جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبکره کتنهټاټوبى شپږ کلن سو/ مطیع الله روهیال

ټاټوبى شپږ کلن سو/ مطیع الله روهیال

زما يوه ګران او مهربان ملګري د ټاټوبي اونيزي د شپږ کلن کېدو په مناسبت د نظر ښکاره کولو غوښتنه راڅخه وکړه. ما غوښته چي ځان په يوه بهانه ځني ګوښه کم، خو د ملګري ټينګار د دې مجال را نه کړ، چي غوښتني ته ئې د نې جواب ورکم.

درنو لوستونکو ته معلومه ده، چي د مطبوعاتو په عرصه کي شپږ کاله پاته کېدل څه آسانه خبره نه ده. د دغه شپږ کلن ګټور خو ستونزمن مطبوعاتي يون په پايله کي هر څوک ويلاى سي، چي ټاټوبي د دې سيمي د ډېرو برخو لکه: علمي، سياسي، فرهنګي، هنري، اقتصادي او بالاخره اجتماعي او روزنيزو پېښو په باب خپل رسالت تر سره کړى دئ. په دې برخه کي د ټاټوبي چلوونکي ټيم خپل ټول کوښښ کړى دئ، چي د خپلي اونيزي له لاري د دې سيمي اوسېدونکي د خپلي سيمي او په ضمني ډول د ټول هيواد له سياسي او اجتماعي حالاتو څخه خبر کړي. دا چي ټاټوبى يوه اونيزه ده، نو طبيعي خبره ده چي د ټولي هفتې سياسي، فرهنګي او اقتصادي جريانات د اونۍ په آخر کي تر لوستونکو ورسوي.

خو زما له پاره د ټاټوبي اونيزي وروستى (شپږم) کال له دوو جهتو د پام وړ وو:

د تحليل په برخه کي:

په تېر يوه کال کي چي کله د ټاټوبي په ليدلو او مطالعه کولو بريالى سوى يم، همېشه مي د دې اونيزي په پاڼو کي د ځينو ځوانو ليکوالو او مبصرينو له خوا د اقتصاد، سياست، فرهنګ او ژبنيو مسائلو په باب نوي تبصرې او شنني تر سترګو سوي دي. زه د دغو تبصرو او شننو پر محتوى نه ږغېږم، خو زما له پاره مهمه خبره دا ده چي زموږ په ليکوالو خصوصاً ځوانو ليکوالو کي د دې علاقمندي پيدا سوې ده، چي د خپل وطن د روانو سياسي، اجتماعي او فرهنګي حالاتو په باب خپل نظر په داسي ډول ښکاره کي چي تر ډېري اندازې د نورو د فکر له اغېزې او اثره خالي وي.

د ليکدود او ژبنيو مسائلو په برخه کي:

ټاټوبى په کندهار کي خپرېږي، نو د دې اونيزي رسالت دا دئ، چي د دې سيمي د خلګو او اوسېدونکو يو رښتينى عکس ټولني ته وړاندي کي. د دې سيمي پر فرهنګي، علمي، سياسي او اجتماعي مسائلو په هغه ژبه او ليکدود مقالې او تبصرې خپرې کي چي د دې سيمي خلک په ږغېږي او په پوهېږي. زه له تېر يوه کاله دې ته متوجه سوى يم، چي د ټاټوبي اونيزي علمي او فرهنګي برخه په هغه ليکدود او ژبه خپرېږي چي د دې سيمي خلک او اوسېدونکي په پوهېږي او خبري په کوي. البته د ټاټوبي محترم چلوونکي لا تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چي د دې اونيزي ټ��لي برخي په يوه ليکدود چي هغه د دې سيمي د خلکو نمايندګى وکولاى سي خپور کي. خو اميد مي دا دئ، چي دا کار هم وسي.

نور دي د ټاټوبي اونيزي شپږ کلن يون د دې اونيزي ټولو چلوونکو ته مبارک وي، له لويه خدايه دوى ته د دې توانايي او سېک غواړم چي نور هم له دغي مقدسي لاري د خپلو خلکو، خپلي ژبي، او خپل کلتور له پاره د لا ښه او پر ځاى خدمت باعث وګرځي.

د ټاټوبي د نور دوام په هيله

مطيع الله روهيال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب