شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکالمونهقانعولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ - عصمت قانع

ولې عبدالله ناکام کاندید دی؟ – عصمت قانع

ښاغلی عبدالله چې خپل نوم په غبرګه توګه په میډیا کې نشروي ځان د پلار لخوا کندهاری بولي، خو په کندهار کې نه هدیره لري او نه قبیله، نه ولس لري او نه ادرس، نه کلی لري، نه څلی.

معرفت ښه دی، خدای پاک په قران شریف کې وایي، چې انساني پرګنې د برترۍ معراج ته د تقوی پر زینو خېژي، اما هویتونه د پېژندګلوۍ ادرسونه دي او له تعارف څخه پرته بل امتیاز نه لري.

ښاغلی عبدالله مخکې تردې چې د سیاست په ډګر کې قدم کېږدي د ۱۹۸۰ ع کال د لسیزې په نیمایي کې د پنجشیر د مشهور قوماندان احمد شاه مسعود د سکرتر په توګه په کار پیل وکړ.

په افغانستان کې د روسي لښکرو د چاپ شوو یادښتونو په شهادت عبدالله د وخت د پرچمي فراکسیون د یوه فعال غړي نجیب الله مسیر په وسیله د پنجشیر جبهې ته ور وپېژندل شو. د وخت روسي لښکرو لوړ پوړي پوځي مشاور الکساندر مایاروف چې د خپلو خاطراتو په برخه کې یې کتاب هم لیکلی دی په ۱۹۹۰ ع کال کې د نجیب الله د رژیم تر پرزېدو مخکې وویل چې؛ د پنجشیر جبهه د افغانستان په راتلونکي وضعیت کې د ماسکو د پانګې اچونې یوه کامیابه اډانه ده او دغه اډانه به وکولای شي چې د افغانستان د شمالي ګاونډ مفادات ښه وساتي.

د ډاکتر نجیب الله د رژیم له ړنګېدو سره جوخت په افغانستان کې د جګړې دوې مهمې خواوې د سیاسي او پوځي صحنې د مهمو خواو په توګه رامنځته شوې او په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې لپاره د افغاني ابزارو او عواملو د راټولولو ماموریت تر لاسه کړ.

په سیمه ییزه توګه د افغاني جینو سایډ GENOCIDE یا پښتون نسل د قتل عام په پروژه کې د ISI او KGB د خنجر دواړې خواوې په استخباراتي سوهان باندې تېرې شوې، د خنجر یوه غاړه په سیستماتیکه توګه د کي، جي، بي غاړه وه چې؛ ایراني مذهبي شاونېزم یې هم ننګه کوله، پر دغه غاړه باندې کله، کله له اسلام اباد سره په رقابت کې د هندي اهنګرانو لخوا هم سوهان وهل کېده چې؛ د پښتون وجود په څېرلو کې ښه کار ورکړي.

د خنجر بله غاړه د ISI غاړه وه چې پښتون وژنه یې د حزب اسلامي او طالبانو په وسیله د جهاد او ثواب لاره وبلله.

کله چې د خنجر یوه غاړه لږ پڅه شوه، نو حزب اسلامي په طالب بدل شو، د نړۍ له هرې څنډې عربي لنډه غر، سیمه ییز غجر او مغلي ږیره ور سره راغونډ شول او افغانستان د القاعدې په قاعده او بنسټ بدل شو.

داسې زمینه سازي وشوه چې؛ د ټولې نړۍ لښکرې د پښتنو د نسل وژنې ناتمامه پروژه د بشپړېدو په لور وخوځوي.

په همدې وخت کې محترم ډاکتر عبدالله د بُن د توافقاتو په نتیجه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر شو. ډاکتر صاحب عبدالله د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خپل ماموریت د پښتون جینو سایډ په بشپړولو کې په غوره مهارت ترسره کړ او د نړۍ په هر دیپلوماتیک ډګر کې یې پښتانه د تروریستانو، تمدن دښمنانو او د مدنیت د تخریب کارانو په نامه معرفي کړل.

د افغانستان ټول دیپلوماتیک ماموریتونه یې په افغاني ضد روحیه سمبال کړل. پردې علاوه هغه تاجکان چې افغاني روحیه یې درلوده هم د تصفیې په لېست کې شامل کړل او د بهرنیو چارو د وزارت له ماموریتونو څخه یې وشړل.

عبدالله د خپل وزارت په وخت کې له بهرنیو اړخونو سره د افغانستان لخوا پر یوه داسې سند امضا وکړه چې بهرنیو لښکرو ته پکې اجازه ورکړل شوه چې؛ د خلکو پر کورونو هجوم وروړي، څوک چې وژني هغه و وژني او صرف د ترورېزم او القاعدې رنګ پرې واچوي، نور یې د پوښتنې څوک نشته.

پر دغه قرارداد باندې ښاغلي ډاکتر عبدالله او محمد یونس قانوني لاسلیکونه وکړل چې د افغاني جینو سایډ یو نوی پړاو په کې پرانستل شو او تر دا اوسه پورې د جینو سایډ دغه پړاو دوام لري، وګورئ د MTA قرارداد.

ډاکتر عبدالله دا وخت د افغانستان د زعامت او قیادت لپاره په انتخاباتي مبارزه بوخت دی. له مقدمې به راتېر شو او رابه شو دې ته چې آیا ډاکتر صاحب عبدالله په رښتیا هم د ولس له پراخ ملاتړ څخه برخمن دی او نوموړی کولای شي د ډیموکراتیک جواز له لارې د افغانستان د خلکو باور او اعتبار ترلاسه کړي تر څو د یوه مشروع حکمران په توګه حکومت وکړي؟

ډاکتر عبدالله د شورا نظار د غړي په توګه:

د نظار شورا چې د روسانو د پوځي حاکمیت په څلورم کال یې په پنجشیر کې تشکیلات د احمد شاه مسعود لخوا رامېنځته شول، تشکیلاتي لګښتونه یې هم د روسانو له جیبه ولګېدل.

له یوې خوا د روسي استخباراتو او له بل پلوه د فرانسوي او ایراني مفاداتو لپاره یوه کرایي موسسه وه. د نظار شورا څو ځله د پاکستان د نظامي استخباراتو لپاره هم کرایه شوه چې؛ هر ځل کرایي لوبه کې دغه کرایي سازمان په افغانستان کې د بهرنیو ګټو لپاره استعمال شو.

د نظار شورا او اسلامي حزب د روسانو په موجودیت کې د مجاهدینو د خپل منځي سترو جګړو اساسي عوامل وو، دغه جنګونه ټول د ډله ییزو ګټو لپاره وو، چې مجاهدینو ستر او ناتمامه زیانونه په کې ولیدل.

کورني جنګونه په افغانستان کې د ولس د ښکاره نفرتونو او کرکو وړ وګرزېدل او افغانستان یې دومره کمزوری کړ چې؛ بالاخره ټوله نړۍ یې د روغتیا او ثبات په پلمه له لښکرو سره افغانستان ته راغله.

زه فکر نه کوم چې د ولس د پراخو کرکو او نفرتونو په غبار کې دې د نظار شورا د افغانستان په ګوښه کې هم د ډیموکراتیک انتخاب لپاره مدني چانس ولري.

عبدالله په سکتریستي او ژبني تعصب کې ککړ سیاستوال:

د افغانستان خلک خپل هېواد د واحد، نه تجزیه کېدونکي هېواد په توګه آباد او روښانه غواړي او له هغو سیاستونو کرکه لري چې هېواد یې په سمتونو، ژبو، توکمونو او خېلونو و وېشي.

په تېرو ۳۵ کالو کې د معقول او منلي سیاست له جایزو لارو څخه انحرافي سیاستوالو هڅه وکړه چې؛ د خپل سیاسي موجودیت لپاره ژبني تعصبات سیمه ییزې کرکې او بالاخره ځینې داسې شعارونه چې مذهبي رنګ یې درلود، د کاري ابزار په توګه استعمال کړي.

عبدالله د شمال د جبهې د ویاند په توګه په افغانستان باندې د اتحادي پوځونو د بمونو پر کوچنیوالي باندې په خپل اواز کې له بهرنیو نشراتي مواسساتو څخه د شکایت غږ پورته کړ او د سترو بمونو د غورځولو فرمایش یې وکړ، دده غږونه اوس هم په ارشیفونو کې ثبت دي.

د افغانستان خلک حساس خلک دي، بهرني ډزونه او بمونه که هر څومره جایز وي، خو د کرکې وړ دي او له ملي مخالفت سره مخامخ کېږي.

عبدالله او تاجکې رایې:

تاجک توکم د افغانستان له معتبرو توکمونو څخه دی او د افغانستان د وحدت په ساتلو کې تر پښتنو وروسته د سترو تاریخي کارنامو ویاړونه لري.

تاجکان هم اریایان دي او هم سنیان، دغه دوه حقیقتونه هغه فطري عوامل دي چې پښتانه او تاجکان یې له تېرو ۶۰ پېړیو راهیسې یو په بل کې ذوب کړي، ویلي کړي او تحلیل کړي دي او د دوی ترمېنځ یې د بېلتون هر ډول امکانات له مېنځه وړي دي.

عبدالله د هېواد د تاجک توکم پر خلاف د پنجشیر د وړې کړۍ هغه مرۍ ده چې؛ د تاجکي نماینده ګۍ ټوله ونډه یې په پنجشیر کې را اېساره کړې ده، د دغه انحصاري حرکت پر ضد په بدخشان، تخار، بلخ او هرات کې د اعتراض وروستي غږونه موږ ته په ډاګه دا حقیقت را بربنډوي چې؛ عبدالله د تاجکو رایې دا ځل نه شي راخپلولای، ځکه په بدخشان کې شاه عبدالله او په غرب کې اسماعیل خان دواړه په خپل وار سره د تاجکو رایې د ډاکتر عبدالله انحصار ته نه پرېږدي.

تر یوه حده د احمد شاه مسعود کورنی اعتبار هم دا ځل د عبدالله لپاره کیش چک نه دی. د برهان الدین رباني زوی او کونډه یې بي بي حاجي په پټه له خپل زوم څخه ملاتړ کوي.

عطا محمد نور هم دا ځل په ډاګه د عبدالله د ملاتړ بربنډ چوپړ ته نه دی ولاړ. د نظار شورا یو بل اعتباري کرکټر امر الله صالح له یو شمېر چوتارو پرچمیانو سره د اشرف غني په پوست ورننوتی دی او یا ممکن د کومې استخباراتي پروژې د بزنس پلان له مخې د اشرف غني په ټیم کې ځای پر ځای شوی وي.

پرچمي سکتریستان دا ځل ټول د اشرف غني تر څنګ ولاړ دي، پخوا د نظار شورا د ملاتړ اساسي متحرک قوت همدغه پرچمیان وو.

خو اوس د ببرک کارمل د ډالۍ اکثره وتلي کسان د خلیل زمر په مشرتابه له اشرف غني څخه ملاتړ کوي. د دغه ملاتړ اساسي علت د ثور د کودتا د تاوجنو حالاتو هغه واقیعتونه دي چې؛ شاهپور احمدزی د اشرف غني سکنی کاکا یې د خلقیانو پرضد په پوځ کې د ببرک کارمل په خوا کې درولي وو او اوس پرچمیان هم هماغه سوابق د ملاتړ د اساسي دلایلو په توګه تبلیغوي.

د ډاکتر عبدالله د رایو ټوله ذخیره په تاجک مېشتو سیمو کې ښودل کېده، خو دغه ذخیره اوس وېشل شوې او تقسیم شوې ده.

عبدالله او افغاني اقلیتونه:

ډاکتر عبدالله هیله لري چې دا ځل به د محمد محقق په وسیله د افغانستان په مرکزي سیمه کې د هزاره ګانو رایې ترلاسه کړي، خو هزاره ګان دا ځل تقسیم شوي دي.

د هوښیارو او په سیاست کې د بلدو لوبغاړو د ملا حظې له مخې هزاره ګان دا ځل په سلو کې ۳۰ سلنه د افغانستان د بیروکراسۍ د یوې مهمې کورنۍ سرابیانو پر خوا دي چې؛ د سرابي کورنۍ یوه وتلې مېرمن یې د زلمي رسول د ټیم د مثلث دریمه زاویه ده.

د مرکزي سیمو یو بل سید هزاره هم د رایو د راټولولو له صلاحیت څخه بې برخې نه دی چې د پخواني دفاع وزیر رحیم وردګ ترڅنګ ولاړ دی، همدارنګه عالمي بلخي هم په محاسبه کې شامل دی چې د ګل آغا معاون دی.

خو د هزاره ګانو هوښیار مشر کریم خلیلي چې اوس هم په سهامي نظام کې د هزاره ګانو نماینده ګي کوي، خپلې هګۍ یې د اشرف غني په ټوکرۍ کې اېښې دي او نورې هګۍ یې سالمې له ځان سره ساتلې دي.

کتوونکي باوري دي چې؛ دا ځل به عبدالله د هزاره ګانو تر شلو فیصدو پورې رایې ترلاسه کړي، هغه هم په لوی بخت او ویښو طالعو سره.

د هېواد په نورو قومي اقلیتونو کې یوازې د مشرقي شاړی حضرت علي دی چې؛ عبدالله ته به د شلو او یا دېرشو زرو په شاوخوا کې رایې وګټي.

ازبک، ترکمن، بلوڅ، عرب، پشه یي او پامیري قومونه ټول د ښاغلي ډاکتر د اُمید او طمعې له مداره وتلي دي.

عبدالله او مجاهدین :

حزبیان د شورا نظار ازلي مخالفین دي، خو عبدالله خپل لومړی معاون د هغو حزبیانو له ډلې انتخاب کړی دی، چې حکمتیار له خپله دره شړلي دي او یا په اصطلاح د حکمتیار د تخرګ خرېیل شوي ویښته دي.

حزبیان عجیب عادت لري چې حکمتیار وي، نو د بل رهبر راپورته کېدل نه مني، دغه ګوندیان او حزبیان که هر څومره شیندلي وي، خو چې د حکمتیار فرمان اظهار شي، بېرته سره راټولېږي.

د حزبیانو غیر متازع مشر د عبدالله انتخاباتي ټیم ته طلاق ورکړی دی او حزبیان یې د هلال ملاتړ ته رابللي دي، فکر کوم چې د حزبیانو رایې د عبدالله لپاره د مرغۍ پۍ دي چې؛ وبه یې نه ویني.

د اکثرو سنتي اخوانیانو او مجاهدینو لوی پیر استاد سیاف دی، فکر نه کوم چې د شمال مجاهدین به د سیاف پر ځای عبدالله ته ترجیح ورکړي.

هوښیار کتونکي وایي، چې د مجاهدینو تر ۵۰ فیصده زیاتې رایې به دا ځل د سیاف په نصیب وي او متباقي رایې به یې حزبیان، حضرتیان، پیران او ملایان د ځان په ګټه را ورڅرخوي.

د مجاهدینو روحاني مشران هم تقسیم شوي دي، نیمایي یې له اشرف غني سره دي او نیمایي یې د ډاکتر زلمي رسول پر محور راچورلېږي، د دغه محور د حرکت اساسي منابع د خرید او فروش معاملې دي، ډېری مجاهدین همدا اوس له خپلو اوږدو ږیرو، ګردو پکولونو او غټو نومونو سره د منډیي مواشي دي چې د هر یوه قیمت معلوم دی او څو، څو ځایه د خرڅلاو لپاره اماده دي. خو رایې یې ټاکوونکی او غوڅ مقیاس او حد نه شي رامنځته کولای.

د عبدالله له وروستي انتخابي کمپاین څخه داسې ښکاري چې متحرم ډاکتر صاحب هم پر خپل بري باندې بې باوره دی.

ددې پر ځای چې په تبلیغاتي کمپاین کې د افغاني ټولنې د ذوق او سلیقې عنعنوي جذبه راوپنځوي، ډاکتر صاحب لګیا دی د هالیوډ او بالیوډ د فلمي لوبغاړو په څېر شنې، سرې، تورې، زرغونې او زیړې نیکټایي ګانې د کابل په واټونو کې د خپلو بینرونو په زور خلکو ته ور ښایي او یا یې نندارې ته وړاندې کوي.

ممکن د دې لیکنې په وجه زه نور هم وښکنځل شم، ځکه د عبدالله کمپاینران چې لوبغالی ورانوي او ټول عمر یې د زور له منطق سره ژوند کړی دی، زما مخالفت ته هم د منطق پر ځای د ښکنځلو له لارې را وړاندې کېږي، خو زه باید خپل رسالت ترسره کړم.

د اشرف غني ځوان کمپاینران چې ۲۰۰ لیکلې ښکنځلې راته ډالۍ کولای شي، نو د عبدالله جان جهاد او مقاومت خو باید ۴۰۰ نغدې ښکنځلې راته ډالۍ کړي، خو ډیموکراسي یو تمرین دی.

څو چې د دغه تمرین د تداوم په نتیجه کې د مخالفت د اظهار اخلاقي اصول په خپله زموږ لخوا جوړ او عملي نه شي، دغه اصول په مریخ او سپوږمۍ کې موږ ته څوک نه جوړوي او د بکواه په ریګونو او د پکتیا پر غرونو نه شي عملي کېدلای، بلکې د افغاني ټولنې بشري انځور باید د تحمل او زغم د کرښو رنګونه او شکلونه په خپله جوړ کړي.

خدای دې ستاسو حیا او ناموس وساتي

په راتلونکي کالم کې پر یوه بل انتخاباتي ټکټ غږېږو

69 COMMENTS

  1. قانع صیب هسی اشرف غنی پسی دی دیر زیات بد ویلی وو او د منلو وړ هم نه وو. که ته مونږ ته زلمی رسول امام کوی نو زمونږ مونځ به پسی ونشی ځکه نه ستا جامو سره برابر دی او نه د افغانی ټولنی سره.
    یو حقیقت به وایو چی هغه د هغو غلام بچکانو نه دی چی د مخکنی پاچا سلامت ظاهر شاه د کورنی د خدمت او د مذدور په هیڅ کار کړی دی .
    دا هم ویل کیږی چی ښاغلی زلمی رسول واده نه لری او دا هم د هغو کسانو نه دی چی ظاهر شاه تری خوټی ویستی دی نو دا بی شوقه انسان خو راته مه امام کوه ..

  2. د هر سه د مخه در نه مننه كوو د حق او صفا وينا او بيا د٢٠٠او٤٠٠كنزا مقابل كي دومره كنزا هغوي ته او به ايدوانس كي جه كنزا كوى زمونز ي يو به دوخ

  3. قا نع صایب سلا مونه اونیکی هیلی
    دعبد الرحمن بابا هغه شعرته ته ستا پام اړوم چه وا یی
    لکه ونه مسقیم په خپل مکان یم
    که خزان را باندی راشی که بهار

    • سلام ښاغلی قانع صاحب
      په حقیقت باندی باید سترګی پټی نه کړو هغه داچی اشرف غنی ټولی دنیا ته معلوم دی چی په یوه مسلمانه ،دینداره اووطن پاله کورنی کی زیړ یدلی ده ،خوزمويژ په افغانانوکی چی دکارسړی پیدا شی بیا پری دپرچمی،خلقي،سیکولراو داسی نور نومونه ګدو هیله کوم په تیرو څو لسیزو کی مویژ همدی خبروخراب دی حالت ته راورسولو ،چی مثالونه یی تاسوته په خپله بهترمعلوم دی لکه داکتر نجیب الله ،داود خان اوداسی نور چی اوس یی ټول افغانان ارمان کوی ، که تاسو زلمی رسول ددی جوګه بولی چی ریس جمهوردی شی نو ستاسو داکاربه دوطن دوستی اخلاص اوصداقت نه وی بلکه ستاسو داکاربه دامتیازاتوپه بدل کی وی،اوته چی کله زما دغه پیغام ګوری نوځان سره به دا وایی چی په دی ښه پوهیژم چی اشرف غنی دریاست ورنفرده خو ته وکم امتیازات دی ، هیله کوم چی دحقیقت په لور لاړشی

      مننه

  4. قانع ګله!

    دپښتنو دنسل وژونې دپيلونکو له چوپړيانو څخه خويوتاسو هم ياست. تاسوخودپښتنوپه سيمو کې دټولګټو ځايونو(مکتبونه، سړکونه ،پلچکونه، روغتونونه اوداسې نور) په رنګونه کې اودتکفير دشعارلاندې دمقاماتو په سيده لارښونه دپښتنو په وژنه کې برخه اخيستې ده.امريکايانوته به موويل چې ړانده راکټونه سکر۲۰ ستينګر راکوی چې اسلام درته دخپل ورورڅخه وګټو.تاسوټول ژوندپه ياغيتوب اوباغيتوب کې تېرکړی اواوس په ارامه سا اخيستل خوندنه درکوي . په تېرو ليکنو کې مو دخلکودډارولوهڅه ديوڅو پېسوپه مقابل کې چې زلمي رسول له (هغه څوک چې دعوې دپښتو خوپښتوله مخې سمه لوستلی هم نه شي اوهمايوني زات دی ) خوادرته درکړل شوي،کړې وه.

  5. قانع صیب، ډېره سخته به وي چې په پاکستان کې، تر ګوتو کړی تعصب، دومره ژر له لاسه ورکړي! خلیل زمر، ببرک کارمل ۶ــ ۷ کاله په پلچرخي زندان کې د تورو تمبو تر شا بندي وساته او ته، نوموړی د کارمل له ملګرو شمیرې! بله دا چې خلیل زمر او اشرف غني په کابل کې سره همصنفیان تېر شوي او کله کله همصنفیان سره ډېر خواږه وي. بله خبره ټاکنې د افغانانو ملاتړ ته اړتیا لري، خو له ټاکنو روسته ټیم خپله تګلار مخې ته وړي، نه د اشخاصو شخصي غوښتنې. ستا تل دا عادت دی چې بې خلطې فیرونه کوي او دا عادت چې له پاکستانه درته پاتې دی، د ژوند ترپایه به درڅخه لاړ نه ښي

  6. قانع صیب،
    ډېره دې کوښښ کړی دی چې د زلمي رسول په وړاندې ټول کاندیدان وڅنډې او خپل کمپاین دې لېڅۍ ته ورته کانديد ته وکړې خو دا خبره واوره چې خلک دومره نه دي بې سده چې ستاسې د منتر په مانا به پوه نشي. تا په ډېر مهارت سره کوښښ کړی دی چې خپل حق الزحمه ځانته حلال کړې خو څه ښه وايي چې : کاروان تېرېږي او سپي غاپي. دلته هم تا عنوان د غبرګ عبدالله ورکړی دی او په مهارت سره دې د ډاکټر اشرف غني په ضد یو ځل بیا راخيستې ده.
    ستا اوسنی حالت هغه د ميري خره ته پاتې کېږي چې هیڅ کله به په صابون سپین نشي بلکې نور به هم خپل رنګ لاپسې تور کړي. په دې مه خوشاله کېږه چې نن دې په غبرګ عبدالله پسې پرپړه لیکلې او هیله کوې چې په دې سره به بیا د خلکو په منځ کې محترم وګڼل شې. دا خلک څه عجیب غوندې خلک دي ، کله چې څوک چغې کړي بیا ورپسې نه ګرځي.
    تر بلې لیکنې پورې دې په تاند کې انتظار کې یم

  7. که ته غواړې چې خپلې زړې لیکنۍ ته مشروعیت ورکړي نو دا دې بیا هم سهوا ده. هر سړي پوهیږي چې ستا غوندې تیټ او کمزوري شخص به څه هدف وي. اول خو غواړي چې ځان مشهور کړئ، او دا دې هم له هغه زده کړي کوم د د شهرت لپاره په جماعت کې …. وکړل. بل د سوځیدو بوي دي هم راځي چې ولي کوم کندهاری اولسمشر نه شي. دا رسالت ندی دا ستا قوم پرستي ، سمت پرستي او جېب پرستي ده. بس دې په کندهاریانو ډیر وغولیدو نو پرې نه غولیږو. دغه ډول کندهاریانو نه خو د غبرګ صیب ۱۰ چنده ښه دی. د هر مومن او ویښ افغان انتخاب غني دی او که غني نه وي نو بیا غبرګ د لاسپڅو او بی کفایته کندهاریانو نه ډیر بهتر دی. زه حیران پدی یم چې ستا غوندې لیکوالانو لیکنې تاند څنګه خپروي. یو جینوساید دې زده دی هر ځای کې لګیا یی. پښتانه غولوئ. د استخباراتي کړیو نومونه دې په یادو زده دي بس په یو وار ټول په لست کړئ. څوک دې په شل خرواره لیټۍ کې هم نه حسابوي.

  8. تاندوالو مهربان وکړی دا کامنټ می نشر کړی! قانع ماما ټربه په پرنه پټوی! د وښو لاندی دی اوبه تیرول شروع کړی دی. په هر څه دی سرچپه را پیل کړی. دا لیکنه به دی هلته دقیقه ارزونه کڼل کیده که چیرته د دوه واری اودله د ګټلو چانس خو موجود وایی. خو نه ته څه بل څه بیانوی. ته چی دا قبیلویت، پیژندګلوی ، معرفت، کلی، څلی خبری کوی نو ځان نه دی د وړی ویالی چنډخ جوړ کړی. ته باید په دریابونو کی لامبو ووهی. خفه نشی قانع ګله خو حقیقت دا ده چی دی ټاکنو خو سخت غورځولی یی. ډیر سخت یی کوچنی کړی یی. او هغه څوک چی دا دنده یی درکړی ډیر سخت ظلم یی درسره کړی، د خلیفه کار در نه اخلی. ځان وپیژنه او خپله لاره ځان ته غوره کړه. د نورو په فاضلاتو به ټر نه اچوی. و ما علینا الی البلاغ

  9. تاند والو لطفا می دا تبصره نشر کړی !! قانع ماما ټربه په پرنه پټوی! د وښو لاندی دی اوبه تیرول شروع کړی دی. په هر څه دی سرچپه را پیل کړی. دا لیکنه به دی هلته دقیقه ارزونه کڼل کیده که چیرته د دوه واری اودله د ګټلو چانس خو موجود وایی. خو نه ته څه بل څه بیانوی. ته چی دا قبیلویت، پیژندګلوی ، معرفت، کلی، څلی خبری کوی نو ځان نه دی د وړی ویالی چنډخ جوړ کړی. ته باید په دریابونو کی لامبو ووهی. خفه نشی قانع ګله خو حقیقت دا ده چی دی ټاکنو خو سخت غورځولی یی. ډیر سخت یی کوچنی کړی یی. او هغه څوک چی دا دنده یی درکړی ډیر سخت ظلم یی درسره کړی، د خلیفه کار در نه اخلی. ځان وپیژنه او خپله لاره ځان ته غوره کړه. د نورو په فاضلاتو به ټر نه اچوی. و ما علینا الی البلاغ

  10. قانع ګله خفه نشی، تا هم شروع کړی ټر په پر پټوی. ستا دی لیکنی به هلته وزن درلود چی کله خوعبدالله د ګټلو مطرح چانسونه ول. خو نه ستا هدف بل دی. دا ډیر چی کلی، څلی، شناخت، قبائیل یادوی نو له دی نه ښکاری چی په وړو ویالو کی دی لامبو شروع کړی. او په وړو ویالو کی لامبو نه وی هغی ته بقه بازی وای. خفه نشی خو دی ټاکنو دی اصلی څیره ډیره ښه را بربڼده کړه،

  11. یاره قانع صاحب! منې که هیچا ښکنځل درته کړي دي، هسي تا روغ ځان په ماهیانو وخوړی، اوس یو څه نرم سوی یې، ته هم په دې پوهېږې، هغه خلګو چي بد در پسي ویل اوس به ستا په دې لیکنه خوشحاله سي او د اشرف غني پسي بد مه وایه ها تېر بد چي در پسي وویل سول انشالله ستا په ژوند کي به اول او اخر وي، زه داسي فکر کوم چي تېر ۲۰۰راډه به ستا په ژوند هېر نه سي.

    ستا سو دا جمله ډېره خوندوره وه(حزبیان د شورا نظار ازلي مخالفین دي، خو عبدالله خپل لومړی معاون د هغو حزبیانو له ډلې انتخاب کړی دی، چې حکمتیار له خپله دره شړلي دي او یا په اصطلاح د حکمتیار د تخرګ خرېیل شوي ویښته دي.) واقعاً د دا مامد خان رنګ یو څه د تخرګ وېښته ته سوی دی.

  12. سلامونه
    مضمون د به أوله برخه جالبهً أو د واقعيت خًخه دك وه خو به أخير كى أو يا د اشرف غنى به برخه كى مرج أو مساله ورزياد كرى وه ، زما هيله له جناب قانع خًخه ده جى خبل موقف د زلمى رسول به باره كى معلوم كرى

  13. قانع صاحب دیر زیات دی په غنی پسی وویلی په داسی حال کی چی دا یو هم سم نه دی دوهمه دا چی له زوړ رسول نه دی راته پریښته جوړه کړی زوړ رسول له غنی سره هیڅ دمقایسی وړ نه ده د غنی تجربه فکر او علمیت آسمان ته رسی خو دزوړ رسول خو زما ژبه هم نه ده زده زوړ رسول که چیرته پرښته هم شی رایه به ورنه کړم

  14. Very Good Qani Gula,
    Ma dart Waili Wa Cha Mujeed,Parsi saboo ta Bad Way waraz ba de kha wee??
    Bay de Safat kigi ( Haq waina Ba Na Kawee)

  15. در نوشته قبلی خود مورد غضب پشتون ها قرار گرفتید و حالی برای جبران آن این مطلب را نوشتیدو

  16. قانع صاحب اول سلام بیا کلام
    نو دادرته وایم بعضی حقیقتونه پټوی زما فکر دادی ته به هم شاهد پوهیږی که ونه پوهیږی دا لیکنی نه شی کولای دا درته وایم هر لیکنه چی کوی پرحقیقیت روان یی څی ځی او داسی ځایته چی راشی دهغه چا پر خبره چی ستا سره یا قومی تعصوب اویا مخکنی دپلی او یا پټی او یا په تیرو درو لسیزوکی ستا سره زبانی شخړه کړی وی تر هغه ګام اړه وی دوه شیانو ته زما په فکر ډیر ارزښت نه ورکوی هغه لکه اسلامیت او افغانیت ته تر دی عنوان لاندی داشی ولیکه که چیری زلمی رسول تاسی کامیاب کړی اسلامیت او افغانیت دود به تر کومی اندازی مخته تګ او یا شاته تګ وکړی او نور اشرف غنی هم مطالع کړه خلګوته یی په دغه باره کی تشریح کړه او داسی دا 11 کاندیدان ټوله نو بیا به موږ پوه شو خپل انتخاب به وکړو دری لاری دی هغه یوه داسلام لار ده چی زیاته توجوع به دی خواته وی بله دافغانستان دجوړیدو او امینیت ده او بله ددامابین چی څه به امنیت وی او لږ به اسلامیت وی تشریح موږ ته داسی وکړه که مو دغه انتخاب وی دابه دافغانستان در جوړ کړی که مو دغه انتخاب کړی دا به اسلامی قانون نافض کړی او که مو دا انتخاب کړی څه دا وکړی او ځه به داوکړی او او که مو انتخاب کړ دابه دا درته وکړی دا خو معلومه خبره ده ټول کارون یو هم په یواځنی سر سرته نشی رسولای چی هم خدای(ج)خوشحاله وی هم ملت اوهم امریکا اوهم شیطان دانه شی کولای

  17. قانع صاحب سلامونه او نیکی هیلی ! تا چی هر څه لیکلی بیخی حقیقت دی او زه همیشه ستاسی عالی مطالب او مقالی ګورم حتی کله چی تاسی ته په کوم تلویزیون کی بلنه درکړل شوی وی په هغی ورځ که چیری زه ډیر مصروفه هم وم خو بیا هم په خپل مهال ویش کی ستاسی خبرو ته ځای ورکوم او ګورم یی او په رښتیا سره چی تاسی یو ریښتینی لیکونکی ، ژورنالیست او تحلیل ګر یاستی کامیابه اوسی

  18. ګران قانع صیبه، سلامونه درته ډالی کوم هیله ده منظور یی کړی
    زه د دغو کاندیدانو څخه یوه ته هم کمپاین نه کوم خو تر کومی پوری چی ددوی ارزونه کوم داکتر اشرف غنی له هر لحاظه وتلی سړی دی نورو کی حتما یو څه کمیانی شته دی

  19. جار سمه! ډیری زیاته مننه چی تاسی د خپلی جامعی ستونزی او درزونو په ډیره ځیرکتیا درك کړیدی او داسی د مفهومه ډکی تبصیری وړاندی کوی ترڅو دغه ویده قوم ورباندی را ویښ سی! او بله لا داچی د ډیرو داسی مهیمو معلوماتو برسیره لا ځینی تنگ نظره او د بشری مفهوم څخه لیری خلگ په قومی تعصب ګر ډبل عبدالله او کمونیست پلوه اشرف غنیانو پیسی ځغلی او وایی چی دوی ددنیا دوهم لوی متفکر دی، حتیٰ پداسی وخت کښی چی د ددنیا د هیڅ وګړی دماغ د فکر د لوړوالی او کښته والی اندازه چا نده کړی په ځانګړی ډ‌ول بیا په افغانستان کښی چی هغه کوچنیان چی د پسو رمه څاری لایی هم د ماغونه د سیاست څخه ډك دی ځکه په طبعی ډول زموږ د ټولنی چاپیریال دا زمیننه ورته انعکاس کړی. او ټوله ته معلومه ده چی ټوله د نړی انسانان یو ډول دماغ چی 24 اونثه کیږی لرونکی نو بیا اشرف غنی په څه شی باندی د دنیا دوهم متفکر سوو؟

    مننه

  20. ta kho da shoraye nazar member we pa yaad de de au ka na rabbani ta der nagdi we aol khapal zan aslah kara au bia lekane kawa

  21. سلامونه
    اول خو دا چه هيچا محترم قانع ته كنزا نديكري ما تول كومينتونه ولوستل ، تولو هيوادوالو نيوكه كري وه چه ولي محترم قانع بد رد په شاغلي غني پسي ليكلي دي.
    بل دا چه په زرگونه مقالي او ليكني شوي په د سو مياشتو كي په شاغلي غني پسي تر سو د شاغلي غني سپكاوي وكي او خلك د شاغلي غني له حمايت نه تير وباسي خو خوشبختانه شاغلي غني اوس د يو فكر او روشانه لاري په حيث افغانان پيژني او خپل نشر يي بولي .
    انشاءالله بري د شاغلي غني په نصيب دي او اكثريت په هيواد مين او د فكر خاوند افغانان د شاغلي غني تر شا دي

    زه له الله ج حخه د شاغلي غني تيم ته بريا غوارم
    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

  22. قانع ګله!

    دپښتنو دنسلوژونې دپيلونکو له چوپړيانو څخه خويوتاسو هم ياست. تاسوخودپښتنوپه سيمو کې دټولګټو ځايونو(مکتبونه، سړکونه ،پلچکونه، روغتونونه اوداسې نور) په رنګونه کې اودتکفير دشعارلاندې دمقاماتو په سيده لارښونه دپښتنو په وژنه کې برخه اخيستې ده.امريکايانوته به موويل چې ړانده راکټونه سکر۲۰ ستينګر راکوی چې اسلام درته دخپل ورورڅخه وګټو.تاسوټول ژوندپه ياغيتوب اوباغيتوب کې تېرکړی اواوس په ارامه سا اخيستل خوندنه درکوي . په تېرو ليکنو کې مو دخلکودډارولوهڅه ديوڅو پېسوپه مقابل کې چې زلمي رسول له (هغه څوک چې دعوې دپښتو خوپښتوله مخې سمه لوستلی هم نه شي ) خوادرته درکړل شوي،کړې وه.

  23. محترم ليكوال صاحب(. عصمت،قانع زه نه غوارم ستا به خبرو تفسيره وكرم
    دبشتو يو شعر دي خه شه واءي .

    به دنيا دزمريالو دي دا دوه. كاره. يا به وخور ي. ككري. يا به. كأمر ان شي .
    يوه لندي ده جه واءي

    كوتي قلم. ته به زرا. شوي. ته. به باقي وي مونز. به. توري. خاوري. شونه
    داجه بشتانه،تاجك ،أزبك،هزاره ،تركمن،،بشيء ،نورستاني ،إيماق ،أونور مختلف قومونه،جه به أفغانستان كي أوسي، تول أفغانا ن أويو
    ل بل سره ورونه دي اوبه به دانك نه بيليزي كومه جمله جه تا دخبل مضمون به سر كي د بشتنو او تاجكو به هكله ليكلي دايو طبعي حقيت دي جه دوي يو دبل سره نه شكيدونكي أزيكي لري

  24. هسې چټي دې خپله خوله زېړوې. یوه ورځ یوه ته کنځلې لیکې بله ورځ بل ته. بې شرفه او بې عزت لوچک انسان دې له ځان نه جوړ کړی دی لکه سپی غپېږې. د دوه روپیو سړی یې هر څوک چې پیسې درکړي هماغه ته سپی سپی کېږې.

  25. Vote for candidate of your choice. Have some respect for each other…. It is not fair to insult each other… Agreements or disagreements will be there, and no one can be assured who is a cut winner…

  26. قانع ګله!

    دپښتنو دنسلوژونې دپيلونکو له چوپړيانو څخه خويوتاسو هم ياست. تاسوخودپښتنوپه سيمو کې دټولګټو ځايونو(مکتبونه، سړکونه ،پلچکونه، روغتونونه اوداسې نور) په رنګونه کې اودتکفير دشعارلاندې دمقاماتو په سيده لارښونه دپښتنو په وژنه کې برخه اخيستې ده.امريکايانوته به موويل چې ړانده راکټونه سکر۲۰ ستينګر راکوی چې اسلام درته دخپل ورورڅخه وګټو.تاسوټول ژوندپه ياغيتوب اوباغيتوب کې تېرکړی اواوس په ارامه سا اخيستل خوندنه درکوي . په تېرو ليکنو کې مو دخلکودډارولوهڅه ديوڅو پېسوپه مقابل کې چې زلمي رسول له (هغه څوک چې دعوې دپښتو خوپښتوله مخې سمه لوستلی هم نه شي) خوادرته درکړل شوي،کړې وه.

    تاندوالو!
    داسې معلومېږي چې زما يوڅو کرښې تاسوته هم خوندنه درکوي،ځکه چې يوتريخ هقيقت دی.
    مهرباني به مووي که نشريې کرئ!

  27. قانع ګله!

    دپښتنو دنسلوژونې دپيلونکو له چوپړيانو څخه خويوتاسو هم ياست. تاسوخودپښتنوپه سيمو کې دټولګټو ځايونو(مکتبونه، سړکونه ،پلچکونه، روغتونونه اوداسې نور) په رنګونه کې اودتکفير دشعارلاندې دمقاماتو په سيده لارښونه دپښتنو په وژنه کې برخه اخيستې ده.امريکايانوته به موويل چې ړانده راکټونه سکر۲۰ ستينګر راکوی چې اسلام درته دخپل ورورڅخه وګټو.تاسوټول ژوندپه ياغيتوب اوباغيتوب کې تېرکړی اواوس په ارامه سا اخيستل خوندنه درکوي . په تېرو ليکنو کې مو دخلکودډارولوهڅه ديوڅو پېسوپه مقابل کې چې زلمي رسول له (هغه څوک چې دعوې دپښتو خوپښتوله مخې سمه لوستلی هم نه شي) خوادرته درکړل شوي،کړې وه.

    تاندوالو!
    داسې معلومېږي چې زما يوڅو کرښې تاسوته هم خوندنه درکوي،ځکه چې يوتريخ حقيقت دی.
    مهرباني به مووي که نشريې کرئ!

  28. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    له بده مرغه يو شمېر افغانان دومره سپک شوي، چې له ورايه خوله اچوي، نور بيا د يو او يا څو تنو لپاره بشپړه سيمه سپکوي. زه خو په دغه ټاکنو کې برخه نه اخلم، ځکه د خپل انتخاب څوک نه پکې وينم، مګر لکه تېر ځل به د هېواد د ټاکنيزې برخې د وګړو لس او يا ۱۵ سلنه ګډون وکړي او د ملګرو ملتونو او امريکا سره اورپا به يې ومني او يو څوک به د واک په ګدۍ کېنوي، خو دغه په پښتو ليکل شوې کرښې نه شي پآکېدلی او د پښتنو بدمرغي همدا ده، چې د لويې پکتييا، لوی کندهار او لوی مشرقي په لومه کې نښتي دي، خو تمه يې بيا معجزو ته کوي !
    د قانع ليکنې به هم ستوغې وي، خو د افغانانو لکه چې همدا ستوغې، سپکې او له تعرضه ډکې ليکنې او تبصرې خوښېږي، مګر د هېواد د ادارې او هوساينې لپاره د مسلکيتوب او صداقت نسخه نه لري، ځکه تر اوسه هم د افغانستان ۲۰ ميليونه وګړي وږي، يو نيم ميليون روږدي، د معيوبينو او معلولينو ډله ټپله يې ليا نا څرګنده ده! په کابل کې د کرزي د دوران ټول مفسدين په اشرف غني راټول شوي دي، چې د مشرق زمين حاجي ظاهر، د لوی کندهار لالی او د ازبکو دوستم يې په خپل دسترخوان راټول کړي دي او په هلمند کې بيا مرور جبار خان ورته منډې ترړې کوي، نو پوښتنه دا ده، چې په دا ډول ټيم کې څوک د افغانستان هوساينه او نېکمرغي ويني او که نه!
    زه بيا وايم، چې د افغانستان د حل لاره د بينالافغاني ښکېلو ډلو تفاهم او په هېواد کې څانګپوه انتقالي واکمني، د افغانستان بشپړه خپلواکي د متقابل اړيکو او مساوي قردادونو په چوکاټ کې د يو او بل درنښت او د راتلکونکو سپينو افغاني ټاکنو لپاره زمينه برابرول دي، چې بنسټ به يې د ټولنې لپاره د پرمختک اقتصادي، اداري او روزنيز پروګرامونه وي، پرته له دې به همدا انتحاري وي او همغه بلهاري!
    معه سلاموکوم الاخوتالافغانيون
    ملا ميوند آخوند

  29. قانع صاحب مهربانی وکړی او زما د لاندی پوښتونو ځواب راکړي( اخلاقی شهامت دا تقاظا کوی چه کله مطبوعاتی بحث ته راوځي نو هم به خپله کوی او هم به دبل اوري)!
    تاسو پخوا تل د یو ازاد او مستقل لیکوال په هیڅ په بحثونو کی برخه اخستی ده خو اوس ګورو چه تاسو اوس یو معلوم کاندید یعنی زلمی رسول ته کمپاین کوی. پدی څه اعتراض نشته او دا ستا دیموکراتیک حق دی مګر کمپاین خپل اصول او پرنسیپ لری یعنی دا چه په پروګرام او پالیسی او تیرو کړو وړو باندی انتقاد درست مګر د کاندید شخصی حریم باندی لګیدل غلط کار دی .تاسو دا کار د اشرف غنی په مورد کی وکاوه او دا کار دستا د شان سره مناسب نه وه. تاسو نه یواځی ددی کار مافی ونه غوښته بکله تول هغه کسان کومو چه په تاسو یئ انتقاد کړی وه مو کوچنیان او واړه هلکان وبلل او تاسو دا فکر هم ونه کړه چه کیدای شی تاسو اشتباه کړی وی. ګوره لمرپه دوه ګوتو نه پټیږی که چیری ستا په انتقاد کی څه وزن وایئ نو کوم چا یئ شاید تاید کړای وای. زه تاسو نه ملامتومه مونږ ټول د خپل وخت, چاپریال او شرایطو محصول یوو خو په کار ده چه د وخت او زماني سره ځان عیار کړو یعنی که غلط شوو نو خپله غلطی ومنو, خپل مخا لفین په عزت سره یاد کړو, چاته د بل د تخرګ ویښته ونه وایو، چا ته د پسکی او ټیز بی عزتی ونه کړو او نه چاته د ناروغی پیغور ورکړو. دا خبره بی تعصبه او په یقینی ډول سره کوم چه د وروسته پاتو او غیر متمدنو ټولونو د خصو صیاتو څخه یو دا وی چه خپل مخا لفین بد یادوی , خپلی لانجی د جنګ او کوتک پواسطه حل کوی ,خپلو بیوزلو, نالوستو, معیوبو, مریضو وطنوالو ته دی همدردی په ځای پیغور ورکوی. تاسو ته خدای ښه قلم درکړی او په کار دی چه د خپل اولس د تربیی او ښه بدلون په مقصد یئ وکاروي او نه دا چه د ناسمو خبرو په تکثیر کی تری کار واخستل شی. دا هم کیدای شی چه کله د انسان مجبوري وی او یو څه کار ته مخه کړی خو په کار ندی چه افراط پکی وشی او یا د واقعیت د پټولو کوشش وشي. نن می تاسو وینا د طلوع تلویزون په بحث کی واوریده . خدای شاهد دی زړه می ډیر بد شوو چه تاسو ته وګوره , تاسو قلم او پټکی ته وګوره او د زلمی رسو ل شانتی یو بیرنګه او ناپیژندلی شخصیت ته کمپاین. کیدای شی زما نظر غلط وی? . دا کمپاین به تیر شی خو چه څه لیکو هغه اینده ته پاتی کیږی نو په کار داده چه لږ مخ او شا ته هم وګورو چه دا نور خلک څه نظر لری او کومی خواته روان دی. زه داکتر اشرف غنی ته څه کمپاین نه کوم خو ته اصولن د هغه د کمپ پوری اړه لری او په کار دی چه ددی مصلحت نه تیر شی او که نه وی نو هڅی پری مه لږیږه او دا کار یقینن د دواړو په ګټه ده.

  30. ښاغلی قانع ښه چاری
    نننۍ لیکنه دی غوره ده ځکه چی د نستو ڼی ماران د رسوا کړی
    امرلله صالح او چوتار پرچمیان رښتیا هم چی دا ګروپ ډیر خترناک وطن فروش د کرایه ټټوان دی
    جنرال بابه جان هم د دوې دجملی څخه دی دا کسان د هغه ډمی یا رنډۍ خسلت لری چا چی ورته روبل او ډالر
    ورکړه ورته نڅیږی او خداې دی وکړې د ښاغلی اشرف غنې ورته پام وی
    اصل د نستوڼی ماران دا کسان دی
    او زلمی رسول خو د کر زیانو نیانزکه ده او د کندهار او د هلمند نور لوې ټبرونه حق او باطل پیژنی
    ښاغلی ډاکټر اشرف غنی حق دی او زلمی رسول نه کوم دریځ لری نه کوم تګلار د هیواد د ابادۍ
    قبیلویت زړه تیوری ده راځی ملت جوړ کړو
    خوشحال خان
    چی دی وس رسی په لوئ دریاب کې ګرزه
    په ویاله کې دی زوال وینم نهنګه

    مننه

  31. سلامونہ او نیکی ھیلی عصمت اللہ قانع صاحب:
    دہ پشیئ ژبی خلکو پہ بارہ کی بہ درتہ دا ووایم چی حضرت علی زمونژ قومی مشر دہ او پہ خلکو کی محبوبیت ھم لری. دادی مطلب نشو چی پشیان پہ پٹو استرگو دہ حضرت علی خوشی کاندید تہ بہ رایہ ورکوی ولوکہ ھغہ دہ افغانستان، افغانیت او اسلام دشمن ھم وی. پشیان یو وطن پرست او آزاد فطرت لرونکی دی چی پہ ھر صورت کی دہ یو آزاد، واحد اوسوکالہ افغانستان غوشتونکی دی. او پہ وفاداری کی دہ افغانستان پہ طول د تاریخ کی شھرت لری.
    او پہ ڈیر درناوی او ورور ولی اول لہ تا بیا دہ ٹولو ورونو سخہ ھیلہ کوم چی دہ یواوبل پہ مقابل کی دہ بی ادب کلیمو سخہ ڈہ ڈہ وکڑی تر سو چی زمونژ ترمنح دہ نفرت فضا لری او دہ ورور ولی فضا راوڑل شی. دہ نظر موافقت او مخالفت خبرہ بلہ دہ.
    وسلام با احترام دہ سوکالہ او واحد افغانستان پہ ھیلہ.

  32. د قانع که شرم وای!!!
    د قانع خبرې اوس دومره بې ارزښته او بې معنی شوی دی لکه يو وخت کې قانع په مجلس کې تيز اچولی و، ورپسې يې ويلي يې وو (( اين صدای افغانستان است))

  33. قانع صاحب سلامونه ډیر واقعیتونه مو لیکلی او تر یوه حد هم ده خپل زړه درد، خوکووم څه چی ډیر د توجه وړدی هغه دپورتنی لیکنی خونده وراو خندونکی تشبیعات دي ، که له ټوکو راتیر شوو د جینوساید قربانیان (پښتانه) دا حق او شعور باید ولری چی په یو مشر راټول شی، زه حتمی ده اشرف غنی سپارښتنه نه کووم خو بایدووایو چی بل کس خو هم نشته چی ورته مخ کړو راځی چی ددغه بدمرغه یی څخه ده وتلوو په منظور بالاخره په یو چا باندی را ټول شوو.

    وګوری مسعود،دوستم، محقق ، معلم عطا، او نورغله او لوتمارګر ټول مشران او رهبران شوول خو پښتنو کی داسی ظرفیت نه شوو پیدا چی په یوه مشر راټول شی ، والله که خو ملایکی الله پاک له اسمان نه ده پښتنو مشرتابه ته راوليژی، نو که ظاهر شاه ښه نوو، اعلیحضرت داود ښه نه وو او که داکتر نجیب کمونیست وو او که چیرته ملا عمر په یوه سترګه ړوند او بی سوادوو نه اشرف غنی ته یو چانس وکړی که نه خو داټول مشران له مسعود،، مزاری ، ربانی او دوستم نه په مراتب ښه وو، شاید تاسی ووایی که چیرته دوستم بد دی بیا نو اشرف غنی باندی خو هم حساب نشی کیدای ځکه چی هغه خو دوستم دخپل لومړی مرستیال په حیث غوره کړی ، دا رښتیا ده خو له یاد ونباسی چی اشرف غنی هغه ده ازبک ده قوم دمشرتابه به حیث ده ځان دمعاون په حیث غوره کړنه د دوستم په کووم فردی اهلیت او یا لیاقت باندی ، خو که انصاف نه تیر نشو نو باید په یادولرو چی حد اقل دوستم په دی توانیدلی چی خپل قوم په ځان راټول کړی داچی کوومی وسیلی یی په کار اچولی اویاهم ده افغانستان ازبکان ولی نشی کولای چی دوستم ته بدیل پیدا کړی هغه ددوی خپله موضوع ده خو فکر کووم چی داشرف غنی لپاره بل کووم انتخاب هم نه وو پاتی پرته له دوستم نه. دپښتون جینوساید ده ختم په هیله .
    مسافر

  34. فیض صیب، باور وکړئ چې دغه د لیکنو لړۍ یې چې شروع کړه ما ویل چې د شپون صیب د لیکنو مینه د سړي پرې ماتېږي. هغه څو ورځې مخکې یې په اشرف غني پسې سپکې سپورې لیکلې وې. وا وروره اوس اشرف غني چې هر څنګه یو عالم انسان دی، نور خلک پرې افتخار کوي او مونږ یې سپکوو، دا نو انصاف دی؟ هغه ورځې ورته په تخار او بدخشان کې د خدای مخلوق راټول سوی وه چې ۲۰ فیصده یې هم پښتانه نه وو. دا سړی ډېر ښایسته استعداد لري خو بدبختانه چې خپل عزت یې ونه پېژانده. الله تعالی دې ورته له مونږ سره هدایت وکړي او د افغان او افغانستان په لاره کې د خدمت مصدر دې وګرځي.

  35. قانع صيب په قلم دي برکت شه. دلته خو دي ولا په زړه پوري دليلونه ليکلي دي. ډير مي په زړه ولګيدو. بس خير دي په ښکنځاوو پسي مه ځه. چي سومره مي په قلم کي زور وي هومره به مو خلګ تنګوي. خو د افغان نوي نسل خپلو هغو سترو ليکوالانو استادانو و ليکنو ته اړتيا لري کومو چي افغانستان بيله کومي شخصي ګټي وټي يواځي خپل پلارنئي او مورنئي وطن ګڼلي دي. په هر وخت کي يه دفاع کړيده. په احترام قانع صيب…

  36. نه به وي سياف نه عبدالله او نه كرزي به وي
    داحًل احمد زي به وي
    نه زلمى رسول نه به وردكً اونه شيرزى به وي
    داحًل احمدزى به وي
    نه سردارنعم به وي
    نه كوم بل زعيم به وي
    تولوته معلوم به وي
    تول ولس ته كًل خوددوي ستركًوته أغري به وي
    داحًل احمدزي به وى
    نه دقطب دين به وى
    نه ارسلا امين به وى
    نه كوم تور اوسپين به وي
    نه د ISI اونه دمصراخواني به وي
    داحًل احمدزي به وي
    پاتى سلطان زوي به وي
    خواكي يي لور حًوى به وي
    شه په هرسه پوى به وي
    نوربه يي وي مخكي دده لاس كي سوتي به وي
    داحًل احمدزي به وي
    داحًل احمدزي به وي
    مصباح ساحل

  37. قدرمنه قانع صاحب! ډاکتر صاحب اشرف غنی اوتش په نوم ډاکتر عبدلله د افغانانو په مینځ کی پیژندلی څیری دی هغه که مثبت دی او که منفی ، تشریح ته حاجت نلری. ستا قدرمن څخه په ډیر درنښت هیله کوم چه د زلمی جان رسول په اړه لوستونکو سره خپل معلومات شریک کړی ،چه دا د کوم بڼ مڼه ده ،او ولی د لوی او غیرتی کندهار ووټ رایه د ځینو خرڅ شوو شاعرانو ادیبانو او د یو څو خرڅ شوو مشرانو په خبرو په دریاب لاحو کړو. لاس چه مات شی غاړې ته ځی. د زلمی خو په خدای قسم که نوم د سړی زوی وی، او دا چه په کومه ژبه به ورسره سر خلاسوو دوهمه پوښتنه ده. راځی چه خپل هیواد نور د داسې ژاړنو بزدلو لیوانو او ګیدړان له پنجو ازاد کړو. ځکه چه د ځنګل ساتل د ګیدړ کار ندی.
    الله د په افغان قوم ورحمیږی

    په درنښت

  38. ولې د زلمي رسول د ولسمشرۍ هیڅ چانس نشته؟
    وطن دوست
    هغه څوک کولی شي چې د هېواد ولسمشر شي، چې په اسلامي ارزښتونو سمبال وي ځکه په دې هېواد کې ۹۹ فیصده وګړي مسلمانان دي، هغه څوک کولی شي چې د هېواد ولسمشر شي، چې په افغاني ارزښتونو سمبال وي، هغه څوک کولی شي چې د هېواد ولسمشر شي، چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او ملاتړ یې ولري، هغه څوک کولی شي، چې د هېواد ولسمشر شي چې نړیوال نسبي اعتبار ولري، هغه څوک کولی شي چې د هېواد ولسمشر شي، چې ښه ټیم، پلان او د پلان د تطبیق اراده ولري او هغه څوک کولی شي چې د هېواد ولسمشر شي، چې ښه پوهه، تجربه، صداقت او له دې هېواد او ولس څخه ښه پېژندنه ولري چې بدبختانه زلمي رسول له دې ټولو مسایلو خالي دی.
    لومړی، امیر دوست محمد خان ۳۵ کنیزې لرلې، چې د زلمي رسول نسب د دوست محمد خان ۱۶ مې کنیزې ته رسي ، فکر وکړئ یو څوک چې غیر مشروع نسب ولري څنګه کولی شي چې د هېواد ولسمشر شي؟ د زلمي رسول اسلامي پوهه تر دې بریده ټیټه ده، چې ویل کېږي حتا د مبارکې کلمې معنا یې نده زده! او له زلمي رسول نه پوښتنه شوې وه چې واده دې ولې ندی کړی، دې ښاغلي ورته ویلي ول چې ترڅو د زنا کلتور موجود وي واده ته اړتیا نشته!
    دویم، زلمی رسول وايي چې ما مقاوت کړی او د طالبانو پر ضد جنګېدلی یم، ځکه خو وايي چې زه داسې حکومت جوړوم چې د احمد ضیا مسعود په رهبرۍ د نظار شورا په لاس کې وي او پښتانه او پښتو له منځه یوسي. ددې ترڅنک وايي چې زه ډېموکراټ یم او باید عیسویت په هېواد کې عام شي ځکه خو یې خپله دویمه مرستیاله هغه څوک نیولې چې حتا یو فیصد ولسي ملاتړ نه لري بلکې د عیسویانو د شبکو مشري کوي او له دې لارې غواړي چې حد اکثر پنځه زره رایي زلمي رسول ته وګټي!
    درېیم، زلمی رسول وايي چې که هېواد کې اصلاحات راشي نو ملک به له بحران سره مخامخ شي، ځکه خو یې له خپل ځان نه ددې حکومت خارق العاده مفسد او بې کفایته چارواکي، د ځمکو غاصبین، بهرنیو هېوادونو ته جاسوس افغانان او عیاش او زناه کاره له خپل ځان نه راټول کړي. دا ښاغلی چې حتا په ټول عمر کې یې صرف کابل لیدلی او بهرنیو هېوادونو کې یې ژوند کړی غواړي، چې پداسې حال کې د هېواد د ولسمشرۍ خوبونه وویني، چې حتا تر دې دمه یې یو ولایت هم ندی لیدلی.
    ځکه خو هېوادوال نه غواړي چې هغه چاته رایه ورکړي چې دا سرلوړی ملت او هېواد له منځه یوسي او بل لوري ته هېوادوال پوهېږي، چې نوموړی هېڅ رایه نلري ځکه چې دا هېڅوک نه پېژني او تاجک مرستیال یې رایه نلري ځکه چې د هغه ګوند له ډاکټر عبدالله سره دی او قوم یې له ډاکټر اشرف غني او عبدالله سره او دویمه مرستیاله یې د محقق او خلیلي په شتون کې نه شي کولی چې حتا پنځه زره رایه د هزاره افغانانو زلمي رسول ته راوړي او دی پخپله نه مسلمان او نه افغان ګڼل کېږي!

  39. قانع صاحب لکه چی هغه د شپون توکه درسره وشوه چی هر ورځ به یی چیغی وهلی چی لیوه راغی او کله چی په رښتیا لیوه راغلی وو نو هیڅوک یی کومک ته نه وو ورغلی.
    قانع خانه له کله چی په ډاکټر صاحب اشرف غنی بی موریده لګیدلی یی او د ګونګی زلمی رسول تر شا ودریدلی یی لیکنو د خپل وزن او تاسیر له لاسه ورکړی دی.
    نو زموږ مشوره درته دا ده چی هر څه چی لیکی سرچپه یی لیکه تر څو ترینه راسته ګټه اوچته کړی.

  40. Da haqiqat dy Qane sahib reshtya wayilli dey lewanai kho pookh lewnai da ma lediro awridalli che diro ba shakhsiata khalko tayee bad rad wayalli dey, Guman me nashey che da deeki weeee. zaka dai mariz dai haqiqat ba napatawoo ow bal dostam gonti faji komonist ow da ross patishonai yee lezan sara darawalai pakhtanoo che wotoona warnakai, ow bal da obama zoy da hamish yee da amrikey khowaralli.

  41. او، هو قانع خانه له یاده می وتلی وو. رښتیا نن خو د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده، یو جوړه بنګړی زما له خو په تحفه کی قبول کړه

  42. قانع اول سلام او بيا كلام ، نور څه نه ليكم ځكه د زما د ستر ګو تورو خبل انتقادونه ده تا په هكله ليكلى دي ، او دا به ستا ته معلوم شوي يي څه ته چندان سرى نه و ي ځكه ته خبله يو جمعيتى وي او يي او ستا خبل امتحان پشتنو ته وركرى ده لكه زلمى رسول ګونكى ، كرزى خاين او داسي نور تاليسيتى تا غوندى ، الله تعالى ده داسي خر څو او ضعيفو پشتنو باندى ور رحميزي او هدايت ده نيكى وركري وسلام

  43. قانع صاحب د اشرف غني مخالفت در ته دومره تاوان کړی دی چې اوس که پنځوس کتابونه هم په خپله صفایي کې ولیکې پښتانه دې نه مني.

  44. ښاغلی قانع خوښ وسي
    ستاسو دا لیکنه زما د پا ره غوره ځکه چی ستاسو دا لیکنه دوه اړخه لری
    لومړی
    تاسو د ډاکټر غنی غټ مخالف یا سېال رسوا او تخریب کړي
    دوهم
    تاسو ښاغلي غنی ته په شفر یا اشاره نه بلکی روښانه ښکاره
    ویلي چی دا چوتار پرچمیان د نستوڼی مارانو سره پام کوئ
    مننه چی دا لیکنه مو د ښاغلی غني په ګټه لیکلی

    مننه

  45. قانع صاحب، عبدالله به ښه نه وي خو تر کرزي او رسول راته بهتره دی. ولې؟ د کرزي او زلمي رسول د بې کفایتۍ له لاسه خو مو هره ورځ وینې بهېږي. همدا پرون پرون ۴۰ کسه په کندهار او هلمند کې ووژل شول. هر څوک چې د کرزي د حکومت ادامه غواړي یعنې زلمی رسول غواړي، هغه د افغانستان او په تېره بیا د پښتتنو قاتل ګڼم. او هر څوک چې یو تغییر غواړي، که هر څوک وي خو مخکې تر مخکې ورباندې د قاتل ټاپه نه لګوم..

  46. Dear Qanai Sahib, Sorry my computer have problems to write in Pashtoo I can not fix that error now..

    I do not agree with what you have written about Ashraf Ghani at all……these are all absurd and non sense…sorry to say…

    Your comments bout Abdullah is very right and correct.

    I am amazed how you are supporting Zalmai Rasool, Maybe because of Qayoum Karzai…….Qaum Karzi is much and much better than Zalmai Rasool….He is a soft spoken Doctor , he is not fit to lead Afghanistan in this crisis situation,his team is also not strong enough……he is just the extension of Karzai goernment…maybe much worse and much worse than Karzai government….

    Your prescription of Zalmai Rasool woul solve the problem of Afghanistan

  47. زما په فکر ډاکټر عبدالله یو داسی سړی چی ملی فکر ولری نه دی او دا دده د افکارو او کردارو څخه په ورایه ښکاری. نوموړی کومه رغنده پلان نه لری بلکه ټول عمر یی ددولت او نورو کاندیدانو باندی انتقاد کی تیر شو او انتقاد کول کوم مشکل کار نه دی هر یو یی کولای شی خو د مشکل لپاره حل لاره لټول آسانه کار نه دی. د خپل وزارت په دوره کی یی کومه لاسته راوړنه نه درلوده او .خدای مه کړه که ریس جمهور شی نو بیا هم ورڅخه د پرمختګ او بدلون راوستلو امید نه کیږی
    د اشرف غنی صاحب په هکله باید ووایم چی دی خپله ډیر پوه سړی دی او ګیله مو هم ځکه ورڅخه کیږی چی دی ولی غواړی چی جنګسالارانو ته په خپل احتمالی حکومت کی ځای ورکړی او ولی یی د قانون د منګلو څخه ددوی د ژغورلو ژمنه کړیده؟ په واقعت کی هم چی دده څخه مو ددی توقع بیخی نه درلوده

  48. ښاغلی قانع صاحب،
    لیکنه مو د منطق نه ډکه ده، ډیر ښه معلومات مو راسره شریک کړی او ډیر ښه تحلیل مو کړیدی. الله ج مو کامیاب لره.

    په درنښت

  49. قانع صاحب اوس دې ایله د سړیتوب کار وکړ هسې په خپلو پسې نښتی یې خو تکړه شه لیکه دا مقالې دې په عبدالله، فهیم، مسعود رباني. قانوني او دې ته ورته نورو پسې په خپلو خلکو مه لګیږه نور هم بیا سپکیږي بس دغه ټلوالیان ټکوه همد ا د سړیتوب کار دی.

  50. قانع صیب په دغې خو ښه سره پوهیږو چې دا زلمی رسول خو هغه ښځینه څیره ولسمشرۍ ته نه ده ورورته راځه دا ډاکتر غني یو علمی دروند او ملې څیره ده دا به ښه وي چې د یو وقعې افغان سره یو ځای شو دا رسول اصلآ په افغانیت کې موږ شکمن یو دا خو لاپریږده چې پښتون نه دې

  51. قانع صاحب محترم ته دی غبرګ سلامونه وی اوبيا غبرګه مننه ، د غبرګ عبدله دد غبرګ معارفت نه،
    بس قانع صاحب زموږ پښتانه وايی چی بايد هر څه زما د سترګو وکتل شی، يا به افسانوي قهرمان درنه جوړوي،يا به دی ځڅي ،وروه خو قانع به هم خپل نظر او برداشت لری، بیا کلونه يی شير او شکر درباندی خوړلی خير خو يو ځل يی مرچک هم تيره کړه، مه يي منه، خو په مخ يی هم ورتو کوه.!قانع صاحب خو زموږ د خواری او ويدی ټولنی ښه ويښ او خوږ قلمی ليکوال دی د قدر وړ کس دی نه د سپکوسپورو ، ،

  52. za ma khail malgary qani kheta bia chi ghora karii da chi dr sb pasi likal kawee,
    qani gula ra rawan da kii mani awo ka na
    ka chara pacha sho ghani bia dii sa hall wee
    zan teeng ka

  53. په دي کي خو هيڅ شک نشته چي غبرګ عبدالله يو ناکام کانديد دي، پدي ليکنه دي شکريه أدا کوم، او آينده کي هم پکار ده چي داسي ملي خاينان هر وخت او هر ځاي کي رسوا کړي
    خو کومه ليکنه چي د ګران ډاکتر أشرف غني أحمدزي صيب پسي ليکلي وه، هغه مي لا تر أوسه له ذهنه نه ده وتلي، بايد بخښنه وغواړي، او کنه هيڅکله به دي معاف نکړو.ـ

  54. په دي کي خو هيڅ شک نشته چي غبرګ عبدالله يو ناکام کانديد دي، پدي ليکنه دي شکريه أدا کوم، او آينده کي هم پکار ده چي داسي ملي خاينان هر وخت او هر ځاي کي رسوا کړي
    خو کومه ليکنه چي د ګران ډاکتر أشرف غني أحمدزي صيب پسي ليکلي وه، هغه مي لا تر أوسه له ذهنه نه ده وتلي، بايد بخښنه وغواړي، او کنه هيڅکله به دي معاف نکړو.ـ
    .

  55. د ډاكټر أشرف غني أحمدزي په خاطر مونږ له خپل ځان نه هم تير يو، يواځي د اشرف غني إشاره مونږ ته كافي ده،
    قسم په الله كه دسقاو بچي را نه په أفغانستان حكومت وكړي، كرزي دي هم په خلاصو غوږونو واوري

  56. قانع ګله تاسو غوښتی د یوه ښه عنوان لاندی د پښتنو پر یوی بلی سټی ډیر ماهرانه ګزار وکږیپدی لیکنه کی ستاسو اصلی موضوع عبدالله نه بلکه په غنی صیب باندی د کاڼو ګوزاونه دی

  57. ګران قانع صاحب ته اسلام علیکم!
    محترما ! زه پوهیږم چې د کرزي صاحب په دې بډو اخستونکي دولت کې ته هم په بډو امتیازونو کې راګیر شوی یې خپل شخصي مصالحو ته په عمومي مصالحو دې ترجیح ورکړی ګرانه پښتانه ،دري ژبي ، هزاره ، ازبک ….قومونه د پنجشیریانو څخه دومره تنګ شوي چې په نوم یادولو یې قی کوي مونږ د کلونو راهیسې د یو مفکر په فکر کې ؤ ترڅو وکولای شي چې د پښتنو ، هزاره ؤ ازبکو ، قزلباشو ….. افغانانو په زخمونو مرهم پورې کړي زه ډیر تاسف کوم چې د اشرف غني سپکه د داسې یو پښتون څخه اوروم چې ځانته یو سیاستمدار او عالم وايي فکر کوم یا دې د زلمي رسول څخه څه امتیازات ترلاسه کړي او یا داچې سکټارسټي سیاست ته دې لاس وراچولی دی ایا نه غواړی چې د بل شخص دې ولسمشر شي ؟ ایا سیاست په پښتنو کې نور د هیچا زده نه دی ؟بښنه غواړم زما په لیکنه به یو څه په غوسه شې خوکله چې په بړستن کې سر تاؤ کړې نو بیا به په وجدان کې دا قضاوت خامخا کوې چې هدایت الله چابک رښتیا وینا راته لیکلې وه
    زه پوهیږم چې قانع صاحب یو ادیب او شاعر شخصیت دی اما په سیاست کې دومره څه نه لري چې د شعور ترڅایه یې ورسوي تاسې د اشرف غني یو شعار ته هم رسیدلای شئ ؟ ایا تراوسه دې د تعلیم په کیفیت ، د تخت او منبر په رابطه ، مونږ وایو چې افغانستان دې وي ، نسلونه مه ردوی ناکامې تجربې یې رد کړی څه له چا څه اوریدلي دي ځواب به دي حتما نه وي ، ګرانه یو څه محبوبیت په پښتنو کې لری که داسې لیکنې په اشرف غني پسې وکړې نو کیدای شي په پښتنو کې هم زیات اعتبار له لاسه ورکړې

  58. ګرانو هیوادوالو! لومړی له هرڅه له محترم قابع صیب څخه د زړه له کومي مننه کوو چې د ډاکتر صیب اشرف غني ملاتړ یې اعلان کړ او په ورته وخت کې ستاسې ټولو څخه هیله کوم چې په تیر کې څه شوي دي په هغې پسې مه ګرخئ راځۍ د یوې ښې راتلونکې لپاره د قانع صیب د پوټانشیل څخه ګټه پورته کړو
    قانع صیب تل دی ژونی یې
    نعمت الله جان افضلی

  59. سلام
    قانع صاحب و ایی زاغ زنده باد ! بغاوتګر اودولا د اغتشاش په دوره کې دپیرو او تنظیم په زور سند تر لاسه کړی خپله یی د آریانا تلوېژن کې وویل.همدا اوس امتحان ور نه واخله که ددولسم تولګی نتیجه یې ترلاسه کړه زه لاس پرې کوم
    یوشمېر تبصرې ستا له قلم او لیکنې ډېرې شاته پاتې کیږی چې علاج یې ښکنځل او اهانت د مېړو نو کار نه دی !موږ الحمد لله لومړی مسلمان خلک یو او بیا داخلاقی مطبو عاتو رسالت لرو. انصاف ْښه شی دی شپه که تیارده مڼې په شماردی.هیله کیږی چې ستا ښایسته سبک او لیکنې تاند کې ووینو.کورودان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب