جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهلېوال د یوناما مشره په افغانستان کې قومي تفرقې ته په لمن...

لېوال د یوناما مشره په افغانستان کې قومي تفرقې ته په لمن وهلو تورنه کړه

تاند: ( پنجشنبه، د سرطان دویمه)  افغان سیاستوال او فرهنګي څېرې عبدالغفور لېوال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتونبایوا، په تفرقه خپرولو تورنه کړه.

د یوناما دفتر مشرې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې د طالبانو واکمن رژیم د پښتنو او په خاص ډول د لوی کندهار واکمني ګڼلې ده.

په ایران کې د افغانستان مخکیني سفیر عبدالغفور لېوال نوموړې ته په غبرګون کې لیکلي:(( د افغانستان لپاره ماموریت په دغه هېواد کې د یوې مذهبي مستبدې او متشددې ډلې پرځای د دغه هېواد اکثریت خلک ترهګر بولي او پر نړیوال ستېژ راسیزم ته لمن وهي.

مېرمنې!پښتانه د راتپل شوې ترهګرۍ تر ګردو ړومني او لومړني قربانیان دي.))

د ښاغلي لېوال دغه څرګندونې په پراخه کچه د خلکو هرکلي سره مخ شوي دي.

ګڼو ملت پالو فعالانو ویلي، چې د یوناما مشره باید په دې خبرو بښنه وغواړي، ځکه د افغانستان یوه لوی قوم ته یې سپکاوی کړی او د مذهبي مستبدانو یوه ډله یې د دوی استازې ګڼلې ده.

طالب رژیم د نوموړې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

3 COMMENTS

  1. ددغو ټولو بدبختیو ځیزونکئ خبیث اشرار او اشرار چیچئ رذیل طالب ده. همدغه طالب وه او ده سي د پنجاب او یرغلګرې امریکې په لمسون یې د پښتون د سر سړئ له منځه یوړ. څوک سي مرتد غلام خنزیر طالب ته پښتون وائي هغه یا جاهل ده او پخپله هم حرامي ده 😡

  2. که د افغانستان ټول نفوس 40 میلیونه تنه وي ، له هغو 65 سلنه یې پښتنانه دي چې په دې حساب شاوخوا 26 میلیونه پښتانه په افغانستان کې ژوند کوي .
    اما د ټولو ټالبانو شمېر به د هغو د کورنیو سره دوه یا درې سوه زره تنه وي . آیا دوه یا درې لکه ټالبان چې په هغو کې د ټول افغانستان او خصوصا د هېواد دشمالې ولایتونو او د بدخشان تاجکان ، ازبکان ، هزاره ګان او د نورو قومونو ټالبان هم شامل دي ، د 26 میلیونو پښتنو استازیتوب کولای شي ؟
    آیا داسې یو څوک چې د افغانستان قومي ترکیب ورته معلوم نه وي او د مقیم هېواد په هکله حقیقي خو پرځای پرېږده ، آفاقي او تخمیني معلومات هم ونه لري ، د یو نړیوال سازمان د نمایندګۍ او دیيلوماتیک هیئت د مشرتوب لیاقت درلودلی شي ؟

  3. ګرانو، تفرقه اچول د غربي اروپ وسله ده چه د اسکند خبیث له خوا په ټوله اسیا کې جاري شو او اصلا اروپ یا د هغې وخت بربرانو ۳۲۰۰ کاله مخ کې تر بدخشانه پورې ملیونونه خلک یې ووژل او د نني افغانستان معادن نظر لاندې ونیول شول، تفرقه یواځنۍ خطرناکه وسله د اروپایانو ده، همدا چه کله طالب او بیا نور او بیا طالب او مه هېروئ چه طالب بیا له مینځه وړل کېږي۰1177 B.C.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب