شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبلنډه کیسهد شمیل بې پروايي (لنډه کیسه) اسدالله بلهار جلالزی

د شمیل بې پروايي (لنډه کیسه) اسدالله بلهار جلالزی

د برجورې کلا مخې ته لاهم ګڼه گونه لیده کیده، پیغلو د کلا دروازې ته دننه خوا څخه کلپ ور اچولی و، او خپله برخه يي غوښته د کلا له دباندې څخه سپین ږیرو ورته سپکې سپورې کولې، ګل داد اکا دې دروازې چولې ته خوله ورنږدې کړه بیا یی په لوړ غږ نارې کړي.


ـ زلیخا لوري شرم ده دروازه خلاصه کړئ، دلته ټول وراباڼي په ټراکټورانو کې ناست ناوخته کیږي.


ـ ابا چې ټولې مړې کړئ دروازه به ترهغوو پورې خلاصه نه کړو څو چې دموږ برخه رانکړي.دناوې د ولور پرې کولو ته یی ملا نه ده ماته او دموږبرخې ته يي ملا ماتیږي.


یوې بلې پیغلې هم له کلا دننه وویل:
ـ موږ دا دوه ورځي دناوې خدمت کاوه اوناوې مو جوړوله اوس به خپله برخه هم نه غواړو.
دهغې خبرې لا نه وي خلاصي چې دداريي له وهلو سره دکلیوالو پیغلو دا سندرې هم ددوئ تر غوږو شوه.
ستوري له سپوږمې سره را وګرځه
ناوۍ! دخسر په کورنۍ دې بلا وګرځه
دناوي مشر لیور را دمخه شو بیا یی وویل: دا خو نوی رواجونه دي ولا ښکاره ظلم ده! دتاسې برخه څو روپۍ کیږي.
ـ خیالی ګره دانوی رواجونه نه دي. که رښتیا پټکی تړی نو لس زره کالداری را وباسه.!
خو له ډیرو چنو وروسته په پنځه زره کالدارو سره جوړ شوو.او دې دروازې تر چولې يي پینځه یوزرګون نوټونه ورکړل، په دې توګه دروازه خلاصه او دسندرې بڼه هم بدله شوه.


میرزایی قدم راوخله نرۍ لار جوړه ده
د زوالن لایقه نه ده په سینګار جوړه ده 


ناوې له ژړا اوانګولا سره ورو ورو د ولاړو ټراکټورانو په لور روانه او په سختۍ یوې ټیلې ته پورته شوه. ورسره په څنګ کې يې دواړې وریندارګاني له څو ماشومانو اودکلي څلور پیغلې کیناستي، دکور ځنی صندوخونه او سامانونه هم همدې ټیلې ته پورته شول. شیبه وروسته له داریی سره یوځای دښځینه ورا باڼویوه وړه ډله هم دغې ټیلې ته وروختله.چې شمیل هم له خپل کلاشینکوف سره سره، دهلکانو په پورته کولو کې مرستي ته ورته را ودانګل همدا چې دپیغلو پرې سترګي ولګیدې نو یوې د داريي له وهلو يي پیل وکړ او غوښتل یی له خپلو سیالو پیغلو وار هم واخلي نويي سمدلاسه په نریو غاړو سره دا سندره پورته کړه
اوس به دې شمیل ټوپک لمبې وکه 
مور به يي په لور پسي نارې وکه


دې سندرې شمیل، دشیطان به لکۍ سپور کړ.کلاشنکوف یی له اوږې راکښته او میل يي پورته هوا ته ونیو. غوښتل يي یو،یو ډز وکړي. خوچې ماشه يي کیښکه نو ضربه شوه. کنترول يي نه شوای کړای میل ترې را کوز شو.په ټیله کې دښځو او ماشومانو د واخ واخ چیغې پورته شوي.


شیبه پس څو کلیوال دشمیل په نس کې داسې غورځیدل لکه نانوای په اوړو کې. خو ناوې، دوو ماشومانواو شپږو ښځو ساه ورکړي وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب