یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeداسې هم شتهساینسګوګل وايي، دا کال به ۱۰۰٪ نامضره انرژي وکاروي

ګوګل وايي، دا کال به ۱۰۰٪ نامضره انرژي وکاروي

تاند- ګوګل کمپنۍ وايي، پر خپله هغه ژمنه ولاړه ده چې په خپلو ډیتاسنټرونو کې به له تجدید کېدونکې انرژۍ لکه لمریزه او بادي څخه په ۲۰۱۷م کال کې سل په سلو کې کار اخلي.

ګوګل په ۲۰۱۵ میلادي کال ویلي و چې تر ۲۰۱۷ پوري به په خپلو ډیتا سنټرونو کې د انرژۍ منابع بدل کړي او ټول به غیر مضرې انرژۍ ته راواړوي.

ګوګل په خپل ویبلاګ کې لیکلي چې اوس هم دا کمپنۍ په نړۍ کې د تجدید کېدونکې انرژۍ تر ټولو لویه پېرودونکې ده.

خو له دې سره سره لا هم ګوګل له فوسیلي سونګ موادو یا تېلو کار اخلي.

ګوګل ۱۳ ډیتاسنټرونه لري چې په هر ساعت کې نژدې ۵ اعشاریه ۷ تیرا واټه انرژي مصرفوي.

په وروستیو ۶ کلونو کې د لمر او باد د انرژۍ مصرف له ۶۰ تر ۸۰ فیصدو پوري کم شوی دی.

د دې لپاره چې باد تل نه وي ګوګل کمپنۍ د بادي انرژۍ په ځای د متبادلې تجدید کېدونکې انرژۍ په لټه کې ده.

ګوګل په عین حال کې غواړي چې په دې توګه له مالیې ځان خلاص کړي.

حاضر دمه حکومتونه د دې لپاره چې خلک او شرکتونه غیر مضرې انرژۍ ته تشویق کړي، د دې ډول انرژۍ د کارولو په خاطر مالیه ورته معافوي یا ډېره کموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب