژان پل سارتر  دانسان دازادي په باب وايي كه په رښتيا دا ومنو  چې وجود په ماهيت مقدم دى  نو بيا هيڅكله نه شو كولي د  خداى وركړې  اومتحجر انساني طبعيت په وسيله  مسايل توجيه كړو . په بل عبارت جبر نشته . بشر ازاد دى بشر ازادي ده .

له بلې خوا دخپل ځان په وړاندې ارزښتونه يا لارښووني  چې زموږ چلند پيل كوي ، ونه منو  نو په دې اساس موږ ته دارزښتونو په ځلانده قلمرو كې نه عذر شته اوتوجيهي وسيله كولي شو، پيدا كړو . نه دځان په وړاندې .

سارتر وايي : ”پرته له كوم سند څخه  چې زموږ  عذر څرگند كړي ،موږ يوازې يو . مانا يې داده  چې په يوه جمله كې يې تفسير وړاندي كولي شم  اوهغه دا چې : ” بشر په ازادۍ محكوم دى “ سارتر په دې ټينگار كوي او دهغه دفلسفي ليد يو بنيادي  اصل هم دى  چې بشر خپل ځان پخپله نه دى خلق كړي ، خو په عين حالت كې ازاد دى . دا ځكه  چې كله يې په نړۍ كې پښه كييښوده بيا دټولو هغه كارونو  چې تر سره كوي يې مسوول دى . هغه وايي : ” انسانان دهستۍ په ډگر كې يوازې دى ،نه داچي يو انسان دبل په وړاندې  “ دې ټكي ته پام نه كول دناسم پوهاوي سبب كيږي . “9

دكافكا د دې داستان اصلي تم اوموضوع هم ازادي او د انسان اختيار دى .  كافكا هم دخپل راوي له خولي دازادې اړوند وايي:

”دا هم بشري ازادي ده ،خودسرانه حركات ”دمقدس طبعيت ملنډي او كه بيزو گاني د دې صحني ليدو ته كښيناستلې  نو هيڅ شي يې خندا ته نه ټينگيدل ،“ 10

كركتر بيا هم دا خبره را اخلي :

”نه ، نه ،زه دازادۍ غوښتونكي نه وم ،يوازې دتيښتې د لاري په لټه كي ووم ،ښې خواته ،كيڼي خواته ، هر طرف ته . بله كومه  غوښتنه مې  نه درلوده . “  11

 د داستان  قهرمان يا هيرو  ، د كړاوونو په تناسب يا دجسمي اوبدني ستونزو په پرتله زيات روحي  ارامې ته ليواله دي . زيات رواني تسكين په رواني  ارامي او كرارۍ كې ويني . هغه  دا باور په ډاگه كوي  چې زما ټولي لاس ته راوړني او دروحي ارامي  له بركته دي .  ارامي او  سكون په زغم اوصبر كي ده همدا تفكر دى  چې كافكا په تفكر كې تر زياته حده  د حضرت ايوب پيغمبر داسطورې انعكاس وينو چې . راوي په بيړۍ كې سفر كوي ،  اوپه بيړۍ كې دسفر په لړ كې دا احساسوي  چې   له شك او ترديد پرته په بيړۍ كې ارامي دبيړۍ دخدمتگار  دزحمتونو پايله بولي :

كافكا ليكي : ” دروح ازادي له هغه ځايه پيل كيږي  چې روح بل دريځ اوتكيه گاه نه وي “  ”  . 12

دكافكا په عقيده  له روحي جهان نه پرته بل جهان موجود نه دى ، هغه څه  چې محسوس جهان بولو ، يوازي هغه شر دى  چې دروحي جهان په دننه كې دى .  اوهغه څه  چې شر بولو زموږ په ابدي اعتلا كې يوازې دېوې شيبي اړتيا ده . ..“

 ( هماغه اثر ١٦٥ مخ)

 داستان  چې نوم يې رپوټ دي  يو ډول دخوب او ويښې ترمنځ جريان پيدا كوي  اود دريم حالت يعني نه دويښې اونه په بشپړه توگه  دخوب او رويا حالت بلكې  د دواړو په منځ كې ديو حالت په بستر پر مخ ځي  وايي : ټول  ښه انسانان دي  دهغو د درندو قدمونو اواز په غوږونو كې احساسوي  اوخوشالي احساسوي .  كله  چې دانسان توصيف كوي او انسان په ښه نامه يادوي  نو بريښي  چې دحيواني غريزي ژوند څخه لږ تر لږ ه را گوښې شوي دي .   تيښته يې كړي ده ، سره له دې  چې وايي دبيزو له پاره تيښتې لاره شته . خو دا حالت يعني دبيزو حالت نه را بهر كيږي :

”دوخت په تېريدو بريالي شوم  چې د دريچي قلف په غاښونو مات كړم .خو ما دا كار ونه كړ . دې كار ماته څه را واړول ؟ كله  چې مې  سر له  كړكۍ يا  له پنجري را وويست ،بيا هم بندي پاتې كيدم ، اوپه خرابه پنجره كې يې بندي كولم ، ښايي پرته له دې  چې دنورو حيواناتو پسې ،لكه عظيم الجثه مار چې په مخامخ پنجره كې بند وو ،دچا پام شي.“ 13

راوي دانسان پړا وته را اوړي . ځيني حركات يادوي  چې دانسان پوري اړه لري خو ځيني لا اوس هم حيواني دي . دبيلگي په توگه تف كول زده كوي . خو  دځان څټل د حيوان كار دي  يعني نيمه انسان او نيمه حيوان  اويا انسان دحيوان لږ څه پر مخ تللي مرحله ده :

” په هماغه لومړيو ورځو كي مې تف كول زده كړي و . بيا مې ورو ورو تف كول . توپير په دې كې و چې وروسته مې په څټلو ځا ن پاكاوه . خو دزړو كسانو په څېر مې پيپ  نه څښه . خو كله  چې مې نوك دپيپ  خوله كې بند پاتې شو ټوله بيړۍ احساساتي شوه ، ډېر وخت وروسته بيا مې دخالي اوډك پيپ په توپير پوه شوم . 14

 د ويښتيا او خوب حالت دلته لا ښه څرگنديږي .  چې دنوك په بنديدو سره بيړۍ په احساساتو را ځي .  بيا د شرابو محسوس  ، بوې يې بد ايسې بوتل په ځمكه غورځوي ، خو بل وخت بيا هماغه بوتل دخپلې پنجري څخه بهر گوري ،  البته پنجره يې په بيړې كې ده . كله  چې خلك گوري خلك زيات د  كركتر درواني ارامۍ تلوسه لري .

په داستان كې بل پړاو د كركتر دزده كړي پړاو دى .

 ”زما ښوونه اوروزنه زما دښوونكي په زيات  همت همداسې دوام وكړ . “ 15

له هغه وروسته ځان په يو داسې مجلس يا غونډه كي ويني  چې تياتر ته ورته ده .  په تياتر كې هغه گرامافون په وسيله موسيقي هم اوري .

”بيا يو ستر بري ترلاسه شو ،نندارچيانو جشن جوړ كړي وو، گرامافون موسيقي غږوله، يو افسر هلته گرځېده ،داسې حال كې  چې  ټولو  هېر كړې ووم .دشرابو بوتل مې  چې زما دپنجري په مخ كي ما په ځمكه ايښي وو، را پورته كړ . دپنبي لرگي مې ترې ليري كړ   او ټول مې په ستوني كې تش كړ ، “    16

داپراگراف زما په خيال د كركتر له خوا يو مدني حالت ترسيموي  چې هم په كي پوليس شته هم په كې گرامافون موسيقي غږوي او  هم په كې نندارچيان شته   اوبيا دشرابو بوتل په ستوني كې تشوي .

بيا هم تكراروم : ”هغه څه  چې زه جذب كړم ،دبنيادمانو څخه تقليد نه و ، زما تقليد دتيښتې له لارې  په مخ كې نيولو څخه پرته بل څه نه و  ، ما پلټله . يوه شيبه وروسته مې له ستوني اواز را ونه ووت ، مياشتي تېري شوي  چې بيا په خبرو راغلم . دشرابو له بوتله مي كركه  زياته شوه ، خو هغه لاره  چې بايد وهلي مي واى يو وار بيا مشخصه شوه “

كله  چې يې زه په هامبورگ كې لومړني روزونكي ته وسپارلم ، ډير ژر پوه شوم  ،له ځانه سره مې وويل : ټول زور په كار واچوۍ  چې له واريته (دنڅاه اوموسيقي گډ كنسرت ) نه را بهر شۍ ،ستا دتيښتې لاره داده . باغ وحش نه دى . دپنجرو له ميلو پرته . كه باغ وحش ته ولاړ شي ،كار دې پاى ته ورسيد .“    17

په كيسه كې دبيزو طبعيت په چټكۍ سره بدليږي او وركيږي  . خو له بلي خوا نږدې وي  چې ښوونكي دبيزو د عوالمو  كې ښكيل شي . خو بيرته  ژر اړ كيږي چې زياته زده كړه پريږدي  اويو رواني درملنې ته ولاړ شي . خو ژر يې رخصتوي ”

ښوونكي را بولي او  هغه په پنځو كوټو كې  چې سره نښتې دي كښينوي .

د كيسي په پا ي برخه كې ”پرمختگ دعلم اوروښنايي  له هرې خوا زما  مغز ته لاره وكړه ! نه منكريږم ، …. نو تر ېوه حده متوسط اروپايي په حيث د فرهنگ خاوند شوم .كيداې شي كوم خاص څه نه وي  ، خو له كومه ځايه  چې زه يې له پنجرې را وويستم . دتيښتې لاره يې را وښوده . دبنيادمانو د تگ لاره يې زما په مخ كې خلاصه كړه  ډېر اهميت لري“

 دلته نسبتا د څو ټكو پرته كيسه پاى ته رسيږي .  بيرته په خپل تېر مسير او لاره يو ځغلند نظر اچوي ، ځان خوښ احساسوي  ، خو نه گيلي لري اونه خوشاله دى . دا داسې حالت دى  چې دكافكا په زياتره كيسو كې محسوسيږي . له كړكۍ بهر گوري ، كه څوك ورشي  چې ورسره روغبړ وكړي . ښځينه نيمه روزل شوې شامپانزه  چې كوچني اندامونه لري انتظار كوي  او هغه دبيزو په څير ځان خوښ بولي  . دورځې نه غواړي   چې رڼا وويني دا ځكه  چې  ليدوكې گډوډي  ورته په پام كې را ځي  حيواني اروزل شوى ….. هغه د ډيرو په تشخيص ځان قادربولي خو دليدو تحمل نه لري .

 دفرهنگستان رپوټ  په زړه پوري كيسه ده :

دحيواني طبعيت  تكامل انساني پړاو ته انځوروي . دغرايزو په  واټ حركت كوي  تر هغو  چې فرهنگ غالب شي او له غرايزو كنترولولو ته راشي .  يو مهال دخيټي له لاري فكر كوي ، خو باالاخره  مغز را منځ ته كيږي او دلارښوونو اداره په لاس كې اخلي . 

كيسه دويښتيا اوخوب په حالت كې پر مخ ځي .  ډيره مهمه مساله په كې دازادي مساله ده . صبر اوزغم يې بل فكتور دي . . خو دپنځه كلونو مفهوم اوپه پاې كې  دكوچني شامپانزې ياد د  ليكوال دشخصي ژوند او د كوژدني سره تړا ولري او  دانسان يا دبشريت  ټول ژوند رانغاړي . په حيواني  اوبيزو ډوله ژوند كي  په خيټه فكر كول ، شهواني او  اشتهايي غريزه ،  په خپله خوله څټل ،دتف زده كول ، او  بيا دزده كړي ،معرفت  اوتياتر  اوموسيقي را منځ ته كيدل  چې دتمدن نښه ده .  يادول  يې دكيسي اډانه اوجوړښت  لا پسې دعادي كيسو له قطاره باسي .    په دې كيسه كې بيا هم د سارتر دا وينا صدق كوي  چې وايي : 

”زموږ په عقيده بشر دخپلو عواطفو اوشهواتو مسوول دي ،همدارنگه اگزستانسياليزم په دې عقيده نه دى  ،ممكنه ده  چې بشر دځمكې پر مخ ازلي ايت پيدا كړي   چې هغه لارښود وبلل شي ،دا ځكه  چي زموږ په عقيده بشر په شخصي توگه اوپه  خپل زړه ايت كشف اوتعبير كړي . “ 18

يادښتونه :

١داستانهاى كوتاه كافكا ٢٢٦

٢سيري در جهان كافكا ١٠١١٠١مخ

٣-داستانهاى كوتاه كافكا ٢٢٦

٤-داستانهاى كوتاه كافكا ٢٢٦

٥-داستانهاى كوتاه كافكا ٢٣٠

٦-داستانهاى كوتاه كافكا٢٣١

٧.داستانهاى كوتاه كافكا ٢٣٢

٨ ياد بود ايوب درجهان كافكا  ،سياوش جمادي . چاپ دوم . ١٣٩٤ -١٠١مخ

٩- ژان پل سارتر . اگزستانسياليزم وابالت بشر . ”ترجمه مصطفي رحيمي . نيلوفر . ١٣٧٦ نهم چاپ .٤١مخ

١٠-داستانهاى كوتاه كافكا٢٣٢

١١-داستانهاى كوتاه كافكا ٢٣٢

١٢- يادوبود ايوب جهان كافكا . ١٧٠

١٣- داستانهاى كوتاه كافكا٢٣٤

١٤ داستانهاى كوتاه كافكا٢٣٥

١٥ داستانهاى كوتاه كافكا٢٣٦

١٦ داستانهاى كوتاه كافكا٢٣٦

١٧ داستانهاى كوتاه كافكا٢٣٧

١٨-ژان پل سارتر  اگزستانسياليزم واصالت بشر  ٤١مخ

كرگر 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب