لال پاچا ازمون
تذكرآ الاولياء د سليمان ماكو سابزي پر قلم پر 612هـ ق كال ليكل شوې تذكره ده، چې د لوى استاد علامه عبدالحى حبيبي په سريزه، سمون او نښلونو سره تر موږه را رسېدلې. دغه اثر د استاد حبيبي پر وينا تر 1319هـ ش كاله دمخه په كندهار كې موندل شوى او د هغو مخو عكسونه يې په كابل كلنۍ او بيا په پښتانه شعرا لومړي ټوك كې خپاره كړل. دغه اثر بيا په 1316هـ ش كال د زلمي هېوادمل په زيار په ځانګړې بڼه د افغانستان علومو اكاډيمۍ د ژبو او ادبياتو علمي او تحقيقي مركز پښتو ټولنې زېري جريدې له خوا خپور شو.
ددغه اثر په راڅرګندېدو او خپرېدو سره د پښتو نثر ډېره لرغونې بېلګه د پښتو ادب تاريخپاڼو ته وسپارل شوه، پر همدې بنسټ په پښتو كې د لومړني تر لاسه شوي نثر ليكوال هم سليمان ماكو دى.
ددغه اثر د نثر او نظم پر ادبي ارزښت دلته له بحث كولو ډډه كوو، يوازې د خپلې موضوع په اړه دا ليكو:
د متن پوهنې د علم له مخې د يو اثر لرغونتوب ژبني، تاريخي، فرهنګي او… اړخونو پر راسپړلو سربېره د اثر كاغذ، سياهي او ليكدود له مخې هم څرګندولاى شو.
د استاد پوهاند حبيبي پر وينا ددغه اثر كاغذ سپين رنګ لري، چې په كندهار كې يې د كوكاني (ښايي خوقندي؟) په نامه بولي. ددغه اثر لاسته راغلې څلور پاڼې دوولس نيم سانتي متره سور اوپينځلس سانتي متره اوږډوالى لري، ليك يې بد او بېخونده نسخ؛ خو كله كله نستعليق ته ورته دى. د مخونو د ليكو عدد مختلف دى.
له بلې خوا كه څه هم له دغې تذكرې وړاندې وروسته په پارسي ژبه كې يو شمېر تذكرې رامنځته شوې او سليمان، چې يو لوستى او ګرځنده شخص و، ددې امكان شته، چې نوموړي د پارسي ځينې تذكرې كتلې وي؛ خو دده سبك بيا ځانګړى دى.
د هغه مهال په پارسي تذكرو كې په تېره د لباب الالباپ، چې د پارسي ژبې د شاعرانو تذكره ده، زياته برخه يې په تاريخي كوايفو نه؛ بلكې د شعرونو په بېلګو ډكه ده؛ خو سليمان ماكو په دې وړه تذكره كې د راپېژندل شويو شخصيتونو كه له يوې خوا د شعرونو بېلګې وړاندې كوي ددې تر څنګ د هغوى په ژوند او كړنو هم غږېږي. ددغه اثر د قدامت يوه بله نښه هم داده، ]ې تر دې پخوا د پښتو نثر ليكنې په ډګر كې موږ كومه بېلګه نه ده ليدلې. د هغه مهال ژبه تر ډېره د پرديو ژبو د لغاتو تر اغېز لاندې نه وه، سليمان كه څه هم يو سترګور او لوستى و؛ خو بيا يې هم هڅه كړې، چې د خپل چاپېريال په ويونكې ژبه ليك وكړي.
د پخوانيو نثرونو يوه ځانګړنه دا وه، چې د ژبې مصنوعي كولو خوا ته يې هڅه نه كوله؛ بلكې غوڅ غوڅ او پرېكنده پاراګرافونه يې وړاندې كول، سليمان؛ لكه د نورو ژبو په څېر همدغه دود ساتلى. بله دا چې دده په نثر كې خپل چاپېريال د هغه مهال لغات او تركيبونه هم ځاى شوي، چې اوسمهال له زياتې كارونې لوېدلي.
د متن د ارزښت يوه نښه هم همدا ده، چې په هغې كې به د اړونده چاپېريال او مهال هغه لغات او تركيبونه راغلي وي، چې اوسمهال يې كارونه ډېره نه وي؛ لكه د راواخلې (تڼاكې د چاودلې د پښو) موخه يې پخپل ځاى كې ارام كول او هوسيايي ده. (ډېر زښت يې ووژل) اوس له دغو دواړو څخه يوازې يوه او په ځينو ځايونو كې د ډېر پر ځاى تر زښته وروسته زيات ويل كېږي؛ لكه (زښت زيات). پر دغو تركيبونو سربېره يو شمېر لغات هم راوړل شوي، چې اوسمهال په ليك او محاوره كې نه كارېږي؛ لكه پېلوځى، ګڼون، دښن، ګروهېدل، اېواد، خرځ، هسك، پميا، پاړكى دغه ياد شوي او يو شمېر نور داسې لغتونه په دې اثر كې راغلي، چې پښتو نثر ته يې د لومړي ځل لپاره مخه وكړه او د خپلې كارونې ځاى يې وښود؛ لكه د رواخلې نړۍ، سوبه، ټاټوبى، واكمن، مېشت، دښنه، پښتنخا (پښتونخوا) د لرغونتوب يوه بله نښه يې داده، چې تر ده راوروسته يا دده عصر ته ورڅېرمه اّثار، چې سړى لولي؛ نو په هغوى كې سجع او مقفى اّثار ګوري، ددې اثر په نثر كې د سجع او مقفى الفاظ راوړل شوي. د مسجعو جملو په پاى كې؛ لكه لنډۍ (نه) زياتېږي؛ لكه خورينه، كوينه، راوړينه، اوښې تويوينه، پاړكي لرينه.
كه ددغه اثر څېرمې زمانې پښتو نثر ولولو؛ نو دا به راته جوته شي، چې د هغه مهال نثرونه په ژبني لحاظ څه ناڅه د عربۍ او پارسۍ تر اغېز لاندې راغلي. سليمان ماكو هم له دغه اغېزه بې برخې نه دى؛ لكه درواخلې. ثقلين، مراقد، كامله، عبادت، كرامات، بزرګ، خاك پاى، درخواست او…
د يو اثر د نثر لرغونتوب د هغه له ليكدود او املا څخه هم څرګندولاى شو. په دې اثر كې ليكل شوى ليكدود له نسخ خط سره سمون لري، بل ځينې توري يې په بېله بڼه ليكلي؛ لكه (ځ) د كتاب په متن كې پر ځ بڼه_ ته، به، په، د (ت، ب، پ) بڼو زړونه يې د (زړون) په بڼه، راته (رات) په بڼه راغلي، البته دغه املا په راوروستو نثرونو كې هم ليدلى شو.
همدارنګه په ځينو ځايونو كې يې د نورو زړو متونو په څېر ګ په (ك) ليكلى په پخوانيو متنونو كې خبر، مبتدا، مضاف، مضاف اليه، موصوف، صفت او يو شمېر نورو ژبنيو خواوو مراعات؛ لكه د نن د نثر په څېر نه دى شوى. البته دغه بدلونونه په هر دور كې په يو ځانګړي شكل ګورو. په تذكرآ الاولياء كې هم هغه ژبه كارېدلې؛ لكه څنګه، چې سليمان ماكو په ارغستان كې ويلې.
كه ددغه اثر جملو، تركيبونو او ګرامري جوړښت ته ځير شو؛ نو ګرامر او ننني نثر پر خلاف بېلګې به پكې لكه له دې وروسته د نورو نثرونو د بېلګو په څېر ووينو. (نقل كاوه شي، چې په روزګار د غازي شهاب الدين، چې پر كفر يرغل و شېخ ملكيار، چې غرشين ستانه و هم ملګرى و د شهاب الدين، چې په ډهلي كې هغه ستر واكمن ټاټوبى وروښنده او هم هورې مړ شو…).
اوس په همدې جملو كې موږ وينو، چې خبر، مبتدا او همداسې مضاف، مضاف اليه، موصوف او صفت وړاندې وروسته شوي. له بل پلوه زموږ زاړه متنونه په بېلابېلو لهجو كې ليكل شوي، چې كله ناكله خطاط پرې سهوه شوى او خپلې لهجې ته يې راړولي. همدغو ګڼو لهجو متن څېړونكي هم له يو لړ ربړو سره مخامخ كړي.
په پښتو كې لرغوني اّثار په روښاني، اخوند دروېزه، خوشال او د كندهار په محلي يو ځانګړي ليكدود ليكل شوي، ددغه اثر ژبه هم كندهاري ګړدود خپله كړې، دغه كړدود او ليكدود هم موږ په زړو متنونو كې موندلى شو.
په متنپوهنه كې هغه اثر، چې د هغه د پاى مخونه نه وي يا له اثره لوېدلي وي هغه ناقص الاخر او هغه، چې د پيل مخونه يې نه وي ناقص الاول ګڼل كېږي. پر همدغه بنسټ موږ يو شمېر داسې اّثار لرو، چې له دغو نيمګړتياوو څخه خالي نه دي.
ددغه اثر هم د پاى او وروستي مخونه نشته، د استاد پوهاند حبيبي په وينا كه څه هم ددغه اثر د پاى پاڼې نشته، ولې د كاغذ او سياهۍ د څرنګوالي له مخې دغه نسخه دوه سوه پنځوس كاله وړاندې كېداى شي د بلې نسخې له مخې برابره شوې وي.
د لرغوني متن يا پخوانۍ نسخې قدامت مو وړاندې ذكر كړ، چې له ليكدود، كاغذ، سياهۍ او… نور څه نه څرګندېږي، ولې خطاط هم پكې عمده رول لري. يو شمېر لرغوني متنونه داسې خطاطانو كښلي، چې د زده كړې كچه يې ټيټه وه، يا يې په شعوري ډول په متن كې ګوتې وهلې او پخپله خوښه يې را اړولي وي، يا په كوم ځاى، چې نه دى پوه شوى هغه يې په مغلوط شكل را انتقال كړى؛ نو د داسې متنونو لوستنه هم زور غواړي، هر څوك ورته زړه نه شي ټينګولاى، د تذكرآ الاولياء څو پاڼې هم په داسې بېخونده ليك ليكل شوې، چې همدا مهال هم په چا كې دومره حوصله نشته، چې دغه پاڼې ولولي.
پوهاند حبيبي هم دغه پاڼې تر خونديتوبه څو كاله وروسته لوستې او هغه يې بيا چاپ ته وړاندې كړې. زموږ زياتره زاړه متنونه، چې د كومو خطاطانو له خوا ليكل شوي هغه هم له همداسې خصوصيات بې برخې نه دي. له بل پلوه په متنپوهنه كې د ځايونو او اشخاصو نومونه پخپله د لرغونتوب سترې نښې دي. په دې اثر كې د ماكو او داغستان نومونه لكه شكه وتي نومونه دي دغه نومونه په تاريخي او فرهنګي اّثارو كې په تفصيل سره ذكر شوي.
همدارنګه د شېخ بېټني، شېخ اسماعيل، شېخ ملكيار غرشين، قطب الدين بختيار كاكي نمونه، چې ددغې تذكرې شاعران دي، دوى په يو شمېر نورو تاريخي اّثارو كې هم ياد شوي؛ لكه درواخلې د نعمت الله هيروي په مخزن افغاني او د افضل خان خټك په تاريخ مرصع كې بايد ووايو، چې د شېخ بېټني او شېخ اسماعيل ذكر په زياترو مواردو كې شوى.
خوشال بابا هم ددغو شخصيتونو ذكر كړى:
پښتون په اصل كې سړبنى دى
يا غورښتى دى يا بېټنى دى
لودي غلجي دي د بېټني له لوره
په سړبن پورې بيا كرلاڼي دي
بله دا چې د يو متن يا يو اثر د اصالت د څرګندولو لپاره بايد د هغه اثر د چاپېريال پر مطالعې سربېره د هغه مهال يا هغه مهال ته د نزدې دورې اّثار مطالعه شي. د تذكرآ الاولياء د زوكړې چاپېريال هم د هغه مهال د ځينو اّثارو يادونه وشوه. بله دا چې دغه تذكره د تذكره ليكنې د نننيو معيارونو په اساس نه ده ليكل شوې؛ بلكې تذكره ليكونكي هڅه كړې، چې د هغه مهال د تذكره ليكنې د دود په څېر د خپلې پوهې او هغه مهال د نورو تذكرو په څېر خپله تذكره برابره كړي. په دې تذكره كې پر كتابونو او هم نورو منابعو كومه حواله نه ده وركړل شوې؛ خو د هغه مهال د تذكره ليكنې سره برابره برېښي په دې تذكره كې د شېخ بېټني او شېخ اسماعيل په باب هېڅ معلومات نه دي ذكر شوي؛ خو د شېخ ملكيار غرشين او قطب الدين بختيار په اړه پكې ځينو نغوتې شوې، چې تاريخي ارزښت لري او كولاى شو له دې څخه د هغوى په ژوند پوه شو.
په لباب الالباب، چې د پارسي شاعرانو تذكره ده هلته هم د شاعرانو دقيق ژوند او تاريخي اړخونه نه دي څرګند شوي، يوازې د شعرونو بېلګې يې راوړې دي.
د سليمان ماكو تذكره د استاد حبيبي په وينا بيا دا ښېګڼې لري، چې د وتليو شخصيتونو اخلاق او احوال بيان كړي او هم يې د كلام نمونه د دوى د روحاني مقامات او تصوف برخه څرګندوي.
ددې ليكنې په نتيجه كې دا كښلى شو، چې دغه تذكره د تاريخي سوابقو ليكدود، ژبې، كړدود، نثر، د شاعرانو احوال، د وخت له دوديزو تذكرو سره په پرتله، متن او سبكي ځانګړنو له مخې يوه لرغونې پانګه ده، چې پر نورو ځانګړنو سربېره د پښتو لاسته راغلي نثر پيلامه يې بولو.