ستنې نشته په بازارکې
ساقي شته، خوساقۍ نشته
د تکمیل کیسه نیمګړي
تاک له خپله اوره وسو
د انګور کیسه نیمګړي
ونې خوب کې مڼې ویني
څانګې ،څانګې ئې لاسونه
لپې، لپې ئې خوږیږي
بند پر بند ئې خزانونه
د یتیمو کوچنیانو، لوږه شو نډوته راغلي
ګریوانونه ئې زګیروي کړی
بې ټڼېو وړي دردونه
ستنې نشته په بازار کې
د ټپونو رفو خوب شو
په هر ټپ باندې انځور شوه
په څورنګه ، شفقونه
د باران سره بڼ ژاړي
سترګې ، سترګې ئې نیزونه
نه انګور شته نه مڼې شته
نه نګهت شته نه وږمې شته
د رڼا خلقت ولاړ دي
سپېد و تور کمیس اغوستي
طلائې آئینه د لمر ده ورکه شوی
ورځې ستړي شوي د ځان په پلټولو
د نجلۍ خوب بې تعبیره
د مکتب لار کې راشنه شوه دیوالونه
د مکتب د زنګ په ستونې کې دانه ده
د ترنګ، ترنګ ږغ افسانه ده
د کوترې توری سترګې ټپې شوی
حافظې ئې الوتل چېري ښخ کړی
وزرونه ئې ژړۍ * تبو نیولي
ادم شته خو درخانۍ ده ورکه شوي
فتیح خان دي ميین شوی
محبوبه ئې را بیا نه ده
د نجلۍ خوب بې تعبیره
د کتاب توري لویدلي دی له پاڼو
کتابچې دی د وئینو بلا خوړلي
طالب جان پرځان میین شو
په کیسه کې ئې کردار د شهۍ نشته
د *ملي هندارې متن مسخه شوي
د نجلۍ خوب بې تعبیره
ساقی شته خو ساقۍ نشته
د تکمیل کیسه نیم ګړي
تاک له خپله اوره وسو
د انګور کیسه نیم ګړي
۲۰۲۳ / ۱۲ ۲۰
خوبونه
ستا د لاسونو د ګمان حس مې وجود لمسوې
سترګو دي زما سترګو ته
د دوو لمرونو افسانه لوستله
چې د بڼو څخه ئې
غبرګې سپیدې لکه باران اوریدې
لمر د غره شاته د رنګو نو دسیند
د نارنجې وړانګو څراغ بلوې
داسي یو خوب مې لیده
ستاسو د کلي وږمې
زموږ پر کوڅه تیریدي
د نګهت پیټي په شا
په پایزیبونو کې رڼا شرنګیدل
زما د اروا سایه، د کوره ووتله
شپه تر سهاره ئې ستا لارڅارله
په دواړو سترګو کې ئې
وچ انتظار را شین شو
اوس د خوبونو شا پیرۍ زما
د الاهو، سندرې هیري کړلي
دا سي یو خوب مې لیدې
بیګا د سپوږمۍ پر بام ولاړه وم
د وړانګو سپینو کوترو
د چېنو سندرې ویلي
په چېنو کې د اوبو شور د شپې انځورته
د چوپتیا رنګ ورکاوه
د وړانګو کوترې مې
د مځکې لورته را په هوا کړي
سهار د مکتب په زنګ د خوب څخه راویښه شوم
داسي یو خوب مې لیده
۲۰۲۳ / ۱۲ / ۱۶
سلامونه
دا بیتونه مې ډېر خوښ شول ؛مڼنه آغلې مشرې خور ملال پروینې!
(ساقي شته، خوساقۍ نشته)
(د باران سره بڼ ژاړي)
(سپېد و تور کمیس اغوستي)
(د مکتب لار کې راشنه شوه دیوالونه!!!!!!)
(د کتاب توري لویدلي دی له پاڼو
کتابچې دی د وئینو بلا خوړلي)
(طالب جان پرځان میین شو!!!)
(د *ملي هندارې متن مسخه شوي)!
((زما د اروا سایه، د کوره ووتله))
(سهار د مکتب په زنګ د خوب څخه راویښه شوم)!
+البته ټول بیتونه د زړهء په وینو لیکل سوي دي، خو بعضې بیتونه( لکه ونه مستقیم پخپل مکان وي ):رحمن بابا ؛چې د اوښکو بارانونه راوروي!!.
په ټوله پښتني/افغني مینه او ښې هيلې
بروکسل ۲۴ ډسمبر=۱۱ جمادي الاخری=۳مرغومی/جدي
ډيردروند ډاکترصاحب ، سلامونه مې ومني نيکمرغه يم چې دتاند په رنګينه اوښايسته پاڼه مې لولي او خپل دروند نظر راباندي لوروي ستاسو نظر ماته دډير ارزښت اواهميت وړ دى خوښي او برياليتوب مو غواړم
په درنښت اواخلاص
د ملالی جانی ګیله ( د ساقۍ نه شتون ) ممکن پر ځای او درک وړ وی خو خبره دا ده چی اصلاً خپله د ” ساقی ” خُم او جام هم سوری سوی او مات سوی دی . ” ساقۍ ” خو د اهل صالح ” ساقی ” د ملاتړ په سیوری کی د خپل موجودیت ادعا کولای سی، چی ساقی خپله ” مُفلس ” وی نو د ” ساقۍ ” مُفلسی او ډیوالیتوب خو طبیعی خبره ده.
بناً
د ساقی او ساقۍ د مدنی او انسانی مبارزی چیغه باید موازی وی.
بله داچی ( هیله ده د یو خامَک دوز په سلیقه کی بیځایه مداخله و نه ګڼل سی ) :
د ملالی جانی د لومړی شعر په لسمه کرښه کی لیکل سویدی:
” د یتیمو کوچنیانو، لوږه شونډو ته راغلي ”
که د ” یتیمو کوچنیانو ” پر ځای د ” یتیمو ماشومانو ” عبارت کارَوَل سوی وای نو هم به مفهوم اِفاده سوی وای او هم به د ” سیلاب ” بڼه او شمیره بشپړه او منظمه وای.
ډيردروند ورور غلام حضرت صاحب سلامونه ، ستاسو نظريات دتاند په ښايسته پاڼه کې هروخت په پوره مينه لولم چې د وريښمين ظنز سيورى باندې خپوروى دمثال په ډول د دستار اوپګړۍ نظر ، نو په دې بنا بايدووايم چې دساقى په هکله که زموږ نظر هرڅومره صادقانه هم وى ځيني لوستونکي دفيمينيزم دزاويې ورته ګورى او ارزوي يې په هرصورت د ساقي سورى جام دى خداى پترى کړي .
دشعر دمسري په هکله ستاسو نظر سم دى کاشکي دغه ډول رغنده نظريات هروخت راباندې ولوروٸ .
په درنښت
ګرانی خوری پروین جانی! تر سلام او درناوی وروسته.
زما د تبصرو په هکله ستاسی د لطیفانه او مهربانانه نظر څخه ډیره مننه ، باور وکړی چی دا څو وروستی ساعتونه می ذهنی ښورښ دا ؤ چی ما ولی ستاسی د نوم ( چی زما یوه ځوانی مرګه خور هم پروین نومیده) پر ځای ستاسی تخلص لیکلی ؤ ( هغه هم نیمګړی، د ملال پر ځای می ملالی کارولی وه ) چی البته بخښنه غواړم.
بل عرض می دا دی چی:
بیله سندرو ږغوَلو ( البته أم کلثوم ځینی وخت اورم ) نور نو د هری ښځی او میرمنی هر علم او کمال او مثبت فکر او مثبت قلم او هنرمندو ګوتو او هنرمندی ژبی او د اخلاق په ګاڼه سمبال موجودیت ته سخت درناوی لرم. د ښځو د وجودی چغرافیا زاویه ډیره پراخه او د انسانی او ټولنیز رسالت ډګر ئی ډیر پراخ دی.
که د یوی باسواده ښځی علمی استعداد د قدر وړ وی نو د هغی ښځی استعداد او د رسالت احساس هم د قدر وړ دی کوم چی د خپل ژوند د شرائطو په اقتضاء بُزه لوَشی یا د ګودر څخه کور ته اوبه وړی.
اجازه راکړی چی یو بل تریخ اعتراف تر خوله را وباسم:
د یو څو ډیرو معدودو تاریخی او مشهورو شاعرانو پرته نور نو د بل هیڅ ” نر ” شاعر شعرونه د خریدار پتوګه نه لوَلم ( البته د سیل بین پتوګه هو ) خو د میرمنو شعرونه حد اقل د ژوری کُنجکاوی په پار لوَلم او پدی عقیده یم چی هر څومره چی د یوه آواز خوان مرغه یا مرغی فزیک وړوکی وی په هغه اندازه ئی آواز او احساس هم خوږ وی.
ځینی وخت می د میرمنی سره ونو ته نژدی لیاره کی قدم وهم او کله چی می میرمن یوه مرغی ووینی چی ریز کوی نو را ته وائی چی ددی خوارکی په زړګی کی به څه پراته وی چی تر خوله ئی را باسی ( البته زه ورته وایم چی شریکه زه ترجمان نه یم او نه هم مرغی زما په مورنی ژبه ږغیږی ).
بله دا چی د شاعرانو ریزونه دوه ډوله دی:
۱ – په طبیعت کی د آزادو مرغانو طبیعی ښکلی ریزونه.
۲ – په قفس کی د بندی مرغانو ” تجارتی او موسمی او ممکن ښکلی” ریزونه.
بله دا چی همیشه د ځان سره وایم چی:
” شکر چی شاعر نه یم کنی د هر شاعر سره می حسادت درلودای او شکر دی چی شاعران په کوڅه او بازار کی خپل تولیدات په ریړی او کراچی کی عامو وګړو ته نه وړاندی کوی کنی هر زورمند او زرمند شاعر به ښاروالی ته شکایت کولای چی راسه صاحِبه د فلانی ریړی والا ږغ ډیر تېره او غوږ خروونکی دی یا د فلانی شاعر کراچی ترافیکی محدودیتونه او مزاحمتونه را منځته کړی دی”.
ګوستأخی معاف که بی ربطه ږغیدلی یم.
تاسی او خپل هر وطندار ته د ژوند په هر ډګر کی د بریالیتوب هیله لرم.
ډير دروند ورور غلام حضرت صاحب ، ډيره بخښنه غواړم چې ستاسو نظرمې اوس وليدي لومړى خوداچې ماته دپروين په پرتله ملال ياملالۍ خوښي او وياړ رابخښي ځکه دژوند ملګرى مې وفات سوى چې څوک مې دهغه په نوم ياده کړي داسي احساسوم چې اوس هم فزيکي راسره مل دى دويم زموږ دهيواد ديوې اتلي نوم دى .
ستاسو دنظر دبلي برخې په هکله به دومره ووايم چې زموږ ټولنه مطلق نارينه سالاره ده دښځې هره وړتيا ورته دنارينه دوړتيا په پر تله هغومره ارزښت نه لرى داچې تاسو دښځو تخليق ته په دومره ارزښت قايل ياست دا ستاسو مهرباني ده خداى ج مو اباد لره
د پروين ملال شاعري که ښځينه جنيست د شاعرۍ له چوکاټه راوباسو (چې اکثريته نارينه ليکوال دې د شاعرۍ تعريف او ستاينه له همدې کليشه يي زاويې کوي) او په ټول کې يې د پښتو ژبې د شاعرۍ په تاريخ وڅېړو نو تل يې له وخت سره تانده او ځوانه شاعري کړې ده.
د دې شعري جوړښتونه نه يوازې چې د شعري قالبونو پر معيار جوړ شوي دي، بلکه د شعر له اصلي هنري ژبې چې دقيقې او ښکلې استعارې دي، جوړ دي.
د پروين ملال هر شعر د نورو اوصافو سره سره که يې يوازې د تصويرونو پر بنسټ وڅيړو، نو د دې د هر شعر په هر بيت کې څه، چې په يوه نيم بيت کې په سوچه پښتو نوې نوې استعارې کارولي دي.
په دې کچه او زياته پيمانه چې آغلې ملال د شعر هر اړخ ته يې پام کړی چې موضوع، تسلسل، فکر، وخت/دوُر، شعري جوړښت او بيا تر شعري هنره پورې مکمله ده، ما د بل هيڅ يوې شاعرې/ يوه شاعر په اثرونو کې نه دي ليدلي.
دا دې خدای پاک زموږ له سره نه کموي، ځکه دا زموږ د پښتو ژبې د شاعرۍ بې جوړې الکو او سرلاری ده.