پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeکلتورسینماسوسن فېروز، لومړنۍ افغانه رېپ سندرغاړې

سوسن فېروز، لومړنۍ افغانه رېپ سندرغاړې

تاند: افغانستان هغه هېواد دى چې ښځو ته په كې د سيالۍ ډګر ته راوتل لا هم ستونزمن برېښي، خو ۲۵ كلنه پېغله سوسن فېروز داسې نجلۍ ده چې غواړي په يو نوي انداز د خپل غږ په مرسته د ښځو حقونو ته مبارزه وكړي.

سوسن فېروز په افغانستان كې لومړنۍ رېپ سندرغاړې ده، چې په دې ډول موسيقۍ كې سندرغاړى د شخصي تجربې، سياسي انتقاد او يا ټولنيزو بدلاريو په اړه خبرې په سندريزه لهجه او بڼه  وايي.

 نوموړې چې تر دې وړاندې يې په ټلويزيوني سيريالونو كې د يوې موډلې او ممثلې په توګه كار كاوه وايي، خپله لومړنۍ سندره(( زموږ ګاونډيان)) يې په پرديو هيوادونو كې د افغانانو پر ستونزمنو حالاتو ويلې او د كمپوز په برخه كې يې فريد رستګار مرسته ورسره كړې ده، هغه وايي: (( رستګار صيب لومړى كمپوز جوړ كړ بيا يې راته ويل چې دې كمپوز ته سكريپ وليكه، ما په دې سندره كې هغه څه راخستي چې د كورنيو جګړو واقعي انځور وړاندې كوي، خلك له اوښكو او سلګيو سره هېواد پرېږدي، ډېره ژړوونكې سندره ده.))

 سوسن فيروز دغه راز وايي، كه يې سندرې واورېدل شي نو خلكو ته به څرګنده شي چې څه ډول د مهاجرت شپې يې تېرې كړي: (( موږ ته په ايران كې نانوايانو ډوډۍ نه راكوله   ډېر افغانان مې وليدل چې د هغوى د ناسم چلند او د بېكارۍ له كبله په نشه توكو روږدي شول. كه پاكستان ته خلك اوښتي، نو هلته هم د هېواد ورانولو سبق ورزده شوى، زما د سندرو موضوع هم دا ده.))

نوموړې چې له خپلې كورنۍ سره يې ډېره موده په ايران او پاكستان كې د مهاجرو په نوم تېره كړې، په خپله لومړنۍ سندره كې د ۹۰مې لسيزې ټولې ناخوالې او د مشرانو بې لارۍ رانغاړلي، هغه وايي: (( ما چې څومره ارزونه كړې، د ځوانانو پام د موسيقۍ له لارې نوښت او د انتقاد كولو خواته راګرځولى شو، په تېرو لسو كلونو كې د بې شمېره رسنيو رامنځته كېدا، همدا ښيي چې افغانان نوره جګړه نه خوښوي.))

سوسن چې د خپلې كورنۍ په خوښه يې رېپ سندرو ته مخه كړې ده، وايي داسې ورځ نه وي چې پخواني جګړه مار ورته په ټليفون د مرګ ګواښونه نه كوي، خو په خبره يې كه په دې لاره كې هرڅومره سخته پرې راشي، نو مبارزه به پرېنږدي: (( زه غواړم د جونو سندرغاړو يوه رېپ ډله جوړه كړم، ډارېږم نه، د هر جنګي شخص په اړه به معلومات پيدا كوم او جرمونه به يې په سندرو كې څرګندوم .))

 د سوسن استاد فريد رستګار بيا وايي، هغه يې ځكه دې ډول سندرو ويلو ته هڅولې چې وكولى شي په ځوانانو كې د بدلون غوښتنې او انتقاد  جذبه راپورته كړي: (( موږ به له دې لارې خپلو مشرانو ته د جګړې نه خپرولو توصيه وكړو، له ګاونډيانو به هم په خپلو سندرو كې له افغانستانه د لاس په سر كېدلو غوښتنه كوو او دا كار مو تر ډېره كړى هم دى.))

 دغه راز د سوسن پلار چې خپله دولتي دنده يې پريښې او له لور سره يو ځاى د هغې د ساتنې لپاره ګرځي، وايي په دې وياړي چې لور يې د رښتيا او حقيقت روښانه كولو دا لاره نيولې ده: (( ماته خلك په ګواښ وايي لور دې له دې شيانو راوګرځوه، خو زه غواړم زما لور د بدلون راوستلو جذبه ځوانانو ته وركړي، كه په دې لاره كې راته هر ډول خطر وي، قبول مو دى.))

د يادونې ده چې رېپ موسيقي، په جګړه ييزو حالاتو، ټولنيزو بې لاريو، جنګي جرمونو د سندرغاړي د شخصي تجربو له مخې په ځانګړي فورم، سكريپ او كمپوز ويل كېږي او اوسمهال يې په جګړه ځپلو هېوادونو كې مينه وال پيدا كړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب