ليکوال: عبدالنافع همت
(مهاجرت نامه) هغه منظوم ادبي ليک دئ چي (ملا عبدالرحيم هوتکي) په پارسي ژبه ليکلی او استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۹۰ ش/ ۲۰۰۱م کال له پښتو منظومي ژباړي سره يو ځای په پېښور کي چاپ کړی دئ. مهاجرت نامه په مثنوي فورم کي ليکل سوې او ټول (۱۲۴) بيتونه لري. رفیع صاحب یوازي پر همدې (۱۲۴) بيتونو اکتفا نه ده کړې، بلکي نور ماخذونه يې هم پلټلي او د دې اثر محتوا يې ښه بډایه کړې ده.
رفيع صاحب وايي چي د دې کتاب خطي نسخې کاپي په ۱۳۶۳ش/ ۱۹۸۷م کال د جنوبي پښتونخوا په بوري (لورلايي) کي ارواښاد سعيد ګوهر ورکړې ده. رفيع صاحب دا نسخه د کلاسيکي دورې د مشهور پښتو دېوان لرونکي شاعر عبدالرحيم هوتک بولي چي ځيني څېړونکي يې په عبدالرحیم بخارايي هم يادوي.
تر دې مهاله زه هم د مهاجرت نامې شاعر پوره نه پېژنم، خو دا چي د مهاجرت نامې شاعر دي د پښتو دېوان لرونکی شاعر عبدالرحيم يا په اصطلاح عبدالرحيم هوتک وي، دا خبره د تامل او شک وړ راته ښکاري او زما له نظره يې دلايل دا دي:
دا خبره خو ثابته ده چي د مهاجرت نامې او پښتو دېوان شاعران دواړه په خټه هوتک دي، خو په هوتکو کي دننه يې پښې سره جلا دي. د پښتو دېوان شاعر په خپل يوه قصيده ډوله نظم کي د خپل اصل او نسب په اړه خورا په تفصيل سره معلومات ورکړي دي، له هوتک بابا څخه رانيولې بيا تر خپل پلاره پوري يې نومونه ياد کړي دي، د دې نظم څو بیتونه دا دي:
زه فقير قندهاری يم او په اصل کي غلځی يم
په کلات کي يم زوکړی، عمر باد غوندي تېرېږي
په غلځي کي يم (هوتک)، پلار نيکه مي نه وو ورک
عالم ټوله په خبر دئ، که پوښتنه پسي کېږي
په هوتک کي (ملکيار) يم، خوار غريب ناست پر بخار يم
د فراق نارې وهمه، داد مي چا ته نه رسېږي
(حسان زی) پر (ملکيار) يم، د خوبانو يار و غار يم
په (حسین) کي (سفرزی) یم، سر تر پا اور رالګېږي
په سفر کي (مَلېزی) يم، خوار غرېب په زړه بزی يم
د هجران له ډېره غمه، زړه مي دوه ټوکره کېږي
په (مَلي) کي (اتمانخېل) یم، پر (اتمان) (بابکرخېل) يم
پر (بابکر) (اسماعيل خېل) يم، کم عقلونه پرې چلېږي
د ملک سلطان لمسی يم، د اتو ملېزي زوی يم. (۱)
خو د مهاجرت نامې شاعر بيا ځان په هوتکو کي (بازيي) بولي او د مهاجرت نامې په پای کي داسي ليکي:
تمام گردید (مهاجرت نامه) فضيلتپناهی
ملا عبدالرحيم هوتکی بازیی. (۲)
ما چي د پښتني قبيلو د نسب شجرې کتلې، په کاکړو کي مي د (بازی) په نوم پښه يا څانګه ليدلې ده چي په اردو او پارسي لیکدود کي يې (بازئی) يا (بازيي) ليکي، خو په هوتکو کي مي تر اوسه د (بازيي) په نوم د څانګي نوم نه دئ ليدلی، خو (بايزی) سته، کېدای سي په دې کلمه کي تصريف راغلی وي، ياني دوه توري سره مخ او شاته سوي وي، کېدای سي اصل نوم (بايزی) وي، خو خطاط يا کاتب به سهواً په (بازيي) ليکلی وي.
