جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبشعرردالفساد / بارکوال مياخېل

ردالفساد / بارکوال مياخېل

يوه بلا،

نوې بلا مو په وطن کې ګرځي

نه نوې نه ده خو راغلې ده په نوي نامه

ده يې اغوستې د وحشت او کرکې توره قبا

ايښي غاښونه يې د اوسپنې دي

او په لېمو کې داسې اور ګرځوي

چې يې وژلاى نه شي مړاوې اوبه

را غزوي زما ګرېوان ته خپل خيرن لاسونه

وايي چې تا ده نظر کړې ښکلې ناوې د ژوند

په نظرمات کې مې کړي څلى د وجود را برباد

ووايي ردالفساد ردالفساد

__

يوه بلا،

          يوه بې مخه زوروره بلا

د ورځې هم په شپه کې هم ګرځي او ما لټوي

چې ورته بد وايي له هغو سره کار نه لري

بس خو په ما پسې څلور کونجه دونيا لټوي

ده را خبره چې خولې مې دي د ژوند خوږبويي

زه مې د خاورې ګلابونه معطر ساتمه

راپسې ګرځوي پردۍ څېره پردۍ جامې

وايي تر څو به ځان له نورو معتبر ساتمه

په دې ګناه مې مخ نوکارې کړي ما وګڼي پردى اولاد

ووايي ردالفساد ردالفساد

__

يوه بلا،

          يوه مالومه انسان مخې بلا

راځي او هره ورځ مې جېب ګوري، مکان ګوري

زړه مې له مينې ډک،

     زړې جامې

او کړمه مېلمستون ور ښکاره

دا پکې بم لټوي دا زما ايمان ګوري

زما پټکى، څادر، سدرۍ، جامې خيرن وګڼي

زه ورته وخاندم او دا د ژوندون رنګ وګڼم

دا پکې ګوتې وهي دا پکې لړم لټوي

ما په دې تور چې په غربت کې باچهي کومه

تر غاړه ونيسي، تر مرګه مې بيا نه کړي ازاد

ووايي ردالفساد ردالفساد

__

يوه بلا،

          يوه ړنده يوه بې سترګو بلا

په دې درست کلي کې تنها ګرځي بېغمه ګرځي

د هر وجود څلي ته وخاندي پر مخ تېره شي

د هر چا روح پخپل بدن کې پټ دى

ږغ په خوبونو کې اوږدې شپې د يلدا وړى دى

عقل او زور مو د خيالونو په وطن کې پټ دى

څوک به د مرګ په غوږ کې ووايي چې ژوند زنده باد

ووايي ردالفساد ردالفساد.

***

  • ٢٥ فبروري ٢٠١٧م کال
  • کوټه

1 COMMENT

  1. افغانانو متفق سی
    داسی بلاکانی ستاسو نیکونو هم به اتفاق سره له منخه وری دی
    خدایه ج د افغانانو دشمن نابود کری

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب