پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeداسې هم شتهساینساوبر کمپنۍ هوايي ټکسي پیلوي

اوبر کمپنۍ هوايي ټکسي پیلوي

تاند- په امریکا کې د تکنالوژۍ یوې کمپنۍ ویلي چې په راتلونکو درو کلونو کې به د دوی الوتونکي ټکسیان والوزي.

د انډیپینډنت ورځپاڼې د راپور له مخې، اوبرuber شرکت هڅه کوي د دې لپاره چې د کرایې لپاره الوتونکي موټر جوړ کړي، د ناسا یو انجنیر ګومارلی او غواړي چې هوايي ټکسي سرویس پیل کړي.

اوس د نړۍ په ګڼو هیوادونو کې اوبر شرکت د ښاري ټکسیانو انحصار په لاس کې اخیستی دی.

د دې شرکت د نوي پلان پر اساس، چې (Uber Elevate) نومېږي، داسي موټرونه جوړېږي چې له مځکې په عمودي ډول پورته کېږي او په عمودي ډول کښېني.

دا موټرونه به په یو وار چارج ۱۰۰ مایله سفر کولی شي.

د دې موټر سرعت به په هر ساعت کې ۱۵۰ مایله وي او ټاکل شوې ده چې په ۲۰۲۱ م کال کې چمتو شي.

دا موټر به وزرونه لري، روټر انجنونه پکې نصب کېږي څو ږغ یې ورو وي.

په دغو هوايي ټکسیانو کې له چلوونکي سره څو تنه سپرلي کښېنستی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...