امان الله خان هوتک په خپل کتاب (د خپلواکۍ لمر څرک) کي کاږي چي هوتک بابا څلور زامن درلودل چي يو (ملکيار)، دوهم (دولتيار)، دريم (تون) او څلورم (يوسف) نومېده. که پښتو دېوان لرونکي شاعر د نسب پل د ده د خپل شعر په رڼا کي ووهو، نو سيده (ملکيار) ته درېږي، ځکه ملېزی د ملکیار په نسل پوري اړه لري، خو (بایزی) د هوتک بابا د بل زوی، ياني (تون) له نسل څخه دئ. (۳)
بله خبره دا ده چي د پښتو دېوان شاعر نه يوازي دا چي په ماشومتوب کي له کندهار څخه بخارا ته تللی، بلکي تر مرګه پوري بيرته کندهار ته نه دئ راغلی، آن دا چي خپل اصلي ټاټوبی، د نارنج ماڼۍ، خپل خپلوان او ياران خو څه کوې چي ټول کندهار ځني هېر سوی دئ، د دې خبري يادونه په يوه بيت کی داسي کوي:
وم هلک د لسو کالو زيات و کم
له وطنه يم وتلی په ماتم
***
لا هلک وم چي جدا سوم له وطنه
اوس مي هېر درست کندهار شه درېغه درېغه
خو د مهاجرت نامې شاعر بيا د نارنج د ماڼۍ هره برخه، هر تعمير، هره کوټه او د دربار څو مامورين له نژدې پېژني، نومونه يې يادوي، آن دا چې د هغوی جسمي، ذهني او اجتماعي جوړښت انځوروي، د دې خبري د ثبوت لپاره د مهاجرت نامې دا څو بيتونه راوړو:
ز (شربتخانه) بگذر سوی (مسجد)
زه (مسجد) نيز بگذر ای ممدد
***
ز ديوارِ (حرم) قطع نظر کن
ز تيغ قهر شاهنشاه حذر کن
***
از آنجا نيز آهسته گذر کن
در آن ويرانه ها هر سو نظر کن
***
در آنجا يک اطاق باصفا است
اطاق خواجه های بادشاه است
***
نظر کن اندر ان جمع غلامان
دو صورت را نکوشناس ازيشان
***
يک را نام (يوزباشی) (امين) است
دلم از بهر او اندهگين است
***
یکی شخصی (محمد) نام دارد
درون آن سرا ارام دارد
***
مرا خواهر بعقد او جوانست
بخوی و خلق خوش مرهم بجانست.
که دا خبره ومنو چي د دې دوو اثارو شاعر يو دئ، بيا څنګه يو ځل وايي چي په ماشومتوب کي له کندهاره وتلی يم او ټول کندهار راڅخه هېر دئ، بيا په خپل بل کتاب کي د نارنج د ماڼۍ ټوله نقشه ګام په ګام تشريح کوي او د څو مهمو مامورينو نومونه يادوي؟ د مهاجرت نامې له عمومي محتوا څخه داسي برېښي چې دا شاعر يو وخت په نارنج ماڼۍ کي درباري مامور و، بيا يو چا تور پوري غوټه کړی او له دربار څخه شړل سوی دئ، دی دا موضوع داسي بیانوي:
ز غمازی و کذابی خلقان
شدم محروم ديدار عزيزان
***
دروغ چند را تقرير کردند
عزيزان را ز من دلگیر کردند
***
دروغگو دشمن پروردگار است
بدنيا و عقبی شرمسار است
***
مرا هر کس که از ياران جدا کرد
نصيبش باد رنج و محنت و درد.
دلته بله موضوع هم د يادوني وړ ده، هغه دا چي د پښتو دېوان شاعر تقريبا خپل ټول ژوند له وطن څخه لیري د خپل پير (شيخ املا) په خدمت کي تېر کړی دئ، له درباري ادابو سره هیڅ بلد نه دئ، خو د مهاجرت نامې شاعر بیا له درباري ادابو سره پوره بلد دئ، که د پښتو دېوان شاعر له درباري ادابو او درباري مامورينو سره دومره نژدې اشنايي درلودای، نو په پښتو دېوان کي به يې هم د هغوی نومونه ياد کړي وای.
بل د بحث وړ ټکی دا دئ چي دواړه شاعران د بېلتون له غمه ژاړي، خو د پښتو دېوان شاعر د لويي پښتونخوا، هوتکي دورې، د هغه وخت د سياسي او ادبي شخصيتونو يادونه کوي، څوک ستايي او د چا له له غمه بيا اوښکي تويوي، خو د مهاجرت نامې شاعر يوازي د نارنج ماڼۍ د غلامانو، خواجه ګانو، ټيټ رتبه خدمتګارانو او هلته د خپلي خور، خپلوانو او پخوانيو غير مشهورو يارانو بيلتون ژړوي.
بل دا چي په پښتو ادب کي د بېلتانه يا هجران په شاعرۍ کي يوه ځانګړې قاعده سته، هغه دا چي د هجر او بېلتانه دوه اړخونه تل روښانه وي، په تېره بیا داسي شاعران چي ژوندليک يې ډېر څرګند وي، د بېلګې په ډول اشرف خان هجري به راواخلو، اشرف خان هجري هم له کور او وطن څخه لري په زندان څو کلونه تېر کړي دي، خو د ده له شاعرۍ څخه پوهېږو چي دی په زندان کي دئ او له دې غمه ژاړي چي له کور، وطن او قوم څخه ليري دئ، د غني خان د زندان په شاعرۍ کي هم د هجران دا دوه اړخونه پوره روښانه دي، خو د مهاجرت نامې شاعر نه دئ معلوم چي اوس چېري اوسېږي، که دی رښتیا همدا د پښتو دېوان شاعر وای، نو دا يادونه به يې هم کړې وای چي اصلي وطن يې کوم ځای دئ او اوس چېري اوسېږي؟ که د استاد رفيع صاحب خبره ومنو چي اصلي ځای يې همدا نارنج ماڼۍ ده، نو اوس چېري اوسېږي؟
بل د دې لپاره چي دوه اثار سره بېل کړو اسانه لاره يې د سبک پرتله ده. د مهاجرت نامې سبک درباري دئ، يوازي پاچا څه چي د پاچا د درباري غلامانو، خواجه ګانو، ټيټ رتبه درباري خدمتګارانو او ميرزایانو نومونه په خورا درنښت پکښي یاد سوي دي، خو بلي خوا ته بيا د پښتو دېوان شاعر لکه رحمان بابا ډېر مستغني سړی دئ، د ميرویس نيکه او هوتکي پاچاهانو پر ځای د خپل مرشد ډېره ستاينه کوي، د ادبپوهانو د مطالعاتو له مخي د پښتو دېوان شاعر د عبدالرحمان بابا د سبک لاروی ګڼل سوی دئ. (۴)
دلته يو بل توپير هم وينو، هغه دا چي د مهاجرت نامې شاعر خپل نوم (ملا عبدالرحيم هوتکي) ښيي، خو د پښتو دېوان شاعر بيا ځان ته ملا نه وايي، دی يو صوفي شاعر دئ، حال دا چي ملايي او تصوف جلا کارونه او مسلکونه دي، که د مهاجرت نامې شاعر پوره نه پېژنو، نو د پښتو دېوان شاعر خو پوره پېژنو چي ټول ژوند يې په تصوف کي تېر سوی دئ، که يې ملايي کړې وای يا يې له ځان سره ملا ليکلای، نو په پښتو دېوان کي به يې يو ځای له خپل نوم سره (ملا) ليکلی وای، که وايو چي کېدای سي يو وخت به يې له ځانه سره ملا لیکه، نو دا خبره ځکه سمه نه ده چي د مهاجرت نامې خطي نسخه تاريخ نه لري، سړی نه پوهېږي چي دا نسخه په کوم کال ليکل سوې ده؟
بله موضوع له کندهار څخه د مهاجر کېدو علت دئ. د پښتو دېوان شاعر هم په زور له کندهار څخه د شړلو خبره کوي او د مهاجرت نامې شاعر هم ورته موضوع يادوي. د مهاجرت نامې شاعر د دې مهاجرت ښه روښانه دليل بيانوي او وايي چي څو شيطانانو دسيسه ورته جوړه کړه او دی يې د پاچا له درباره وشاړه، خو د پښتو دېوان شاعر بیا عامه خبره کوي، ځکه نهه لس کلن هلک کله په دربار کي وظيفه درلودای شي او يوه اومه خوله هلک ته به څوک څه دسيسه جوړه کړي؟
د دې دوو اثارو محتوا هم سره پرتله کولای سو. د پښتو دېوان شاعر په خپل دېوان کي د مشهورو پښتنو نوميالیو يادونه کوي، خو د مهاجرت نامې شاعر بيا يوازي د څو درباري مامورينو يادونه کوي، هغه هم داسي ټيټ رتبه مامورين چي موږ يې تر دې مخکي په ادبي او سياسي تاريخ کي نوم نه دئ اورېدلی. رفيع صاحب وايي چي د مهاجرت نامې شاعر په نارنج ماڼۍ کي د (محمد) په نوم د يوه سړي يادونه کوي، دا سړی د پټي خزانې ليکوال (محمد هوتک بن داود) دئ، رفیع صاحب خپله خبره د مهاجرت نامې د دې بيت په استناد کوي:
يکی شخصی (محمد) نام دارد
درون آن سرا ارام دارد
***
بلی او هم يکی از خادمانست
که شربتدار (شاه) کامرانست.
رفیع د مهاجرت نامې په يوولسم مخ کي کاږي چي په مهاجرت نامه کي ياد سوی پاچا (شاه حسين هوتکي) دئ، خو په مهاجرت نامه کي نه د شاه حسین پاچا يادونه سوې او نه هم د محمد هوتک پوره نوم ياد سوی دئ. ما ته دا خبره يو څه د تامل وړ ښکاري چي دا (محمد) دي د پټي خزانې ليکوال محمد هوتک وي.
ډېری قاموسونو او تاريخونو کي ليکلي چي د پاچا شربتدار هغه چا ته ويل کېده چي د پاچا لپاره به يې شربت، شراب او نور څښاک برابرول. زما په نظر دا کار د شاه حسين له دربار او محمد هوتک له علمي شان او شخصيت سره اړخ نه لګوي.
په پټه خزانه کي (محمد هوتک) ځان پوره معرفي کړی دئ، خو دا يې نه دي ليکلي چي زه اوس يا پخوا د شاه حسين يا هوتکي دورې بل پاچا په دربار کي شربتدار وم، خو دا يې ښکاره ليکلي چي پر شاه حسين پاچا اديبان او عالمان ډېر ګران ول او دی خپله هم يو تکړه اديب و، نو يو څوک چي پر پاچا دومر ګران وي بيا د شربت دارۍ غوندي ټيټه وظيفه به ولي ورکوي؟
پښتنو پاچهانو يو خو د علماوو او بل د سپين ږيرو ډېر درناوی کاوه، که ښه ځير سو، نو محمد هوتک پر شاه حسین دېرش کاله مشر دئ، ځکه محمد هوتک د پټي خزانې په حواله په ۱۰۸۴ ه ق کال او شاه حسين په ۱۱۱۴ ه ق کال زېږېدلی دئ. (۵)
محمد هوتک په پټه خزانه کي لیکي چي ماته شاه حسين د (خلاصة الطب) د ليکلو له امله سل طلاوي جايزه راکړه. (۶). بلي خوا ته که وګورو محمد هوتک د هغه وخت د سردارانو او دربار له ډېرو مخورو اشخاصو څخه ګڼل کېده، نو دا څنګه کېدای سي چي يوه عالم او فاضل شخص ته دي دومره ټيټه وظيفه وسپارل سي او يا دي يې دی خپله ومني؟
بله خبره دا ده که محمد هوتک رښتيا د مهاجرت نامې د شاعر اخښی وي، نو ولي د هغه د علم او اثارو يادونه نه کوي؟ حال دا چي د پښتو دېوان شاعر د خپل وخت له مشهورو علماوو څخه و، د پښتو دېوان شاعر د خپل عصر او مخکي د ټولو اديبانو او علماوو يادونه په خورا صراحت او درنښت سره کوي، نو د پټې خزانې لیکوال چي هم يې اخښی او هم يو عالم او فاضل سړی دئ، څنګه ځني هېرېږي؟
د کلاسيکي دورې يوه ځانګړنه هم زموږ کار اسانه کولای سي، هغه ځانګړنه دا ده چي د کلاسيکو دورې ډېری شاعرانو د ځان ستاينه کړې ده، دې کار زموږ سره دا مرسته کړې چي د شاعر د ژوند، د فکر طرز او په مجموع کي د دوی د ژوند معلومات يې په لاس راکړي دي، مثلا کومو شاعرانو چي په دوو ژبو شاعري کړې، نو په يوه ژبه کي يې د بلي ژبي شاعرۍ ته هم اشاره کړې ده، لکه خوشال بابا چي وايي:
پارسي شعر مي هم زده سليقه لرم د دواړو
پښتو شعر مي خوښ شو هر څوک خپل ګڼي ښاغلي. (۷)
که داسي يې وګڼو چي موږ د خوشال بابا پارسي اثار په لاس کي نه لرو، خو بيا هم دومره پوهېږو چي خوشال بابا په پارسي ژبه هم شاعري کړې ده، نو دلته که د پښتو دېوان شاعر په پارسي ژبه شاعري کړې وای په پښتو دېوان کي به يې هم اشاره ورته کړې وای.
وروستۍ خبره دا ده چي ما د عبدالرحيم هوتک ټول دېوان ولوست، يو ځای يې هم له خپل نوم سره د (هوتک) کلمه د (تخلص) په نوم نه ده ياده کړې، د مسرۍ وزن ته په کتو سره يې کله خپل نوم (عبدالرحيم) او کله (رحيم) ياد کړی دئ، البته دا بيا جلا خبره ده چي يو نظم يې خپل ژوند ليک ته ځانګړی کړی دئ، ډېر خلک د خپلي قبيلې یادونه کوي، خو د تخلص په ډول يې نه ليکي، ځکه چي تخلص د نوم برخه وي، خو د قبيلې نوم هيڅکله د نوم برخه نه سي کېدای.
د لومړي ځل لپاره علامه حبيبي صاحب موږ ته عبدالرحيم راپېژني، هغه هم يوازي په (عبدالرحيم) ياد کړی دئ، د هوتک تخلص يې نه دئ ورسره ياد کړئ، د هوتک تخلص وروسته نورو څېړونکو له ځانه ورپوري غوټه کړی دئ، خو د مهاجرت نامې شاعر (هوتکي) تخلص لري او په قلمي نسخه کي يې ښکاره ليکلی دئ، دا چي يو شاعر تخلص لري او بل يې نه لري، له دې څخه ښکاري چي دا دوه جلا شاعران دي.
په پای کي د پورته لسو دلايل پر بنسټ ويلای سو چي د پارسي مهاجرت نامې شاعر (ملا عبدالرحيم هوتکي) او د پښتو دېوان شاعر (عبدالرحيم) نومېږي او دا دوه جلا شاعران دي. د ارواښاد سعيد ګوهر قبر دي له نوره ډک سي چي دا ورکه خطي نسخه يې پيدا کړه، رفیع صاحب ته دي هم پاک خدای اوږد عمر او ښه صحت ورکړي چي په دې خطي نسخه پسي له پېښوره تر لورلايي پوري ولاړ، دا منظوم اثر يې په روانه پښتو وژباړه او بيا يې چاپ کړ، که رفیع صاحب نه وای، نو نن به ما د څېړني لپاره دا موضوع هم نه درلودای، زما په نظر د هوتکي دورې ادبيات پوره نه دي څېړل سوي، بايد پوره وڅېړل سي، په تېره بيا د مهاجرت نامې شاعر پيدا کړل سي، لکه څنګه چي په مهاجرت نامه کي د نارنج ماڼۍ نقشه پوره انځور سوې، کېدای سي دا شاعر نور اثار هم ولري او په نورو اثارو کي د دې طلايي دورې نور معلومات هم وموندل سي.
ماخذونه:
۱: هوتک، عبدالرحيم، ۱۳۹۱ه ش کال، ۱۴-۱۵ مخونه، د ډاکټر محمد صادرق ژړک په زيار، دانش خپرندويه ټولنه، کابل.
۲: هوتک، عبدالرحيم، ۱۳۸۰ ه ش کال، مهاجرت نامه، ۵۸ مخ، د استاد حبيب الله رفيع په زيار، د افغانستان د کلتوري خدمتونو اداره، پېښور.
۳: هوتک، امان الله خان، ۱۳۶۸ ه ش کال، د خپلواکۍ لمر څرک ، ۸ مخ
۴: هېوادمل، زلمی، ۱۳۷۹ ه ش کال، د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړی ټوک، دوهم چاپ، ۱۹۳ مخ، دانش خپرندويه ټولنه، پېښور.
۵: بېنوا، عبدالرووف، ۱۳۹۴ ه ش کال، دريم چاپ، ميرويس نيکه، ۱۲۴ مخ، صداقت خپرندويه ټولنه، کندهار.
۶: هوتک، محمد، ۱۳۳۹ ه ش کال، پټه خزانه، ۲۰۰ مخ، د پوهني وزارت، کابل
۷: خټک، خوشال، ۱۳۹۳، د خوشال خان خټک کليات، څلورم چاپ، ۶۳۶ مخ، دانش خپرويه ټولنه، کابل.