( ۱۸۶۱-۱۹۴۱ )
رابیندراناتهه ټاګور د هند د کلتور د بهترینو تجسم بلل سوی دی.ټاګور، چي ټول ژوند یې په لیکنو تېر سو، د شعرونو، کیسو، ډرامو، ناولونو او په هند کي د ویدي زمانې څخه نیولې تر عصري وختونو پوري د هند د تاریخ په باب د پراخو مضامینو او لیکنو یوه لویه مجموعه په میراث پرېښودله. او دا ټولي لیکني یې له ژوند څخه د هغه د بشري او ایډیالیسټیکو افکارو او لیدلوري سره د تنستې په څېر اودلي دي.
ټاګور په کلکته کي وزېږېدی او د یوې روښاني او ځلاندي کورنۍ تر ټولو کشر غړی وو. پلار یې ډیویندرا ناتهه ټاګور، یو شته من، تعلیم یافته او د ټینګي مذهبي عقیدې خاوند وو. رابیندراناتهه یې په ۱۸۷۷ کال کي، د حقوقو په څانګه کي، د تحصیل لپاره لندن ته واستاوه. خو رابیندراناتهه ډېر ژر له لندن څخه خپل هیواد ته ستون سو او د بنګالي ژبي مجلو لپاره یې په لیکنو پیل وکړ. یوه داسي غیر رسمي تعلیمي موسسه یې منځته راوړه چي په هغه کي یې د خپلو عقایدو د خپرولو او ترویجولو هڅه وکړه. ده هغه وخت بین المللي شهرت ترلاسه کړ چي په ۱۹۱۳ کال کي یې د ادبیاتو لپاره د نوبل جایزه وګټله، چي زیاتره یې د خپل ستر شاعرانه اثر ګیتانجلي له برکته لاسته راوړه. ټېګور په ۱۹۱۵ کال کي د برټانیې له حکومت له خوا د سر یا جناب لقب، چي په برټانیه کي لویو اشرافو او د کارنامو خاوندانو ته ورکول کیږي ومانه. خو څلور کاله وروسته چي برټانیې په پنجاب کي د ملکي نافرمانیو او ګډوډیو د ځپلو لپاره له ظالمانه قوت څخه کار واخیست نو ټېګور هم، د اعتراض په عنوان، له هغه لقب څخه استعفی وکړه.
ټاګور په خاصه توګه له اجتماعي اصلاحاتو سره علاقه درلوده او هغه یې تر سیاسي تغییراتو مهم بلل، سره له هغه چي په هغه وخت کي هند د برټانیې تر سلطې لاندي بدي ورځي تېرولې. یوه لیکوال، ټاګور د زغم، دوستی او اجتماعیت د روح تجسم وباله. ټېګور په دې عقیده وو چي د هند د روحاني عقل قېمت بها خزانه یوازي د هغه هیواد په خلکو نه بلکه په نړۍ اړه لري. ده هڅه وکړه چي دغه روحاني عقل، د خپلو لیکنو له لاري، نړیوالو ته ورسوي. په دغه لیکنو کي موږ ټېګور د یوه داسي انسان په حیث وینو چي د ماشومانو په څېر ساده مینه په زړه کي لري او په دغه حال کي پر یوه داسي خدایي ذات او شعور باندي عقیده لري چي په ټولو کایناتو کي خپور دی.
ګیتانجلي ښايي د ده دلیکنو تر ټولو صوفیانه اثر وي. ټاګور، د ژوند پر ښکلاوو د یوه مین او عاشق په حیث، کوښښ کړی دی چي خپله ژوره او بې کچه مینه د یوه شاعر په ژبه افاده کړي او په عین وخت خدای د خپل الهام سرچینه بولي. دی پخپله لیکي چي دا له نل څخه جوړه سوې وړه تولکه تا تر غونډیو او وړو درو پوري ورسوله او په هغې کي دي هغه سورونه پو کړل چي څو نړۍ وي هغه به نوي رنګونه اخلي.
له ګیتانجلي څخه
۱
تا له ما څخه تل پاته وجود جوړ کړ
او دا ستا مهرباني ده
دا نازک لوښی چي هر ګړی تشیږي
او بیا بیرته له تازه ژوندونه ډک سي
دا له نله جوړه سوې دا وړه ښکلې شپېلۍ دي
چي سورونه دي تر غرونو او درو دي رسولي
ستا نفس پکښي چلیږي
تر قیامته چي دا نوي نغمې وايي
چي دي کله زما واړه زړګي ته راسي
هغه ګوتي چي له مرګه آشنا نه دي
نو زړګی مي له خوښۍ وهي ټوپونه
داسي حال ورباندي راسي
چي بیان یې د کلام تر توان وتلی
زما واړه لاسونه نیسي، ستا له لوري اورېدلي سوغاتونه
زمانې دي چي تیریږي، او قرنونه دي چي اوړي
ستا له لوري سوغاتونه لا را اوري
زه یې نور هم درنه غواړم، او لا ځای ورته لرمه.
۲
کله چي ته ماته د سندري ویلو امر وکړې نو زړه مي له غروره سره چوي. زه ستا مخي ته ګورم او له سترګو مي اوښکي جاري سي.
دا سخت حالت دی او زما د ژوند بې سوري په یوه خوږه نغمه کي سور واخلي، ژبه مي په ثنا او صفت ګویا سي او په داسي شوق جاري سي لکه خوشاله مرغۍ چي د سمندر پر سر وزرونه وغوړوي.
زه پوهېږم چي زما سندري پر تا ښې لګیږي. زه پوهېږم او یوازي هغه وخت ستا په مخ کي درېږم چي پر شونډو مي سندره لرم.
زما سندره تر دونه لیري ځایه پوري وزرونه وغوړوي چي ستا تر پښو پوري ورسیږي او دا هغه ځای دی چي ما یې تصور نه سو کولای.
زه د سندري ویلو په مستي کي داسي خوښ یم چي تاته د دوست په نامه در ږغ کړم. خو ته په حقیت کي زما بادار یې.
۲۳
شپه تیاره ده توپاني ده، دوسته څنګه؟
ته د میني په سفر یې را وتلی
اسمان داسي په غړومبي دی لکه زړه ته چي یې درد وي رسېدلی
زما له سترګو کرۍ شپه خوب تښتېدلی
هر ګړی ور خلاصوم د باندي ګورم
وایم څرک به دي پیدا کړم په تیاره کي
هیڅ مي نه راځې تر سترګو نه پوهېږم
چي پر کومه لار دي ورک پلونه پیدا کړم
د کوم سیند پر توره غاړه به دي ګورم
له کوم تور ځنګله به غواړمه ستا نښي
ته د کومو تاریکیو له کوګله
زما پر لوري پی کوې اوږده مزلونه؟
۲۹
پر هغه چي مي خپل نوم راګرځولی
او د نوم په تور دېوال کي مي بند کړی
په دې تور سیاه چاه کي ژاړي
له سهاره تر ماښامه زه لګیایم
او پرشاوخوا دېوال پر جوړومه
ورځ تر بلي ديوال لوړ سي او اسمان ته ورسیږي
زه د خپل دېوال په سیوري کي ځان ورک کړم
زه چي ګورمه دېوال ته نو په زړه کي سم مغروره
هم په خټو هم په رېګو، شاوخوا د دېوال نیسم
واړه سوري یې پټومه
هسي نه چي په دې نوم کي کوم یو سوری وي رانه پاته
خو چي هر څه وړاندي ځمه او چي هر څه زیار ګالمه
حقیقت مي د ریښتوني وجود ورک سي
زما له خپلو بینا سترګو.
۳۶
خدایه تاته په دعا یم خواست مي دا دی
چي په زړه کي مي دننه
د نیستۍ او کمزوری اثر پرې نه ږدې
ما ته دونه قوت راکړه چي د غم او د ښادی بارونه یوسم
ماته دونه قوت راکه چي مي مینه ستا لپاره قرباني کړم
له نېستمن سره د مرستي قوت راکه
او قدرت ته مي هیڅکله سر ټیټ مه کړې
ماته دونه قوت راکه چي په جګه غاړه ژوند پر نړۍ وکړم
او زه دونه قوت غواړم چي په مینه مي تسلیم کړم
خپل قوت ستا ارادې ته.
۵۰
زه د کلي په لارو کوڅو کي له یوې دروازې تر بلي پوري، په ګدايي ولاړم. او کتل مي چي هغه په طلايي ګاډۍ کي سپور، په لیري فاصله کي داسي راڅرګند سو لکه له برم او خوښیه ډک خوب. او زه حیران وم چي دا شهنشاه به څوک وي!
په زړه کي مي هیلي په څپو سوې او ګومان مي وکړ چي نور مي د غم شېبې پای ته ورسېدي. زه ودرېدم چی ما ویل زما له غوښتني پرته به خیرات راکړي.او اوس به شاوخوا د طلاوو باران جوړ کړي.
د ګاډۍ څښتنه ته په هغه ځای کي چي زه ولاړ وم ودرېدې. ستا سترګي پر ما ولګېدې او په موسکا مي خواته راغلې. ما داسي احساس وکړ چي نور مي نو بخت را ویښ سو. او شهنشاه به هر څه راکړي. تا یو ناڅاپه خپل ښی لاس را اوږد کړ او ودي ویل« تا ماته څه راوړي دي او څه به راکړې؟»
آه! دا څومره شاهانه انداز وو چي یوه ګدا ته دي د ګدايی لپاره لاس اوږد کړ! زه لاس او پښه سوم او نه پوهېدم چي څه وکړم او وروسته مي کرار خپلي کڅوړي ته لاس کړ او تا ته مي د جوارو یوه تر ټولو کوچنۍ دانه درکړه.
او په هغه ورځ له خوښیه څومره حیران سوم چي د ورځي په پای کي مي خپله کڅوړه پرمځکه خالي کړه او د شیانو په منځ کي مي د طلا وړوکې دانه ولیده. ما هلته په ساندو ساندو وژړل او ارمان مي کاوه چي کشکي مي دونه زړه درلولادی چي تا ته مي خپله ټوله شته درکړي او عوض مي لیدلی وای.
۵۳
بازو بند دي څومره ښکلی دی، رنګین غمي پکښي اوډل سوي دي او لکه ستوري داسي ځلیږي. تر بازو بند دي لا هغه کږه توره ښکلې ده چي برېښنا ورڅخه پاڅي او د « ویشنو» د خدايی مرغه په څېر ښکاري چي وزرونه یې غوړولي او د لمر لوېده په قهرېدلو سرو وړانګو کي پرواز کوي.
داسي ځل وهي لکه د ژوند په وروستیو شېبو کي چي پر انسان باندي جذبه راسي. داسي ځلیږي لکه د هستۍ خالصه او نګه لمبه چي په یوه سخته ځلا د مځکي د مخ ټوله هستي وسوځوي.
ستا هغه بازو بند ښکلی دی چي رنګین غمي د ستورو په څېر پکښي ځلیږي. مګر باداره ستا هغه توره چي د برېښنا په څېر ځل وهي له خپل ټول ښایست سره سره دومره له زوره او قوته ډکه ده چي پکښي فکر کول پر سړي باندي لړزه راولي.
۸۲
زما خدایه ستا په لاسونو کي وخت ناپایانه دی. داسي څوک نسته چي ستا دقیقې وشماري.
ورځي او شپې تیریږي او زمانې لکه ګلونه غوړیږي او مړاوي کیږي. خو ته پوهېږې چي انتظار څرنګه وباسې
ستا قرنونه یو په بل پسي تیریږي او تاته هر قرن د یوه واړه وحشي ګل عمر لري.
موږ وخت نه لرو چي له لاسه یې ورکړو. او څرنګه چي وخت نه لرو نو د فرصت د ترلاسه کولو لپاره مو چور اچولی وي. هسي نه چي فرصت له لاسه ورکړو ځکه چي موږ دوهم ځل وخت نه لرو.
او وختونه همداسي تیریږي خو زه خپل وخت هغه چاته ورکوم چي تر نورو زیات تلاښ کوي او وارخطا وي او دا ګړی نو ستا په معبد کي هیڅ صدقې پاته نه وي.
ورځ پای ته رسیږي او زه په تلوار ځغلم هسي نه چي ستا دروازه و تړله سي، خو کله چي راسم نو ګورم چي اوس هم لا وخت پاته دی.
۸۳
موري زه به مي د خپل غم له اوښکو ستا د غاړي لپاره د مرغلرو امېل جوړ کړم.
د اسمان ستورو ستا د پښو د ښکلیو کولو لپاره پایزېبونه جوړ کړي دي. مګر ما چي هار راوړی دی هغه ستا پر سینه ښه ښکاري.
دولت او شهرت ستا له برکته دی او دا ته یې چي چاته یې بخښې او له چا یې درېغوې. مګر غم بالکل زما خپل مال دی او کله چي یې زه تاته د صدقې په څېر راوړم نو ته مي په عوض کي په فیض او برکت ونازوې.
۱۰۰
زه د شکلونو په سمندر کي غوټه کېږم او هیله مي دا ده چي له دریابه څخه هغه بشپړه بې شکله مرغلره ترلاسه کړم. نور نو زما په دې زړه، وختونو ځپلې کښتۍ کي د دریاب له یوې څنډي تر بلي پوري نه ځم. هغه ورځي ډیري پخوا تیري سوي دي چي ما به خپله زړه کښتۍ څپو ته لاهو کوله.
او اوس مي آرزو دا ده چي هلته مړ سم چي مرګ نسته.
هغي ناپایه ژوري کندي ته ولوېږم او هلته په دربار کي حاضر سم چي د نغمو لپاره تارونه سور کېدلو ته ضرورت نه لري او زه به د خپل ژوند رباب راسره واخلم.
زه به دا خپل رباب د همېش او تل پاتي پر نغمه سور کړم او کله چي مي رباب په وروستیو ساندو کي خپله وروستی نغمه وشرنګوله نو خپل خاموش رباب به مي د خاموشی په پښو کي کښېږدم.
۱۰۳
پرېږده خدایه! چي مي ټول حواس راغونډ کړم
دا نړۍ دي ټوله راولمه پښو ته
او سلام مي درته وکړم
یو ځل پرېږده چي ماغزه مي
لکه ډکي درنې وریځي، سره اوړي له بارانه
ستا تر وره ستا تر قدمه پوري دروړم
او بیا هلته یو سلام هم درته وکړم
په یوه نغمه کي غونډی کړم د ژوند ټولي سندري
او دا ټولي کړم رواني
یوه سیند د خاموشۍ ته
او بیا هلته یو سلام هم درته وکړم
لکه سېل د مسافرو او پردېسو سپینو زاڼو
چي بېلتون یې پر زړو ایښي وي داغونه
شپه او ورځ کوي مزلونه
ځي پر لور د غرنیو ځالګیو
پرېږده زما ټوله ژوندون او دا هستي مي
د سفر جامې کړي جوړي
خپل وروستي او دایمي کورته رهي سي
او بیا هلته یو سلام هم درته وکړم.
Vedanta: p p 230-235
Edited by Clive Johnson.
Printed 1971 by Vedanta Society of Southern California. U.S.A