سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeادبلنډه کیسهښار (لنډه کیسه) لیکوال/ محمد خالص ادیب

ښار (لنډه کیسه) لیکوال/ محمد خالص ادیب

  • هر کس به چې پورته وکتل، شېبه وروسته به ولړزېد، پر ځمکه به ولوېد، دوکاندارانو به یخې اوبه پرې اچولې

غلی شو، له اوږده ځنډ وروسته یې بیا ځان خبرو ته راجوړ کړ، له پلار مې پوښتنه وکړه:

  • څه کیسه ده؟

هغه مې پر تندي لاس راتېر کړ، تر تورو برېتو لاندې یې وچې شونډې وخوځولې:

  • ګرمي ده زویه!

څو کسه مې پرله پسې ولیدل، په ذهن کې مې په یوه پسې بله په بله پسې بله پوښتنه پر ځمکه د پرېوتو کسانو اړوند راټوکېده، ورو ورو باد لګېد، د سړک له ژۍ یې مړې خاورې ټولولې، په ښار کې د ټولو کسانو پر څېرو خړ ګرد ناست و، د پلار لاس مې په لاس کې نیولی و، یوه یوه ګوته مې پرې کش کوله، کله به یې چې شاوخوا وکتل، له سترګو به یې اوښکې وغړېدې، ورته مې وویل:

  • ژاړې پلاره؟

اوږې یې وخوځولې، په سترګو یې د څادر پیڅکه تېره کړه:

  • نه، باد مې سترګې له خاورو ډکې کړې

بیا یې څادر سترګو ته ونیوه، ژوره ساه یې واخیسته، کښتینۍ شونډوه یې تر غاښونو لاندې کړه، د حرکت یې راته وویل:

  • ځه زویه!

ورغبرګه مې کړه:

  • لږ اوبه تږی یم

په همدې ځای د درېدو یې راته وویل، څو قدمه وړاندې ولاړ، له دوکاندار سره په خبرو شو.

 په ونه دنګه په تور حجاب کې نغښتې مېرمن مې له څنګ سره تېره شوه، یو دم ولوېده، پر څوکۍ ناست سپین ږیري کوزۍ ته لاس کړ، مخ ته یې اوبه ور وشیندې، اېخوا ته د څو کسانو په غاړه کې ټوپک راځوړند ولاړ و، پورته مې ورکتل، پر راځوړوند پرې شویو لاس او پښه مې سترګې ولګېدې، بد تاثیر یې راباندې وکړ، لوېدلی وم،  نور په ځان نه یم پوه شوی، یو وخت مې سترګې وغړولې، روغتون و، سیروم نیمایي خلاص شوی و، څه به درته ووایم، ښار ټوله کنډواله و، په سړکونو کم کم بیروبار جوړ شوی و، کابل ښاریانو تازه دمه اخیستې وه، خو یوه خبره به درته وکړم:

  • که ولسمشر هر څنګه و د اخري پرېکړې ستاینه یې کوم

په اتاق کې پورته شو، له درېیم منزله یې د ښار هسکې ودانۍ له نظرې کړې، سګریټ یې بیا پر شونډو کېښود، د موبایل په سکرین  یې ګوته کش کړه، دکلمه یې پلې کړه:

کابل مې نشي د نفرت په رهبرانو پېرزو

هلته زما او ستا لومړي ځلې کاته شوي دي

پای

۲۰۲۲مې ۲۶مه شبرغان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب