شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeادب،،ژبه کې د تعجب یا حیرانتیا نومځري،، ته د ښاغلي تمهید سیلانې...

،،ژبه کې د تعجب یا حیرانتیا نومځري،، ته د ښاغلي تمهید سیلانې لیکنه

 ډاکتر ماخان میږی شینواری

زما هیله د ځوان لیکوالانو څخه:

 څیړنیز څه یواځې هلته سم راتلی شي، چې د نورو ژبوپه بنسټ وي، انګرېزي، روسي، فرانسوي او یا الماني. که هر پیژند او هره پرېکړه په یو څه کوي، نو هغه باید ښه روښانه وي، چې یواځې او یواځې د یوې پورته یادو ژبه په بنسټ یې کولی شو. 

زموږ ځوانان د پوهنې او په ځانګرې توګه د پښتو پوهنې په هکله لیکنې کوي او ګرانو لوستونکو ته یې وړاندې کړي، چې دا یې کله کله له ستونځو سره مخامخ کیږي، چې لامل یې د دوي هڅاندوالی نه دۍ، لامل یې هغه څه دي، چې زه یې په هکله دا لیکنه کوم.

ما څو ورځې د مخه د ځوان  ادیب او لیکوال او ژبپوه ښاغلي اربازخان ساپی  په لیکنه څه ولیکل او اوس په دې همغه یا ور نږدې موضوع ښاغلي  لیکوال تمهيد سيلانی، چې دی هم ځوان دۍ، څه لیکلي، چې بل چا یې په هکله څه نه دي لیکلي، چې له دې امله زه دې اوږدې لیکنې ته اړ شوم.

زه چې یو زوړ سړی یم، تاسو سره له خپلې تجربې غږېږم. زما موخه یواځې او یواځې ستاسو د ښه پوهنې او زده کړې له پاره دي، دا داسې مه ګڼۍ، چې زه ګوندې پوهیږم، تل په زده کړې یم او په یو څه چې غواړم پوه شم، نو د الماني پاڼو ته ځم، چې پوره زیاتې دي. تاسو  هم دا کار وکړۍ، چې څه غواړۍ زده کړۍ او یا په څه وپوهیږۍ، همغې ستاسو زده دباندنۍ ژبې ته لاړ شۍ ، بله لار نه شته.

ما په خپلو لیکنو کې کوم  نومونه له ځانه نه دي ټاکلي، زه هڅیدلی یم، چې له الماني په  هر نوم یا وي ته چې پیداېښتي وي، په پښتو انډول – چې لري یې – راپیدا کړم.

چې موږ یې نه لرو او هغه د پوهنې د څېړنې مواد، چې له دې امله هم دا لیکنه.

 له ځانه هیځکله قضاوت یا پرېکړه مه کوۍ، چې ښه ترې ډاډه نه اوسۍ او یا مو د یوه باوري څه څخه نه وي رانیولي. په پوهنه کې ګومان مې دۍ یا زما په فکر، پوهنیز دلیل نه دۍ، یا هغه ویلي نو سم دۍ او یا شاید داسې وي. په پوهنه کې دا نه شته، چې هغه یا دغه ویلي یا دا سې دۍ او داسې هم دۍ، نو باید سم وي. 

په دې وخت کې  د هرې پوهنې په هر اړخ کې زموږ د اړتیاو له پاره هرڅه شته، کړی شو چې راویې باسو یا یې را وژباړو.

موږ هغه کسان یو، چې له ډېرې مودې، یعنې له څلوېښتو کالو ډېر وخت مو په جنګ کې تیر کړی او د نورو څنګ کې دپوهنیزو ودو هم بې برخې پاتې یو او دا راته تل څرګندیږي. زموږ هغه ځوان هیوادول چې څه لیکي او هغه بیا خوروي هم یو ستر کار دۍ.

که زه په دې هکله څه لیکم، نو دا هم زموږ د ژبې د سمون او ودې له پاره دي، خدای دې نه کړي، چې زه به خپلو ځوانانو ته په درنه سترګه ونه ګورم. ماته دا ټول هڅاند کسان ډېر ګران دي او دا هڅه د ودې یواځنۍ لار ده، خو سره له دې هم زه دا زوړ سړی دې ځوانان ته یو څو د زړه  له کومې د تجربې له مخې مشورې ورکوم او هيڅ ځانیز څه په کې نه لرم. 

دا څه غواړم چې د ځان په هکله هم په ګوته کړم، چې له ډلې یې له پنځه دېرش زیات په  ketabton.com کې خواره شوي کتابونه دي: 

۱ – ما دشمیرپوهنې په څلوېښت لیکلو او ژباړلوکتابونو کې شميرپوهنه په پښتو لیکلې، خو کوم وی مې له ځپله ځانه په کې نه دۍ کارولی. 

يادونه: په پښتو لیکلې، په دې مانا، چې هغه عربي نومونه مې په پښتو انډول لیکلي لکه د کرې انډول چې غونډوسکه ده. بیا ما له خپله ځانه څه نه دي پیداکړي او نه یې کړی شم. هیڅ څوک یې نه شي کولی، دا پیداېښت دۍ.

۲ – له فزیک مې هم درې وړې لیکنې په پښتو ژباړلي.

۳ – هغه څه چې پښتو ته ناسم راننباسل شوي، د هغې نږدې د ټولوپه هکله مې پوره ډېرې لیکنې کړي، چې د تاند له منلې خپرونې خپرې شوي او همداسې هم فلسفه او ګرامر کې.

اوس راځم، چې له تاسو- د پښتو هڅاندو لیکوالانو- سره خپلې ناخوالې یا مشورې ګډې کړم:

۱ – موږ د زده-کړې تږي یو، نو دا تنده څنګه ماته کړو؟ 

۲ – ایا داسې څه شته، چې نورې ژبې یې لري او موږ یې نه لرو؟

۳ – ایا دا سې څه شته چې زموږ په ژبه کې شته او بله کې نه شته؟

۴- ایا د په پښتو راته نه شته برېښېدونکي ویونه په نورو ژبو کې شته، چې پښتو یې باید کړو؟

۵ – هغه ویونه، چې ګوندې زموږ پښتوپوهانو پښتو کړي، څنګه دي او موږ دا لار مخ ته بوزو او که نه؟

 ۶ – څنګه پوهیږو، چې یو څه سم یا ناسم دي؟ 

اوس راځو د پوښتنو ځوابونو ته؛

 ۱- ته : موږ مو په دا خپله ژبه کې د ژبې د ودې له پاره څه نه لرو، دا په دې مانا، چې متآسفانه هغه لومړۍ زده کړې مو هم پوره نیمګړې دي، دا که په هره ریښه کې وي.

که غواړو نور څه زیات زده کړو او یا څه څیړنې هم ولرو، نو موږ د هغه اړیېنې زده کړې برسیره باید یوه دباندنۍ ژبه  زده کړو او خپله پوهه پرې غني او سمه کړو. دا بله ژبه که اانګرېزي، روسي، فراسوي او یا الماني وي.

دا یادونه دې همدلته وي، چې زما وتونژبه الماني ده او هرڅه چې لیکم هغه د الماني په بنسټ دي.

پوښتنه که موږ دا رانیونې له نورو ژبو کوو، نو ایا دا مو د خپلې ژبې سره سر لګوي؟

د نړۍ ژبې ټولې غبرګې پیدا دي او کړی شو خپله موخه له نورو ژبو لاس ته راولو، که داسې ونه کړو، نو څه به وکړو، بله لار نه لرو، ځکه چې خپل څه نه لرو او نړۍ زموږ د اړتیاو له پاره هم دا ستونځې را هوارې کړې دي.

چې څه لیکو نو څه وکړو، چې د سمون په هکله یې پوښتنې لرو، خو اړیین یو خپل اند هم څرګند کړو؟

موږ د پوهنو په هکله خپل اند نه شو څرګندولی، ځکه چې خپل اند خو باید په یوه څه اباد کړی شو او موږ مو ژبه لا دې ځای ته نه ده رارسولې

۲ – او ۳ – ته: هغه ویونه او نومونه ې په پیداېښتي توګه په نورو ژبو کې شته، زموږ په ژبه کې هم شته، چې داسې ډېرې لږ بېلګې به یې ځانګړنې ولري.

زه به يوه بېلګه راوړم: زموږ ژبپوهانو فکر کاوه او لا به یې کوي، چې د،، مایع،، له پاره باید پښتو نوم پیدا کي،. دا کار یې وکړ او بې له دې، چې د اوبلن په پېژند پوه شوي وي، نو ، مایع،، یې اوبلن وباله، چې سم ناسم دۍ. د 2H2O یو خوي دۍ- اوبه نه لیکم، ځکه چې اوبه اوبلنې نه دي اوبه مایع دي او واووره، چې لږ اوبه په کې زیاتې وي، لا دکلکو ماوادو له ټولګي دي، دا به دې مانا چې مایع  د موادو یو ټولګی جوړوي، لکه اوبه، شړومبې او نور.

موږ پوهیږو، چې شیدې او یا شړومبې نه اوبلنیږي، اوبلنیږي یواځې واورې اوبه هم د پیژند له مخې اوبلنې نه دي، اوبل لا اوبه نه دي، خو واورې، چې ډېرې اوبه ولري. د تنونو دا ټولي ګډې نخښي لري، چې بهیږي. 

داسې نومونه داسې دي. دا د چا د خوښې کار نه دۍ، دا پیداېښت دۍ او څوک یې داسې او هغسې نه شي بللی،  خو که کوم یو وی پیداشو، چې پښتو کیدی نه شو، نو بیا ښه دۍ یا اړیین دۍ، چې همهغسې پرېښوول شي، په همهغه پردۍ ژبه او یا عربي.

۴ – ته: د پوښتنه  مو د مخه ځواب کړه، چې که پښتو  انډول یې نه پیداکیده، په همغې ژبې یعنې عربي یې پرېږدو.

 ۵ – ته: ټول هغه نومونه چې زموږ پوهانو په پښتو کړې، ناسم دي، چې په دې هکله مې پوره لیکنې کړي او له هغې ډلې همدا اوبلن دۍ، چې ټول یې د تاند په درنه خپرونه کې کتلی شۍ.

نورې بیلګې یې هم شته، چې زیات د معیار په ځای کچه کاروي او همداسې د سطحې  په ځای هم کچه کاروي او داسې نور، چې دا ناسم دي. موږ د معیار له پاره پښتو نوم نه لرو او باید همداسې یې ولیکو، خو که دسطحې له پاره هواره لیکو، دا یې انډول دۍ.

۶ – ته: په ناسم ویونو پوهیدل

په دې هکله مې هم لیکنې کړي، خو لنډ او ناسم:

الف: چې د پیداېښت سره په مخامخوالي کې وي.

ب – چې ټولیز باور ونه لري.

پ – چې دژبلارې وتلی وي. 

اوس یې راځو ځوابونو ته:

الف ته: ټولیز باور 

دلته به یوه بېلګه راوړم، چې ډېروخت د مخه مې یوه لیکنه پرې کړې وه او هغه ، دا چې ،، ئ،، په پښتو تپل شوې.

د دې په هکله د استادانو ځوابونه: 

یو – دا چې زموږ پخوانیو استادانو داسې لیکلي، نو باید سم وي. له هغوي څخه خو به یو په دې فکر راغلی وی.

دا ځواب پوهنیز نه دۍ.

دوه: دا چې په ،، د غلامۍ کړۍ ماتې کړۍ،، په کړ کې توپیر راشي، نو دا د یوې ،، یې ،، دوه ډوله لیکل دي.  دا هم ژبلار نه ده. یو ډول غږ یو ډول یې لیکل.

او دا یوه کړیاله او دا بله یې نومیاله ده. دا خو نو د سره سم ځکه نه دۍ، چې دا په هيح یوه ژبه کې نه شته، موخه مې دا لار ده. دا ورزیاتوم، چې د توري له مخې نه شو کولی، چې نوم او کړ(کړنه) وټاکو. له بلې خوا دا ټولیزه هم نه ده. دا لار په نورو ژبو کې نه ده  رامنځ ته شوې، لکه: ولې ولې ولې، دلته خو بیخي یوډولوال شته خو یېګانې یې یي نه دي بدلې شوي. 

ب ته: له ژبلارې وتلی. دلته بله بېلګه راوړم، چې زموږ لیکونکي بې له کومې پوهنیزې لارې ډېر ناسم سلمې ته سلنه وایي. لکه دېرش سلنه، چې سم یې دېرش سلمه ده.

تردې ځایه مې ستړي کړۍ، خو اوس به خپلې د لیکنې موخې ته راشم.

نومځای ناستی یا -نیوی، چې زموږ لیکوالان او ژبپوهان یې نومځری بولې: هغه وی دۍ، چې د نوم ځاینیوی وي. په دې کې نور څه د ورزیاتولو او کمولو نه شته.دا همداسې دۍ او بس.

دا  ډېر ډولونه لري، د هغو  څخه یې یو پوښتننومځاینیوی دي لکه څوک، څه، یا څه شی، چیرته، څنګه او داسې نور.

را لنډوم یې او لیکونکی لیکي:

،،د پېژندنې بله برخه يې داده، چې د نوم ځای ناستی وي او لۀ تکرار څخه يې مخنيوی کوي. د لومړۍ برخې پۀ ځواب کې بايد ووايم چې نومځری تل د نوم ځای ناستي نه کوي، بلکې ځينې وخت د نوم ځای ناستي کوي. لکه : شفيق کرونا ناروغۍ نيولی. هغه لا تنکی ځوان دی. خو دا چاره پۀ ټولو نومځرو کې نه پلي کيږي او تل د ځايناستي کار نه ترسره کوي.لکه: احمد څنګه دی؟…  پۀ دغه جمله کې بيا د پوښتنې لۀ پاره کارول کيږي او پۀ پورتني تعريف د بطلان کرښه را اوباسي. خبر د تکرار شوه، دا کار هم  کله نا کله پېښيږي، ډېری داسې پېښيږي چې نومځری نه د نوم ځای ناستی وي، نه هم د تکرار مخنيوونکی وي او نه هم استازيتوب يې کوي. لکه : څه  کوې؟ هغه احمد دی؟ دې ته ورته ډېرې بېلګې شته…،،

زه به نور نه ورزیاتوم او لیکم، چې یو نومځاینیوی یو نومځاینیوی دۍ یانومځاینیوي نه دۍ، دا چې داسې دي او داسې هم نه دي، داسې څه په پوهنه کې نه وي. زماپه تاند کې خپره تیره لیکنه دې ولوستل شي او همداسې د نومځاینیوي په هکله مې لیکنه.

لیکونکی لیکي:

،، پۀ ټوليزه توګه د نړۍ پۀ ټولو ژبو کې د بڼې لۀ مخې نومځري دوه ډولونه لري، خپلواک يا منفصل او ناخپلواک يا متصل. پۀ لومړيو کې ژبپوهانو دا انګېرلۀ چې يوازې خپلواک نومځري پۀ ژبه کې رغنده او کارېدونکي نومځري دي او بنسټيز رول لوبوي، برعکس متصل نومځري فرعي او رغنده رول نه شي لوبولی. خو د ژبپوهانو وروستئ څېړونو دا پۀ ډاګه کړه چې پۀ ټولو ژبو کې دا قاعده د پلي کېدو وړ نه ده، بلکې پۀ ځينو ژبو کې منفصل يا خپلواک نومځري يوازې د تاکيد او تقابل لۀپاره کارول کيږي، خو برعکس متصل نومځري رغنده او جوړښتیزې بڼې لري.

 يادې موضو ته مې ځکۀ نغوته وکړه چې د نومځرو پۀ پېژندنه کې د ابهام ټکی د لوستونکو لۀذهنه لرې شي.،،

باور وکړۍ، چې زه په دې متصل او منفصل او همداسې په ، تقابل او ابهام، خو ښه پوره پوه نه شوم،  خو په هر صورت بیا دا نومځای نیوي دي، که فرعي او یا بل ډول وي. د دې له پاره بیلګې هم نه دي راوړل شوي.

دا دې ورزیاته وي، چې نومځاینیوي په څو ډوله دي، چې زما لیکنه کې پوره څیړلې شوي  او دا دۍ تاسو ته یې یوه برخه مخ ته ږدم، چې له الماني څخه مې رانیولي او وبه ګورو، چې د پښتو له پاره هم باوري دي، داسې لږ څه توپیر سره.

 د الماني لاندې پرونومونه یا نومځاینیوي د بیلګې په توګه څیړو: 

Personalpronomen, Possessivpronomen, Reflexivpronomen, Relativpronomen  او  Interrogativpronomen.

ځانیز یا شخصي نومځاینیوي دي:  زه، ته، هغه(ن او ښ)، موږ، تاسو(ن،ښ)، هغوي او د هغوي بدلیدونکې بڼې دي.

ګومان مې دۍ، چې پښتو کې پرته له پورته دا لاندې هم ځانیز نومځاینیوي وي، چې دا به یې لږترلږه د الماني او فارسي سره توپیروي: ما، موږ، تا، تاسو، هغه، هغې، هغوي(ن،ښ). دا پورته په یاد راوړو، چې نومځاینیوي ځایونه سره بدلوي یا سره بدلیږي.

یادونه: دلته هرومروزموږ د ژبپوهانو لیکنو ته پوره اړتیا ده، زه خو به داسې لږ سرسري مخ ته ځم، ژوره لیکنه بیا په ډېره بخښنه زه هم ژبپوهانو ته پريږدم.

موږ ځانیز نومځاینیوي کړی شو دا د بلل شوې نومونو په ځای ولیکو، په خپل ځان خبرې وکړو همداسې له نورو کسانوسر څه ووایو یا خبرې وکړو. 

خودلته داړیینه یادونه: دا یادونه هم نه ده،دا دموضوع اړونده برخه جوړوي، چې په  درې، الماني او پښتوکې یې غونډلې څنګه جوړیږي او کوم نومځانیوي ورته راوړل کیږي:

بیلګې:

په الماني کې وایو

Ich habe eine KatzeSie ist schwarz.  

زه یوه پیشو لرم، هغه توره ده 

من یک پشک دارم،او سیاه است

په الماني او درې ژبو کې د هر وخت  له پاره همدا Ich او،، من،، راځي او یواځې کړونی بدلیږي یا بڼه بدلیږي، خو په پښتوکې داسې نه ده، چې لاندې یې راوړو: 

په پښتو کې کړوني هم بڼه-بدلیږي او نومځاینیوي هم بدلیږي.

زه یوه پيشولرم  = من یک پشک دارم

زه به یوه پيشو ولرم = من یک پیشک خواهیم داشت، خو 

ما یوه پیشو لرله  = من یک پیشک داشتم 

بله بیلګه :

 دا زما بکس دۍ ( ورسره یا مل)
دا زما دۍ ( په بدل کې) 

  • Possessivpronomen خاوندوالي – یا څښتنوالي نومځاینیوي 

    1. دا پوسسیسیو نومځاینیوي( خوندیوالي نومځاینیوي) اړوندوالی یا خاوندوالی یعنې ملکیت په ګوته کوي، موږدا دوه سره توپیروو  د مل په څیر او د نومځاینیوي په څیر د په ځای په بڼه یا په څی

بیلګه

دا زما بکس دۍ

دا زما دۍ.

راګرځیدونې نومځاینیوي Reflexivpronomen

رفلکسیو- یا راګرځیدوني نومځاینیوي موږ د راګرځیدنې یا بیرته راګرځیدنې سره (ځان تیرباسل یا ځان تیروتل، ځان ناسمیدل (غلتیدل (غلطیدل؟))) او رامات کړنو ( ځان پیژندل) سره کاروو 

بېلګه:

 ما ځان تیرباسه یا زه تیروتلم ( خبره په ما اوزه کې ده)
موږسره پیژنو

که پام وکړو، نودلته هم هرومروپښتو او الماني،همداسې فارسي  بل ډول دي.

د نسبتي نومځاینیوو (  هغه، دا، کوم،…) سره موږ نسبتي غونډالې په ګوته کوو.

بیلګه:

پولیس سړی لټوی، کوم(هغه) چې بانک وهلی.

    1. پوښتنیزنومځاینیوي ( څوک، څه شی، چاته، د چا)  په پوښتنغونډاله کې د نوم په خاي راځي، د هغه پسې  یا د کوم چې موږ پوښتنه کوو.

بیلګه:

د درې سره به لږ ستونځې ولرم، خوزه پوهیږم، چې تاسوله ما ښه پوهیږۍ.

  دا به څوک ووایې؟

  دا څوک وایي

  دا چا وویل؟ 

دا چا ویلي وو؟

یادونه: دلته ګوره له،، څوک،، څخه ،،چا ته،،لاړه. درې سره یې پوره توپیر شته.

  • .Demonstrativpronomen پام راګرځونې نومځاینیوي دي: دا،هغه ، کوم چې . موږ پام راګرځووني ڼومځای نیوي هلته کاروو، چې یو څه ( د نورو له ډلې) راوباسو یا غوره کوو یا د پاموړ ګرځوو.

    1. بیلګې:

 تاسو دا کمیس غواړې یا هغه؟

دې ناټاکلو نومځاینیوو پورې د بیلګې په توګه اړه لرۍ یوڅه، نه،سړی، یوڅوک، هر. موږ دا کاروو، کله چې موږ یوشی ټولیزکوو

لیکونل لیکي:

،، زۀ نومځری مطلق نوم يا اسم نه ګنم او نه ورته کلمه وايم همدارنګه نه يې خپواک نحوي واحد ګنم.

 بلکې يوازې خپلواک نومځري خپلواک ژبني توګي ګنم.،،

 زه خو باور وکړۍ، چې په دې پورته غونډالو سم پوه نه شوم. چې نومځانیوی وي، خو بیا هرومرو نوم نه دۍ او خپلواک نحوي واحد یعنې څه؟ خپلواک یو څه ګڼې او بلواک نه. هغه چې نومځای نیوی وي، خو بیا نومځاینیوی دۍ.

زه نوره دا خبروه نه اوږدوم، ګومان مې دۍ، چې نور به داستونځې اوبی شوې وي.

بیا زما وړاندیز: هرڅه چې غواړۍ روښانه او ښه وښایۍ، نو د دباندنیو یادو ژبو څخه ګټه پورته کړۍ.

زموږ د ژبې پوهنیز توان غورازورېدلی، هیله ده، چې تاسو ځوانان دا د نورو ژبو پهمټو توانمند کړۍ، چې دا یواځنۍ لار ده.

دا وړاندیز زما د پښتو ډاکترۍ او ماسترۍ زده کړو او استادانو ته هم دۍ، چې د یو څه لیکلو په ځای دې دوي یو څه وژباړي، چې کلهیې خپل ادونه د همغه لیکنو په بنسټ په کې ځای کړي وي.

لیکونکی لیکي:

،،نو اوس ويلی شو چې نومځری دنوم يوه برخه ده، بلکې نوم يې نشو ګڼلی.،، 

چې د نوم برخه شوه، خو نوم شو، خو هغه ټولوالی یې له نوم څخه باید کم وي، نو بیا یې ولې نوم نه شي ګڼلی؟

د برخې په هکله په ډېره، ډېره بخښنه: دا تیږې د کابل د تیږو برخه ده، خو د کابل تیږې نه دي.

نومځاینیوي د نوم یوه برخه ده، دا روښانه کوي، چې  د اصلي برخې په څیر د نوم برخه، نور نومونه هم شته، چې هغه نومځري نه دي، خو نومځري نومونه دي.( د برخې په پېژند باید وپوهیږو، چې څه مانا او بیا یې وکاروو).

لیکونکی لیکي:

،،د بحث پۀ پای کې پۀ ټوليزه توګه نومځری داسې تعریفولی شو: نومځری د نوم يوه برخه ده، چې د نوم پۀ  نه شتون کې د هغۀ ځينې چارې پر مخ وړي او ځانته جلا دندې لري.،،

لیکونکی لیکي د سرلیک  په توګه:

،،تعجبي يا د حيرانتيا نومځري،،

داسې نومځاینیوي خو ماپیدا نه کړل، موخه مې په الماني ده، او په پښتو کې د کومه شول. 

لیکونکی لیکي:

،،څومره ښکلی بڼ دی! دلته هم (( څومره )) د حيرانيتا پيغام وړاندې کوي او د پوښتنيز نومځري پرځای ورته د حيرانتيا نوم ورکو. 

به به ! څومره خواږه دي.

اووو! څومره ښکلې منظره ده .

دا نومځري پۀ نورو ژبو(انګليسي، الماني، فرانسوي، ترکي… او نورو) کې هم تر سترګو کيږي، لکه: (wow،hey، what… )،،

خلک په ځنو پېښو یا خبرو خپل هکپکوالی څرګندوي، خو هغه غږونه بیا د کومو ویونو په ډله کې نه شو راوستلی او نه کوم ویونه دي.

که داسې شي، نو بیا به به به، په په ، پوهو، هاها، یېېېې او همداسې به یې پسې زیاتوو، نو په دې کې د فکر کولو څه او ځنې نور نومونه  ورته ټاکل کومه ژبلار نه ده.

که غواړو، چې پوه شو، چې چیرته، څوک، څه شی، نو بیا د ګرامر په کومه ډله کې راځي؟

دا نومځاینیوي دي او پوښتننومځاینیوي بلل کیږي.

زما وړاندیز بیا تکراروم او په دې هیله، چې موږ دې خپلې ژبې ته پخپله څه نه راوړو، دا کار مو د ناسمونونو سره مخامخ کوي. د دې له پاره موږ باید دپرمختللو ژبو څخه ګټه واخلو او د ناپیژندو او یا په پښتو کې پرې نه پوهیدلو ویونو له پاره په پښتو کې انډول پیدا کړو او یا همغه دباندني وی وکاروو.

که زموږ ګرانویونکي غواړې راته ښه برګ شي او یا سره خبرې وکړو، چې یوه ګډه لاس ته راوړنه ولرو، نو برېښنا پته مې دا ده.راته له کرونا څخه هم په امن راووځۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب