جمعه, اپریل 26, 2024
Home+پرونۍ او نننۍ کره کتنه | ډاکتر لعل پاچا ازمون

پرونۍ او نننۍ کره کتنه | ډاکتر لعل پاچا ازمون

د کره کتنې د بحثونو له لړه
لومړۍ برخه
د هرې زمانې ادبیات د خپل مهال او چاپېریال هنري تفسیر، تصویر او تعبیر دی، د هرې زمانې په ادبیاتو کې نوي مسایل، انځورونه، کلمې، ترکیبونه، مفاهیم او نوي انځورونه رامنځته کېږي.
د ادبیاتو منځپانګیز او جوله ییز ارزښت او بدلون د پام وړ وي، کره کتنه د ادبیاتو ارزونه کوي، د کره کتونکي ذهن تل له ماضي سره تړلی وي، د ماضي ادبیاتو په لوست کې د نویو ادبیاتو د رامنځته کېدو لاملونه، پرمختګونه او نوي مسایل راسپړي، دې پوښتنې ته ځواب وایي چې په اوسنیو ادبیاتو کې کوم پرمختګونه، مسایل، مفاهیم او ترکیبونه رامنځته شوي چې په تېر کې نه وو!؟
په تېرو ادبیاتو کې کوم مسایل وو چې په نننیو ادبیاتو کې نشته، کوم مسایل، مفاهیم او انځورونه دي چې په تېرو ادبیاتو کې وو چې اوسنيو ادبیاتو هغوی ته پرمختګ، نوی رنګ او نوې بڼه ورکړې وي او یا یې بیا، بیا پاللي وي؟ کوم مسایل، مفاهیم، کلمې او ترکیبونه دي چې په تېرو ادبیاتو کې ډېر کارول شوي او اوسنیو ادبیاتو هم هغه راخیستې وي؟
د پرون ادبیاتو په ژوند څه اغېز کړی؟ او ننني ادبیات ژوند ته څه ورکوي؟
په پرونیو ادبیاتو کې د ټولنې کوم اړخونه منعکس شوي؟ څېړل شوي او انځور شوي دي؟
ننني ادبیات هماغه مسایل را اخلي او که نه نوي مسایل په نوې بڼه او رنګ کې وړاندې کوي؟ په نننیو ادبیاتو کې د پرمختګ څرکونه کوم دي؟ یا کوم مسایل دي چې د لوستونکي یا اورېدونکي ذهن او سترګې ور اوړي او اغېز ښندونکي دي؟
دا اودې ته ورته نور مسایل په ادبیاتو کې راڅرګندېږي، دغه څرګندتیا ټولنې، مهال او مکان راښیي.
ایجادي ادبیات د یو ځانګړي مهال او ځای زوکړې دي، د هر مهال ادبیات د هغه مهال له ارزښتونو او ځای ځایګي یوه هنري تابلو وړاندې کوي او څېړنیز یې بیا د مهال، د پېښو، اصولو او د خلکو د انګېرنو له مخې څېړي.
اوس راځو کره کتنې ته!
کره کتنه هم د ادبیاتو یوه داسې ارزونه ده چې د ادبیاتو د رامنځته کېدو شرایط او مهال او مکان په نظر کې نیولو سره ارزوي، دغه ارزونه د ادبیاتو د لا بډاینې، پر ادبیاتو د پوهاوي، ارزښت ښودنې، سپړنې او د تېروتنو د مخنیوي په پار کېږي.
لکه څنګه چې په ادبیاتو کې نوي پرنسېپونه، اصول او مسایل رامنځته کېږي، کره کتنه هم ور ته له یوه نوي لیدلوري کېږي.
د تېرې زمانې د ادبیاتو اصول او پرنسېپونه په نویو ادبیاتو د ډېر تطبیق وړ نه وي، نو اړینه ده چې د کره کتنې لیدلوری هم د نویو ادبیاتو له لیدلوري سره برابر کړو.
پرونۍ کره کتنه د ادبیاتو د شکلي خواوو په نظر کې نیولو سره زیاته په فورم غږېدله، پرونیو ادبیاتو کې د نظم او نثر په فورمونو کې مشخص چوکاټونه وو، کله به چې کره کتنه په ادبي اثارو کېدله، نو دغو چوکاټونو ته به یې هم ډېر پام و.
د بېلګې په توګه: د غزل چوکاټ یا فورم، دغه فورم په تېر کې یو داسې ادبي ژانر و چې یوازې او یوازې یوه عشقي مسله یا مضمون به یې را اخیست او تر پایه پورې به یې هماغه موضوع وړاندې کوله، نو کره کتنه یې هم د همدغه اصولو له مخې کېده چې ایا شاعر د غزل دغه چوکاټ د تعریف پر بنسټ پاللی او که نه؟ ایا په غزل کې مضمون افریني له لومړۍ مسرې تر پایه پورې پالل شوې او که نه؟ ایا د غزل تسلسل ساتل شوی او که نه؟ دا هغه معیارونه وو چې څه ناڅه غزل ته ځانګړي شوي وو، خو اوس مهال د غزل په چوکاټ او رنګینۍ کې ژور بدلون ښکاري، اوس غزل یوازې او یوازې د مضمون د تسلسل پر بنسټ نه وي، د غزل هر بیت یو ځانګړی انځور دی، یوه ځانګړې موضوع او انځور ټاکي، نو پرونی غزل له ننني غزل سره په موضوعي او جوړښتیز لحاظ توپیر لري، په پروني غزل کې شاعر دې ته مقاعد و چې مطلع او مقطع وپالي، خو ورو، ورو شاعر له دغه قیودو نه راووت.
په پروني غزل کې شاعر د یوې موضوع او تسلسل پالنې ته ذهن په چوکاټ کې بند کړی و خو اوسنی غزل د شاعر ذهن او تخیل خلاص پرېږدي، ازادي ورکوي، په ننني غزل کې کله ناکله مطلع هم وي، کله خو بې مطلعې غزل هم رامنځته کېږي، شاعر بې مطلع غزل وایي، مقطع هم پکې اړینه نه ده …
دا او دې ته ورته نور پرنسېپونه هم شته، خو دا هغه اصول او پرنسېپونه دي چې د ننني او پروني غزل تر منځ برید ټاکي.
که اوس پر غزل کره کتنه کوو او مخې ته مو پرونی یا پخوانی غزل پروت وي، نو ننني قواعد او پرنسېپونه په هغه پخواني یا پروني غزل نه شو تطبیقولی، همدارنګه په ننني غزل پروني قواعد او اصول نه شو تطبیقولای، همداسې نور فورمونه هم درواخله، بیا په هره زمانه کې نوي فورمونه رامنځته شوي دي چې هغه د هماغې زمانې تولید دی او څېړونکو د هغې لپاره د پرنسېپ د مطالعې سره یو لړ اصول او پرنسېپونه ټاکلي دي.
د همدغو پرنېسپونو او اصولو په رڼا کې د کره کتنې چارې ترسره کېږي، په موضوعي لحاظ باندې په پرونیو ادبیاتو کې عشقي، حماسي او اصلاحي نظریه غښتلې وه، په نننیو ادبیاتو کې هم دغې موضوع ته څه ناڅه پام شته، خو په نننیو ادبیاتو کې د ټولنې د ذهني پرمختګ سره سم نوي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز مسایل رانغاړل کېږي.
په نننیو ادبیاتو کې که ژبه او جامه یې هم عشقي وي خو ټولنیز، سیاسي او اقتصادي افکار پکې رانغاړل کېږي.
دا ځکه چې ټولنه د یو نوي تمدن خواته روانه ده، نوی تمدن ټکنالوژي ده، ټکنالوزي د ژوند په ټولو چارو اغېز کوي،
دغه اغېزې په اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیز لحاظ په ادبیاتو هم اغېز کړی دی، ددغه اغېز پر بنسټ د ادبیاتو په محتوا، منځپانګه او مضمون کې هم بدلون راغلی دی.
نو زموږ نننۍ کره کتنه په موضوعي یا محتوایي لحاظ نوي مسایل د نویو پرمختګونو او تعریفونو په رڼا کې راسپړي او ارزوي یې.
په پرونیو ادبیاتو کې د ټکنالوژۍ دغه خبرې سیاسي، تاریخي او اقتصادي مسایل ډېر نه وو نغاړل شوي خو څرنګه چې ټولنې وده مونده او په ټولنه کې نوي حرکات رامنځته کېږي، نو ادبیات یې نوې بڼه مومي، د نننیو ادبیاتو کره کتنه هم د نویو اصولو او پرنېپسونو او تعریفونو په رڼا کې ترسره کېږي.
په پرونیو ادبیاتو کې ادبي صنعتونه خصوصاً د بدېع برخې ته ډېره پاملرنه کېده او د بیان په برخه کې تشبه ډېره پالل شوې ده.
په نننیو ادبیاتو کې بدیعي مسایلو یا د بدېع اړوند مسایلو ډېره پاملرنه نه کېږي، تشبه هم خپل ځای استعارې، سېمبول او اسطورې ته پرېښی دی.
هنري صفت، پراډوکس، حس امېزۍ او شخصیت جوړونې وده موندلې ده، په پرونیو یا پخوانیو ادبیاتو کې د توشېح معما، لف ونشر ، طباق او… ډېر پالل کېدل.
بې ټکیو شعر او د بدن له غړو سره اړوند ادبیات لکه: داسې یو بیت ووایه چې شونډې یې په ویلو سره ونه نښلي.
په نننیو ادبیاتو کې دغه مسایل نه پالل کېږي، ننني ادبیات د ذهني او عیني انځورونو وجود وړاندې کوي، پرونیو ادبیاتو کې عیني انځورونه ډېر پالل کېدل خو په نننیو ادبیاتو کې ذهني انځورونو ته ډېره پاملرنه کېږي.
پرونیو منظومو ادبیاتو مقید وزن، قافیې او ردیف ته پام کاوه، په نننیو ادبیاتو کې قافیه، ردیف او مقید وزن اختیاري دي.
ننني ادبیات سېلابوتونیک جوړښت ته ارزښت ورکوي، د سېلابیز انډول پرځای سېلابوتونیک ارزښت زیات پالي، همدارنګه په نننیو ادبیاتو کې د مقید وزن پرځای د خلاص یا اهنګوال وزن او اهنګ ډېر پالل کېږي.
په پرونیو ادبیاتو کې مرسل یا ساده نثر او مسجع نثر پالل شوی و، په نننیو ادبیاتو کې پر ساده نثر سربېره منظوم نثر هم رامنځته شوی دی.
نو ددغو بدلونونو له مخې دغه هر ژانر او نوې پرمختللې بڼه ځانته پرنسیپونه لري، نننۍ کره کتنه د همدغو پرنسیپونو پر اساس په نویو ژانرونو او بڼو راڅرخي، خو نننۍ کره کتنه دغه اصول او پرنسیپونه په پرونيو یا پخوانیو ادبیاتو نه شي تطبیقولای، هغه په دې خاطر چې ځینې ژانرونه هلته نشته او ځینې بڼې یې هم په هغه شکل چې په پخوانیو ادبیاتو کې پالل شوي، په نوي او ننني شکل نه دي.
کله که د نظم د وزن خبره کوو، په پخوانیو ادبیاتو کې سېلابوتونیک یا عروضي یا مقید وزن پالل شوی دی، کره کتنه هم باید پرې د همدغو اصولو په رڼا کې وشي.
په پرونیو ادبیاتو کې قافیوي نیمګړتیاوې راسپړل کېدې، کره کتونکي دغو ادبیاتو ته د قافیې د عیبونو له لیده هم کتل، په نننیو ادبیاتو کې قافیه یو اختیاري بنسټ دی، دلته د قافیې د عیبونو مسله ټکنۍ ده، ځکه قافیه د هرې ژبې د ژبنیو جوړښتونو پر بنسټ رامنځته کېږي.
پر پرونیو ادبیاتو د پارسي او عربي ژبې او ادبیاتو اغېز زیات و، په اوسنیو ادبیاتو کې بیا له غربي ژبو سره د خلکو د اشنایۍ او بلدتیا اغېز وینو.
پخواني ادبیات د عربي ژبې د قواعدو له مخې کره کېدل، هلته به په ادبیاتو بحث هم د عربي ژبې د تیورۍ پر بنسټ و، خو پر نننیو ادبیاتو د عربي ژبې او ادبیاتو تیوري د تطبیق وړ نه ده، نننۍ تیوري ځانته خپل او نوي مسایل هم وړاندې کوي او ځینې برخې یې د اروپایي یا غربي او انګرېزي ادبیاتو تر اغېز لاندې دي او څه هم پخپله پدې ژبه کې د نوې تیورۍ پر بنسټ رامنځته شوي مسایل دي.
نو کره کتنه یې هم د همدغو نویو پرمختګونو او بنسټونو له مخې ترسره کېږي.
په پرونیو ادبیاتو کې اخلاقي، تعلیمي او تربیتي مسایل ډېر پالل کېدل، کره کتنه یې هم پر همدغو بنسټونو ولاړه وه، خو په نننیو ادبیاتو کې اخلاقي، تربیتي او تعلیمي اړخونه په نوي رنګ رنګېدلي دي، نوې ژبه او مفاهیم لري، د نوې ژبې او مفاهیمو مانا دا چې دغه مسایل په یو نوي رنګ او نوې جامه کې داسې وړاندې شي چې په شاعرانه کیفیت کې فکر وړاندې شي.
په نننیو ادبیاتو کې دېداکتیک یا تعلیمي او تربیتي نظمونه کم ښکاري، ځکه چې نن پخيله ژوند او د ژوند د پرمختګ وسایل نوي شوي، نن انسان پخپله د تعلیم او تربیې خواته روان دی.
پروني ژوند کې د یو هڅوونکي لاس و، هغه لاس په دې مانا چې په زور او جبر سره به یې تعلیم او تحصیل ته خلک بلل، د تعلیم او د تحصیل خبره اختیاري نه وه، جبري وه، خو په اوسني ژوند کې هر انسان هڅه کوي چې لوړ تحصیلات وکړي، تعلیم او د نوې ټکنالوژۍ پر بنسټ خپل ژوند برابر کړي.
په پرونیو ادبیاتو کې همدغه تربیتي او اخلاقي خبرې د ټولنې د چوکاټونو او مشخصو اخلاقي او تربیتي کوډونو او قراردادونو پر بنسټ څېړل کېدل، خو په نننیو ادبیاتو کې چې اخلاقي او تربیتي کوډونه او حدودات د انسان په ذهن پورې تعلق لري او انسان ته یو ډول ازادي ورکړل شوې، نو کره کتنه هم د همدغې ازادۍ پر بنسټ ترسره کېږي.
په پرونیو ادبیاتو کې د یوې دکتاتورې او مقیدې ټولنې انځورونه وړاندې شوي دي، په نننیو ادبیاتو کې د ولسواکۍ او جمهوریت مسایل هم وړاندې کېږي.
نو: نننۍ کره کتنه د همدغې ولسواکۍ، او بیان د ازادۍ پر بنسټ ده، خو په پرونیو ادبیاتو کې هر څه د یو مقید چوکاټ له مخې کره کېدل.
په پرونیو ادبیاتو کې نصیحتي مسایل ډېر زیات نغاړل کېدل، میراثي خبرې، د هغو پرنسېپونو او اصولو په چوکاټ کې ځان راوستل چې هغې ټولنه کې دودیز اړخ لاره، خو په نننیو ادبیاتو کې ذهني ازادي او د انسان د خپل فکر او عقل له مخې رامنځته شوي مسایل نغاړل کېږي، نو کره کتنه یې هم د همدغو پرنسېپونو په رڼا کې ده.
په پرونیو منظومو ادبیاتو کې دیوانونه باب وو، په اوسنیو ادبیاتو کې په لوی لاس فکر ته زولنې نه اچول کېږي، دا دشاعر د ذهني ازادۍ اړوند دي چې په کوم فورم او څه ډول خپل شعرونه را ټولوي.
په پرونیو ادبیاتو کې د شاعر ذهن د الفبا چوکاټ هم نیولی و، کله چې موږ کره کتنه کوو، نو هغه چوکاټونه او پرنسېپونه هم په نظر کې نیسو، خو د هغو چوکاټونو او پرنسېپونو کره کتنه په نننیو منظومو ادبیاتو د تطبیق وړ نه ده.
په نننیو ادبیاتو کې د نثر او نظم موسیقیت ته ډېره پاملرنه کېږي، د نثر او نظم ښکلاییزه او اغېز ښندونکې برخه په موسیقۍ پورې تړلې ده، د نظم او نثر موسیقي یو ځانګړی کیفیت او رنګ لري، شاعر او لیکوال هڅه کوي چې د کلام د اغېز ښندلو ژبه پیاوړې کړي، کلام دومره اغېزمن او اغېزناک کړي چې د لفظونو د رنګارنګۍ، اوډون او رنګینۍ له مخې مخامخ لوری《اورېدونکی یا لوستونکی》تر خپل اغېز لاندې راولي.
موسیقي ځانته تعریف لري، د شعر موسیقي《داخلي او بهرنۍ》ځانته ځانګړي جوړښتونه دي، د نننیو ادبیاتو کره کتنه د همدغو جوړښتونو او پرنسېپونو په رڼا کې ترسره کېږي، خو په پرونیو ادبیاتو دغه ننني مسایل د تطبیق وړ نه دي، هلته د نظم او د نثر موسیقي بېله وه او د ژبې رواني هم دومره نه وه لکه په نننیو ادبیاتو کې چې رامنځته شوې ده.
ژبه ماشین ته ورته ده، هر څومره چې کارېږي؛ هاغومره سیقل کېږي، تراشل کېږي او روانېږي.
نو د نننیو ادبیاتو په نثر او نظم کې کره کتنه د پرونیو سره د نظم او نثر په روانوالي، سادګۍ، تراشل کېدو او موسقیت کې ځانګړې او توپیر سره لري.
په نویو ادبیاتو کې د عصر نوې غوښتنې او مسایل رانغاړل شوي دي، مثلاً د کمپیوټر زمانه ده، د کمپیوټر په توکو کې موس، کېپبورډ او انټرنټ، دا ځانګړې دندې لري، موږ نه شو کولی چې یوه دنده بل ته ورکړو، که چېرته په ادبیاتو کې دغه تېروتنه ولیدل شوه، نو د نننیو پرنسېپونو له مخې کره کتونکی یا کره کتنه دغه مسایل نقدوي او کره کوي یې.
په ټوله کې دا ویلی شو چې د هر عصر کره کتنه د هماغه عصر د ادبیاتو د ځانګړو شکلونو له مخې ترسره کېږي، د ادبیاتو لفظي او منځپانګیزه بڼه که بدلون مومي، نو د کره کتنې په اصولو او پرنسېپونو کې به هم نوی والی راځي او د کره کتونکي لیدلوری هم ورسره بدلېږي، نو ځکه کره کتنه د همدغو لیدلوریو له مخې د ادبیاتو لیدلوری را سپړي او شني یې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب