Homeخبرونهکابل کې لاریون، ښځینه معترضانو د ممانعت سره بيا هم خپلې غوښتنې...

کابل کې لاریون، ښځینه معترضانو د ممانعت سره بيا هم خپلې غوښتنې په ډاګه کړې

تاند(یکشنبه، د جوزا ۸ مه) له څه مودې ځنډ وروسته په کابل کې نن بیا يو شمېر ښځينه معترضانې د طالبانو د قیوداتو او خپلو ستونزو په اړه کابل کې لاریون کاوه، خو د طالبانو ځواکونو يې مخنیوی کړی دی.

دغو معترضانو ویلي، چې د ورځ تر بلې زیاتیدونکي فقر او بې کارۍ پر وړاندې يې د کابل ښار په شهرنو او په دویم قدم کې د ګلبهار سنټر مخې ته د لاریون تابیا لرله، خو طالبانود لاریون له مخنيوي څخه وروسته هغوی تعقيب کړي هم دي.

لاریون کوونکو له دې سره بيا هم د « ډوډۍ» « کار» « ازادۍ» او « زده کړې زموږ حق دی» شعارونه ورکړي دي.

د معترضینو له ډلې یوې نجلۍ خبریالانو ته وویل، چې دوی مساوي حقونو ته تر رسېدو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

د طالبانو د بيا واکمنیدو څخه وروسته، په افغانستان کې میلیونونه نجونو او ښځو ته د زده کړو، فعالیتونو او دندو اجازه نه ده ورکړل شوې.

له دې کبله طالبان په کور دننه او نړيواله کچه سختو نيوکو سره مخامخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...