جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د ډاکتر ماخان شینواري په ځواب | څېړنیار شریف الله دوست

د ډاکتر ماخان شینواري په ځواب | څېړنیار شریف الله دوست

پښتو متل دی وايي : خبره چي ډېري خولې ووهي پخه سي. ‌ډېر خوشحاله سوم چي زما پر لیکنه (ایا تر یواځي سربل دی؟) ښاغلي ډاکتر ماخان مېږي شینواري خپل نظر ورکړی دی. په دې کار او زیار سره مننه ځیني کوم. نظریاتو ته یې درناوی لرم خو د منلو او نه منلو قضاوت یې علمي دلایلو او لوستونکو ته پرېږدم. زما د مهربان لارښود استاد څېړنپوه زلمي هیوادمل خبره: “په ټولنیزو علومو کښي څېړنه کول وروستی حرف نه لري. ” یعني نوري څېړني به هم کوو لا به مخ ته ځو.

 پښتو ژبه یوه سویل ختیځه آریاني ژبه ده، خو د اندوآریاني Indo-Aryanin ژبو ځانګړني هم په ځان کښي لري چي لوی استاد پوهاند علامه عبدالحي حبیبي نیمه پېړۍ مخ کښي ورته نغوتي(اشارې) کړي دي. مشهور روسي پوه (م.اُرانسکي) دا ځانګړني تر لرغوني آریاني(آریک) ژبي مخ کښي بللي او هغه ته یې د ژبپوهني په اصطلاح کي لاندینی قشرSubstrate ویلي دي. دا خبره ده چي پښتو ژبي یو شمېر غبرګژبیز Retroflex فونیمونه خوندي کړي دي. لکه /ټ/، /ډ/، /ړ/، /ڼ/. چي دا فونیمونه بیا ټول په آریک ژبه کښي نه سته. او لا ډیري آریاني ژبي دا فونیمونه نه لري.( دا بحث به په بله مقاله کښي درنو لوستونکو ته وړاندي سي.) چي په دې او نورو ګرامري جوړښتونو او ځانګړنو سره په پښتو ژبي  کښي خپله پېچلتیاوي رامنځته راغلي دي، د دې پېچلتیاوو حل ډېري څېړني غواړي . راځو سیده د ډاکتر صاحب شینواري نظریاتو ته: 

معزز استاده! په سر کښي مو ویلي دي چي ستاسي په اصطلاح:”  ژبلار څوک نه راپیدا کوي او نه یې له ځان څخه لیکي یا جوړوي، ژبلار په ژبه کې شته ” زه خو وایم چي په دې خبره سره مو  خپلي شاوخوا نیمي پوښتني ځواب کړي دي. ژبپوهان هم وايي چي په ژبه کښي قاعدې موجودي دي موږ یې فقط محسوسوو، استنباطوو او راباسو.

تاسي په لومړیو خبرو کښي ویلي چي زما په لیکلو تعریفونو باندي نه یاست پوه سوي. بالکل ستونزه دلته ده چي که لومړی په تعریف باندي ځان پوه نه کړو په نورو خبرو خو بیخي نه پوهیږو. لومړی باید تعریفونه دقیق ولولو او ځان په پوه کړو. بیا خپل نظر وړاندي کړو ځکه تعریفونه موضوع ته د ننوتلو کیلۍ دي.

جالبه دا ده چي یو وار (تر) نه سربل ګڼۍ او نه هم وستربل او بیا مو دا نومووني تر پوښتني لاندي راوستلي دي چي (سربل او وستربل) درته پر ځای نومووني نه ښکاري. بل ځای خپله خبره بیرته ردوی.

ځواب: تاسي چي (تر) سربل او وستربل نه ګڼۍ خو بیرته مو په خپله ټوله لیکنه کښي دا وییوکی او توکی د مخځاینیوي(preposition) او پسېځاینیوي(Post position) د شخصي نیولوجیزم-نیولوګیزم له لاري بې چون چرا تر پایه تکرار راوړي او منلي. که نه نو تاسي به (تر) څه شي و نوموئ؟ بل دا چي سربل د دوو موفیمونو (سر + بل) مخکنی + قدم، ګام او پل معنا ورکوي. وستربل (وستر = وروسته +بل) وروستی ګام، قدم او پل. دا نوموونه ارواښاد عبدالرزاق پالوال د (غوبل) کلمې څخه په استنباط جوړي کړي دي.

تاسي د خلکو ورځنۍ محاورې معیار نه ګڼۍ. له بلي خوا د (ترو) ،(مرکب بل) په برخه کښي خپله د شینوارو لهجه د معیار له پاره راوړئ ایا دا نو معیار سو؟ (ترو) مو د پیروښان د متن څخه راخیستی او بله معنا مو ورته کارولې ده. پیروښان خو شینواری نه و بلکي اورمړ و. سمه ده چي د خلکو ورځنۍ محاورې بشپړي معیاري نه دي خو همدا ژبني – ګرامري معیارونه موږ د ژبي د ویونکو له خولو او خبرو جوړوو. موږ خو د چا په خولو کښي خبري نه سو ور برابرولای بلکي خپلي ژبنۍ قاعدې د ویونکو پر ویناوو جوړو. بل دا چي د (ترو) مرکب بل یواځي بایزیدروښان نه بلکي د ده پیروانو او نورو  هم لکه: رحمان بابا ، حمیدبابا … ډېر کارولی دی هورې هم په همدې مفاهیمو راغلي. (ترو) مو په شینوارو لهجه کښي د سم، سیده او سیخ پوهېدني په معناوو راوړی سمه ده وي به. خو دا موضوع د cognitive semantics یا شناختي معنا پوهني اړوند ده یعني د یوې کلمې او لغت څخه د خلکو شناخت او برداشت څه دی؟ د هري سیمي خلک د کلمو څخه خپل بېل شناخت لري. خو د پیر روښان په متن کښي په دې معنی نه دی راغلی بیا هم وایم هورې د (ترڅو پوري) په معنا راغلی.

تاسي ویلي: ” (تر) په پښتو ژبه کښي یو مورفیم دی او پرته له دې څه پوهېدنه نه لري”. داسي نه ده ما د فعلونو ، قیدونو او صفتونو نمونې هم راوړي دي ښايي تاسي لوستي وي. که یې څوک لولي په همدې تاند ویبپاڼه کښي د (ایا (تر) یواځي سربل دی؟) لیکنه ولولئ.

تاسي ویلي چي د انګریزي د  Until تجربه مو خپله هم کړې خو ناسمه یې ګڼۍ  یواځي مو یې انډول (پوري) وستربل ښوولی. زه وایم يو مخ داسي نه ده. Until په انګریزي کښي د سربل/ preposition او تړوییکي (حرف ربط)/ Conjunction دواړو په دریځ او موقف کښي کارېدنګ لري ډېرو حالاتو کښي (تر) ورڅخه مراد وي لږ ځایونه د (پوري) په دریځ کښي راځي. لکه:

الف. د Preposition  په دریځ کښي: د up to(=the time that) په معنا او مفهوم کاریږي:

They played football until noon.

(دوی تر غرمې پوري فوټبال کاوه.)

یا: (دوی تر غرمې فوټبال #کاوه.)

The lecture didn’t end till one o’clock. 

(تدریس تر یوې بجې پوري پای ته و نه رسېدی.)

یا: (تدریس تر یوې بجې #پای ته ونه رسېدی.)

ب. د conjunction  په دریځ کښي: په مشخص ډول دلته ( until ) د subordinating conjunction په دریځ کښي راځي چي یوه کړنه او عمل د یوه ټاکلي وخت سره مښلوي(پیوندوي):

بولګه:

Let’s wait here till the rain stops. (till + subordinate clause)

راځئ تر هغو پوري دلته ودریږو چي باران دریږي.

راځئ تر هغو# دلته تم سو چي باران دریږي.

هو خو یوه خبره د یادولو وړ ده چي موږ په عادي ډول البته په انګریزي ژبه کښي هیڅکله د until clause تر main clause مخ کښي نه سو راوړلای. لکه:

Until the lecture ended no one left. (ناسم)

تر هغو چي تدریس پای ته رسیږي، څوک له ټولګي نه سي وتلای. 

(سم)No one left the class until the lecture ended.

سړی له ټولګي نه سي وتلای تر هغو چي تدریس خلاصیږي.

په پوتنیو دوو بولګو کښي لومړنۍ یې د انګریزي ژبي د قاعدې خلاف ده خو په پښتو ژبه کښي یې دواړي بولګي سمي دي کومه جمله پوهنیزه نیمګړتیا نه لري. په پښتو کښي لومړنۍ جمله ساده شرطي ده. خبر یې مخ کښي او مبتدا یې وروسته ده او دویمه یې اسمي – فعلي او ټینګاري شرطي جمله ده. مبتدا مخ کښي او خبر یې وروسته دی. د پښتو جمله پوهني آره(اصلي) قاعده خو دا ده چي مبتدا مخ کښي او خبر په پسې راسي خو کله کله په منځ کښي هم راځي: لکه دا ادبي جمله یا نیم بیتي: سخت دی انتظار د یار. په دې جمله کښي انتظار مبتدا ده. مبتدا د جملې په پای کښي: هر څه نه سمیږي تل په دې نړۍ. (په دې نړۍ کښي) مبتدا ده چي د جملې په پای کښي راغلې ده.

جالبه دا ده چي تاسي باید د (تر) پر پوزیشن (بل) باندي تمرکز کړی وای تاسي د زړو متونو د سمېدو (!) هڅه کړې ده. چي د متنپوهني له مخي موږ د دې کار اجازه نه لرو. زموږ بحث پر (تر) باندي دی. په زړو متونو کښي لاس وهل او هغه د خپلي غوښتني سره برابرولو حق موږ نه لرو. دا د هغه وخت پښتو ژبه او محاوره وه او په هغه وخت کښي رواج وه ، پېړۍ پېړۍ وروسته به زما او ستا نننۍ محاوره هم نویو نسلونو ته د منلو وړ نه وي یا به نیم نه په پوهیږي. دا قضاوت د تاریخ دی.

ما د سلیمان ماکو د متن دا برخه د بولګي په ډول راوړې وه: “نقل کاوه سي چي شیخ بیټني به ډېر تر ډېر دا سندري لولولې او دکسي په غره کښي به ګرځېده. ” ستاسي سمېدنه(!؟): له ډېر څخه تر ډېره پوري. 

یا هم د پیروښان دا متن: “شریعت به یې په هر وخت په هر زمان… “

ستاسي سمېدنه(!): له تل څخه تر تل پوري. یو وستربل (څخه) مو نه پوهیږم ولي ور اضافه کړی دی؟

زما مثال: (په باغ تر هغو نه ننوځم چي ته راځې.) تاسي دا جمله ګونګه بللې ، خو زه وایم قضاوت دي لوستونکي وکړي چي د دې جملې کومه برخه ګونګه ده؟ بلکي یو نورمال جمله ده. تاسي یې انډول لاندي وړاندي کړی چي ستاسي مثال کښي بې ځایه اوږدېدنه سوې ده: لکه

“زه تر هغې پوري و باغ ته نه ننوځم،تر څو پوري چي ته نه وې راغلی.” 

بل دا چي زما (ترڅو) مو ناسم بللی او پر ځای مو د (چي) وستربل سم بللی خو وروسته مو خپله (ترڅو) کارولی خپله خبره مو خپله رد کړې ده.

زما مثال: په شخصي کوښښ تر مخ کښي سوم.

 ستاسي مثال:

په شخصي کوښښ ورڅخه و مخ ته شوم. چي اصلاً کونګه جمله ده.

زما مثال: له کوره تر بازاره ځم. 

ستاسي مثال: له کوره تر بازار پوري ځم.

 تاسي یو (پوري) وستربل / postposition ور اضافه کړی. هو ما دا بولګه او مثال په ورځنۍ محاورو کښي راوړی او دا معمول ده، هیڅ ګرامري ستونزه نه لري. زما مثال کښي چي د (پوري) وستربل نه سته دې ته په سنټکس کښي Preposition Deletion/ لوېدنګ قاعده وايي. وستربلونه کله کله لویږي، په جمله کښي عیب نه راځي.

زما مثال: زه زرمینه تر مدینې ښه پېژنم.

ستاسي مثال: زه زرمینه ومدینې ته ښه پېژنم. هو دا لهجوي توپیر دی.موږ د لوی کندهار په لهجه کښي هیڅکله ستاسي غوندي مثال نه کاروو. 

زما مثال: له کوره تر پوهنتون پوري لاره ډاډمنه ده.

ستاسي مثال: له کور څخه تر پوهنتون پوري لاره ډاډمنه ده. 

تاسي د (څخه) وستربل وراضافه کړی دی. خو زما په بولګه او مثال کښي هیڅ ګرامري ستونزه نه سته. ځکه زما په مثال کښي د (څخه) ځای د کور+ه /ə/ ورستي زورکي نیولی دی چي دې ګرامري قاعدې ته په سنټکس کښي Relocation او  Positions replacement وايي. کله کله د وستربل پر ځای یو حرکت او فونیم هم راتلای سي، دا په پښتو جمله کښي معمول ده.

زما مثال: د پوهنتون محصلینو لاریون وکړ تر څو غوښتني یې ومنل سي.

ستاسي مثال: د پوهنتون محصلینو لاریون وکړ چي غوښتني یې پوره شي. 

اول خو زما او ستاسي مثالونه معنايي توپیر  سره لري. زما مثال کښي : (غوښتني یې ومنل سي.) په دې معنا او مفهوم چي محصلین مشخصي یو ، دوې یا څو غوښتني لري. خو ستاسي مثال: (غوښتني یې پوره شي.) په دې معنا چي ټولي غوښتني یې پوره سي. دا ممکنه نه ده او دلته موخه هم د ټولو هیلو پوره کول نه بلکي د یوې یا څو محددو هیلو منل دي نه د ټولو هیلو  او ارمانونو پوره کېدل.

د سربل preposition  له پاره مو د مخځای او د وستربل / postpositionله پاره مو د پسېځای جوړوني کړي چي ماته دا جوړوني او کاروني سمي نه ښکاري. دا د نیولوجیزم = نیولوګیزم په علم پوري اړه لري چي خپل اصول لري. 

په ورستي کښي په تکرار او ټینګار وایم چي (تر) په پښتو ژبه کښي سربل، وستربل او حتا مرکب بل(mix position) هم دی چي تاسي د center position لفظ ورته کارولی. (تر) په ټولو دریځونو او موقفونو کښي راتلای سي او درې سره دندي پر غاړه لري، په تېره لیکنه کښي مو یې خورا ډېر مثالونه لیکلي دي درانه لوستونکي یې هلته لوستلای سي. بل دا چي تر center position اصطلاح د mix position  اصطلاح ځکه سمه ده چي center position ښايي هر وخت د جملې په سنټر او مرکز کښي را نه سي ځیني وختونه ښايي سر، منځ او پای کښي وي. خو mix position اصطلاح عام مفهوم لري او هر ځای راتلای سي. د خپلي لیکني په آخر کښي مو ځیني تعریفونه او اصطلاحات راوړي چي ځیني یې د موضوع اړوند او ځیني یې زموږ د موضوع سره هیڅ تړاو نه لري.   درناوی

و ،، ایا (تر) یواځي سربل دی؟

1 COMMENT

  1. ډېر منلی او د موږ ځوان کدر څېړنیار شریف الله سلامونه او په ډېر ورنښت له تاسو او د تاسو اه استادانو هیله کوم، چې راڅخه زړبدي نه شۍ. دا ستونځې زه تل د ،،تر،، سره لرم، خو ستا په لیکنه کې مې بیاپه همدې پیل وکړ. دا له بده نیته نه ده. که یوې لاس ته راوړنې ته سره ورسېدو، خو ډېر به خوښ شم.
    له لاندې څخه دې لاس ته راوړنې ته راغلی یم.
    لرو: را ( در، ور) څخه ( سره، کره، پورې، ته، باندې، کې،……) او
    همداسې: له ما ( له تا، له هغه،…..) څخه( سره، کره). تر ما (ترتا، تر هغه،…) پورې. و ما ( وتا، وهغه ،…) ته. په ما ( په تا، په هغه،…) کې. او نور.
    دا درې غونډلې نورې هم راوړو:
    لومړی: (from) me
    را(څخه)
    له ما ( څخه)
    له پورته څخه لرو: را = له ما = me
    دويم: (until) me
    را (پورې)
    تر ما (پورې)
    له پورته څخه لرو: را = ترما = me
    دریم: (to) me
    را(ته)
    وما(ته)
    له پورته څخه لرو : را = و ما =me

    نو لرو: را = له ما= تر ما = و ما = me
    ما په خپله لیکنه کې داسې لیکلي وو.
    بشپړې – یا پوره غونډلې:
    زه تر کور پورې لاړم.
    زه له جلالاباد څخه تر کابل پورې پلی لاړم.
    که غواړ په ګډه و یوې لاس ته راوړنې ته سره ورسېږو، نو یواځې هغه غونډلې راوړو، چې دا ،، تر ،، ورسره راځي. پرته له ،، پورې،، څخه.
    [email protected] دا مې برېښنا پته ده، که غوښتل مو په خبرو کې سره پاتې شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب