جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهپه جاپان کې د تیڅو کاکامورا د ژوند د مستند فلم پراخ...

په جاپان کې د تیڅو کاکامورا د ژوند د مستند فلم پراخ هرکلی

تاند (پنجشنبې، د وږي/ سنبلې ۲۰ مه) په جاپان کې د ډاکتر تیڅو ناکامورا، چې افغانانو کاکا مراد باله، په اړه مستند فلم زرګونو کسانو لیدلی او لا یې هم ګوري.

د جاپاني رسنیو د راپور له مخې، تر هغه مخکې چې ډاکټر تیڅو ناکامورا په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې په ۷۳ کلنۍ کې ووژل شي، هغه پریکړه کړې وه چې هغو سیمو ته به ځي چې بل څوک نه ورځي، او د مرستې سخته اړتیا پکې وي.

د هغه د ژوند او د افغانستان او پاکستان لپاره د هغه د بشردوستانه خدمتونو په اړه جوړ شوی مستند فلم «د wilderness په منځ کې د هیلې څراغ بلول» (Lighting a Beacon of Hope in the Wilderness) په جاپان کې د نندارچیانو بې‌ساری پام ځان ته اړولی دی.

دغه فلم چې د خلکو په هڅو د ښاري غونډو او وړو نندارو له لارې خپور شوی، د ۲۰۲۲ کال په جولای کې له خپرېدو په راوروسته دریو کلونو کې تر ۱۵۰ زره کسانو زیات لیدلي. دا فلم د مستندو فلمونو په نړۍ کې نادر بلل کېږي. ګڼ شمېر لیدونکو نوې ټولنیزې پروژې پیل کړي ترڅو د ناکامورا میراث ژوندی پاتې کړي.

فلم له جاپانه دباندې د هغه ۳۵ کلنو خدمتونو ته کتنه کوي. ناکامورا لومړی په پېښور کې په یوه روغتون کې دنده ترلاسه کړه چې هلته یې د جذام ناروغانو درملنه کوله، وروسته یې افغانستان ته خپل کار ولېږداوه.

په ۲۰۰۰ کال کې، کله چې وچکالۍ د خلکو ژوند اخیست او ماشومان د لوږې ښکار شول، هغه په افغانستان کې د اوبو لګولو د یوې لویې اوبلارې (کانال) پروژه پيل کړه چې شاړو ځمکې یې پر شنو کروندو بدلولې.

هماغه کال چې هغه ووژل شو، د افغانستان حکومت ورته د افتخاري تابعیت سند ورکړ. د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۴مه، هغه له خپل موټر چلوونکي او ساتونکو سره یو ځای د نامعلومو وسله‌والو په برید کې ووژل شو.

فلم په جاپان کې د هنر په ځانګړو سینماګانو کې خپور شو او په ټول هېواد کې د خلکو په نوښت د نندارو پروګرامونه جوړ شول. که یو مستند فلم لس زره کسان وویني، «بریالی» بلل کېږي، خو د ناکامورا په اړه دغه فلم یوازې د درې کلونو په موده کې ۱۵۰ زره کسانو لیدلی دی. شاوخوا ۷۰ سلنه لیدونکي د همداسې خپلواکو غونډو ګډونوال وو.

په ناګانو ولایت کې د اویشي سټو په مشرۍ په یوه غونډه کې ۱۳۰۰ کسانو برخه اخیستې وه. هغه وویل:

“د فلم له نندارې وروسته د ډېرو خلکو سترګې له اوښکو ډکې وې. ځینو خو غوښتنه وکړه چې په خپلو ښارونو کې هم د دې فلم ننداره وکړي.”

په یانګون کې چې د میانمار تر ټولو لوی ښار دی، د جاپاني ژبې د یوه ښوونځي مدیر هم د دغه فلم غوښتنه وکړه چې په کې تر ۳۰۰ زیاتو ځوانانو ګډون وکړ.

د ناکامورا د ژوند د میراث د خپرولو لپاره فعالیتونه نور هم پراخ شوي دي. د ۲۰۲۵ په اپریل کې په توکیو کې د هغه پر بنسټ یوه موزیکاله ډرامه «د ژوند مانا» (The Meaning of Life) نندارې ته وړاندې شوه. د دې ډرامې لیکوال توماهیكو نیکای وویل:

“کله مې چې فلم ولید، زړه مې شو چې د هغه ژوند داسې انځور کړم لکه څنګه چې هغه د باور وړ انسان و.”

راتلونکی کال د جنورۍ په میاشت کې هم په فوکوکا ولایت کې ننداره پلان شوې ده. په همدې سیمه کې د یامادا بند موقعیت لري چې د افغانستان د اوبو لګولو کانال د جوړېدو الهام هم له همدې ځایه اخیستل شوی و.

د جاپان یو مشهور هنرمند ماساتو یامادا وویل:

“که دا فلم نه وای، ما به هېڅکله د هغه لویې ننګونې درک کړې نه وای، او نه به مې د کانالونو له بشپړېدو وروسته د خلکو د خوښۍ احساس ته پام شوي و.”

د فلم جوړوونکی کنجي یاڅو چې له شلو کلونو زیات یې د ناکامورا ژوند ثبت کړی و، وویل:

“نن چې نړۍ بې‌ثباته ده، همدا د ناکامورا انساني وجدان دی چې خلک ورڅخه اغېزمن کېږي. زه به خوشحاله شم که هر څوک د فلم له لیدو وروسته خپل احساسات له نورو سره شریک کړي.”

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب