شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د ټولنیزو رسنیو پښتو پالنه شعار دی، نۀ عمل

د ټولنیزو رسنیو پښتو پالنه شعار دی، نۀ عمل

تمهید سیلانی
هر کال همدا ورځ، ټولنیزې رسنۍ پۀ پښتو پالنې او مبارکیانیو مصروفې وي. پښتانۀ دا ورځ پۀ خورا احساساتو او رنګا رنګ شعارونو نمانځي؛ ځينې یې لا د پیغمبرانو، جنت و دوزخ او حتی د خدای د تکلم ژبه ګڼي. خال خال فرهنګیان او شاعران یې  پۀ مشاعرو او سندیز ترنم بدرګه کوي. قومي او ژبنیز نشنلستان یې پۀ مستعجلو غونډو او تشریفاتو د شخصي ګټو وسیله ګرځوي.
زمامدار، حکومت ږ، اکدمیک اماکِن او مُدرسین آرامه او چوپه خولۀ ناست وي. دوی ته نۀ پښتو لومړیتوب لري نۀ هم د مسلک پۀ سترګه ورته ګوري. زمامدار او نظام ته یاده ژبه د خپلو شعارونو، سیاسي ریکلامونو او مفاهیمو لپاره د یوې وسيلې پۀ توګه بسنه کوي. اکدمیک ماحول کې پښتو یوازې د ژوندانۀ د مادي مصارفو او آيندې د تضمین یوه سرچينه ده.
پۀ واقعي معنا حکومت او ملت لا د ژبې، فرهنګ او تاريخ پۀ ارزښت نۀ دي پوهېدلي، پوهان وايي: د کوم ملت ژبه او فرهنګ چې ومري هغه ملت پۀ  ژوندينې مړ دی. کۀ ووایم چې پښتانۀ پۀ ژوندینې مړۀ دي، لۀ واقعیته به لرې نۀ وي؛ کۀ  چېرې دوی  پۀ واقعي معنا ژوندي وی، نو د خوا و شا ۶۵ میلیونه ویونکو پۀ درلودلو سره لا هم دا ژبه د زوال پر لور روانه ده.
د آسيا پۀ کچه ددې ستر توکم ژبه چې ویونکي یې د خدای د تکلم، پیغمبرانو او جنت ژبه ګڼي، نۀ یو  « معیاري ګرامر » ته لاره پیدا کړه، نۀ پۀ یو ټول منلی « لیکدود» سره سلا شول، نۀ د ژبپوهنې یو نړیوال او کورنی مرکز لري، نۀ مسلکي کادرونه لري، نۀ هم معیاري نصاب او کریکولم یې جوړ شو، نۀ دا ژبه سیاسي او اقتصادي شوه، نۀ هم د معیاري ژباړې جوګه شوه او بلاخره  پۀ سیمه او ګاونډ کې دې ژبې د مقابلې او سیالۍ توان تر لاسه نکړ.
دا ځکه!
چې دا ژبه یوازې د شعار او منفی نشنلیزم او مادي امکاناتو لپاره کارول کيږي، نۀ د سیاست، اقتصاد، فرهنګ او علمي مبارې پۀ پار. ددې پر ځای چې نن دا ژبه د يوې تیوریک سمبول پۀ توګه پۀ رسنیو کې ښکته پورته کيږي، باید پۀ عملي توګه د هر اکدمیک ځای او شخص علمي اثار او کړنې د یو منظم پلان لۀ مخې نوي نسل ته ننداره شوې وی او دولت د یادې ژبې د پرمختګ او بډایتوب لپاره خپل استراتيژیک کلني پلان نندارې ته وړاندې کړی وی، تر څو ددې ژبې محصلین او ویونکي پۀ دې باوري شوي وی چې هم حکومت د نوموړې ژبې پرمختګ ته ژمن دی او هم مُدرسین یې د مسلک پۀ توګه پالي.
همد لامل دی چې د پښتو ژبې او ادبیاتو محصلین چې کله لۀ یاد پوهنځي څخه فارغ شي یوازې معلمۍ ته مخه کوي او دا کار د خپل مسلک کاري ساحه ګني، دا پۀ داسې حال کې ده چې ژبه او ادبیات تر نورو علمو ډېره د کار ساحه لري، مگر افغانستان کې برعکس نۀ ارزښت لري او نۀ هم د کار ساحه. نو د ټولنیزو رسنیو پښتو پالنه یوازې شعار دی، نۀ عمل. ددې پر ځای چې شعار ته لومړیتوب ورکړو راځئ عمل پرې وکړو.
د پښتو ژبې نړیواله ورځ دې هغو افغانانو ته مبارک وي چې پۀ ملي احساس خپله ژبه پرته لۀ تعصبه پالي او خدمت ورته کوي.
درنښت !

3 COMMENTS

  1. سلامونه،
    د پښتو ورځ دې هغو پښتنو/افغانانو ته چه پښتونولي لري ،پښتو وايي،پښتو لولي، پښتو ليکي،پښتو پیکر(فکر) کوي،پښتو ته ژباړنې کوي او له پښتو د نړۍ نورو ژبو ته ترجمې کوي،پښتو په ګوګل کښې اصلاح کوي او د زیار بابا خبره (یوې پښتو کره پښتو) لپاره زیار باسي مبارکه شي ؛ د پښتو د ادب ځلانده شپږ-اوو ستورو او ښوونکو استاذانو ارواهې دې ښادې ،او پس له دې دې د افغانستان د علومو آکاډيمي او د پیښور پښتو ایکیډیمۍ نوي ستوري وځلوي او پښتانه ء دې د فارڼ (بیګانه-پردیو) له یرغلونو وژغوري.
    ” پردئ ژبې زده کول که دی کمال+++ خپله ژبه هیرول بې کمالي ده””: مومند بابا ارواښاد وزیر صیب م.ګل خان

  2. سلام
    دعینی او ذهنی شرایطو په کتو سره:
    پښتو ژبه ډهېواد دزعامت ،موقف او ملی حاکمیت په کچه پرمختګ ،پیاوړتیا ، فرهنګی ودې ته ځانګړی ضرورت لری. پښتو ژبه دکړکېچونو په پېچوموکی له سترو کورنیو او بهرنیو ګواښونو ، جنجالو نو او مخیلو دښمنانو سره مخ شوی ده .دسیاست په برخه کې تجارت ور باندې شوی او په هر نرخ حتی له نرخ ټیته پلورل شوی ده. دغه ژبه او مختلفې لهجې لکه داکتر ساپی چې ورته اشاره کړې ده اکدمیک پراخ علمی منابع او تعلیمی زیرمې غواړی . ددې ژبې معیاری دومین د ګوګل له لارې پیاوړی کیدی شی. املاء او انشاء یې درسنیو له اټکلی مفغنو باید خلاصون ومومی.یوازې په شعر او شاعریو کار نه بشپریږی بلکې دننه او بهر ملکو نو کی فرهنګی مرکزونه باید ولری. د یونیسف اود ملګرو ملتو دفتر یا نمایندګی لخوا میاشتنی ،یاکلنی مجله او نشرات ولری. کوزه پښتونخواسره ټینګه ژبنی ملګرتیا همغږی رامنځ ته کړی چې به علمی برخو باندې تکیه ولری.
    دایو ملی او تاریخی طرحه ده چې لاف او بات نه منی او دحکومت کار دی چې څه باید وکړی؟ دادیر دروغجن سیاست دی چې پښتون په رسنیو کې عمدا په دری ماته او ګوده کې لګیا وی اوظاهری بنه ورکوی.دادکرزی او غنی سندره ده چې یو دم به په دری ورګډ شول خو واقعیت دادی چې هرڅوک پوهیږی دادحل لاره نه ده بلکې یو واهی سیالی ده!
    ژبه او دینی مسایل په دوامداره توګه تمرین ته ضرورت لری، ابزار غواړی او نصاب ، تعلیمی مجرب کدر غواړی ،تواضع او دپوهې اخلاقی شخصیت غواړی دادیوې ورځې کار نه دی بلکی هغه تحمل دی او شایستګی ده چې هرچاته به خلاصه تنده دمنلو وړ وی . موږ باور لرو چې له ستونی نیول دزده کړو کار او اقتدار نه دی اوسر تمبګی ده.

  3. وخت به لږ او ډیر ولرم که څه هم:
    ( ۲۴ ساعتونه = ۱۴۴۰ دقیقې )
    { ۴۸۰ دقیقې : خوب د ازږمیو او ځان غزېدو او چاپېدو او د متآهل لپاره ….. په شمول.
    ۶۴ دقیقې : خورک
    ۶۵ دقیقې : د غاښو مینځل، په مکان کی چُرت وهل، اودس، غُسل، لمونځ د لباس او جامو بدلول او اغوستل.
    ۴۷۹ دقیقې : کار یا د کار د موندلو هڅه.
    ۵۹ دقیقې : په بازار کی چنې وهل او خرید او کور ته رسول.
    ۱۰۰ دقیقې : د تاند، افغان جرمن او ……..د وِبسایټونو نندارتون ته سر د ننه کول
    او
    د لمر او سپوږمۍ( چی نن سبا په کسوف او خسوف ګرفتار دی )او طلوع او غروب تلویزیونونو او بی بی سی او نورو غربی بصری رسنیو ننداره ( چی البته زه د غربی رسنیو څخه کلکه کرکه لرم ).
    ۲۹ دقیقې : د موبایل سره عشقونه ( د دوستانو سره بانډار ).
    مجموعاً څو دقیقې سوې؟ زما څخه ئې حساب ورک سو ( خو بیا هم د جیب څخه باقی یو په اصطلاح ).
    پاتی دقیقې باید د کور دولت ( والدین، ماندینې، اولاد ) ته د مالئې پتوګه پرداخت سی}.
    خو
    حوصله نلرم
    او فقط د پورته ښکلی او علمی لیکنی په هکله غواړم ووایم چی:
    پښتو ژبه او د هغې د بدن څرنګوالئ د سیاسی او سمتی جغرافیا په منګولو کی یرغمل دئ او بس.
    د هرات – فراه – هلمند – کندهار – زابل – مقُر – غزنی – وردګ – کټواز – لویه پکتیا – پيښور او ټولی پښتونخوا فرهنګی ( ژبنی ) DNA ته په کتو سره د ستونزو تشخیص اسانه خو علاج ئې ناممکن ښکاری خصوصاً کله چی ها خوا ته اُردو ژبه تقدس لری او دې خوا ته د مکتبونو سوځل تقدس لری.
    راسئ سمه پښتو د انګریزی او روسی او چینائی جاسوسانو او نورو مستشرقینو څخه زده زده کړو ( حد اقل د ژوند د عادی چارو د سمون په پار ).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب