Homeخبرونهبلخ کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

بلخ کې د يوې کورنۍ ۷ غړي وژل شوي

تاند:( شنبه، د دلوې پینځلسمه)‏ ‏په بلخ کې د طالبانو ځايي چارواکو تاييد کړه، چې تېره شپه د يوې کورنۍ ۷ غړي په مرموز ډول په دې ولايت کې وژل شوي دي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند محمد آصف وزيري ويلي، چې دغه کسان د چمتال ولسوالۍ په “جرقلعه” کلي کې وژل شوي.

وزيري وايي، چې د پېښې د عاملینو د نیولو لپاره هڅې روانې دي.

په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو له واکمنيدو وروسته، د داسې پېښو د زیاتېدو خبرونه ورکول کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...