میرویس میاخېل
د ٢٠٠٢ م کال لومړۍ ورځې شپې وې، د افغانستان د بيا رغاونې اوپه هېواد کې د بيلا بيلو ځواکونو د يوځاى کېدو خبرې اترې روانې وې.
په بهرکې افغان ځوانانوهم نه غوښتل چې له دې بهير نه په څنگ پاتې شي.سترگې ډيرې پخواني پاچا محمد ظاهر شاه ته اوښتې.
د نړى له هر گوټ نه افغانان د ايټاليا پلازمېنې روم ته په دې نيت تلل چې که وکولاى شي له ظاهر شاه سره له نژدې وگوري او ده هم په پراخه حوصله خپلې تجربې ورسره شريکولې.
موږ هم درې ځوانان وو او له لندن نه مو په همدې نيت د روم پر لور تکل وکړ. له وړاندې مود خپل راتگ او ليدو کتو په اړه له مصطفى ظاهر سره خبرې کړې وې او زموږ راتگ ته په راڼۀ تندي هرکلى وويل شو.
الوتکه په سيمه ييز وخت د سهار په لسو بجو د لندن د هيتروله هوايي ډگرنه والوته او په تنکۍ غرمه روم ته ورسيده. له هوايي ډگر نه د يوه هوټل پر لور روان شو. د مصطفى ظاهر سره مو کتنه همدلته په پلان کې وه.
په موټر کې مو نيم ساعت مزل وکړ او کور ته ورسېدو. مسطفى ظاهر راووت، روغبړ مو سره وکړ او ددوى کور ته د ننوتو بلنه يې راکړه. کور د کوڅې د نورو کورنو نه کوم توپير نه لاره.مصطفى ظاهر د ميلمنو کوټى ته بوتلو او موږ ته يي په يوۀ ډير ساده کوچ د ناستې بلنه راکړه.
مصطفى له کوټې ووت او يو څو شيبې وروسته له خپل نيکه محمد ظاهرشاه سره يوځاى همدې کوټې ته راننوت. مونږ له خپلو ځايونو پاڅېدو او له ده سره مو روغبړ وکړ. ما يې لاس ښکل کړ او ده مې پر سرلاس راتېر کړ.
د ډيرې خوښۍ احساس مې وکړ ځکه هېڅ باور مې نه راتۀ چې زه به کله هم پخوانى پاچا له نژدې ووينم. هغه سملاسي له موږ پوښتنې پيل کړې. د کورنۍ د غړو، پلار نيکه او د کلي د ځاى پوښتنې يې رانه کولې.
خبره د افغانستان په مساله راغله او هغه موږ ته وويل چې هېواد تاسو ټولو افغان ځوانانو ته خورا ډېره اړتيا لرې او تاسې د افغانستان په بيا ودانولو کې تر ټولو مهمه ونډه لرلى شى او بايد دهېواد د بيا ودانولو لپاره يو موټى شئ. مخکني ټولواک زياته کړه چې دى هم پدې نژدې وختونو کې هيوادته روان دى.
پخوانى پاچا له بوډاتوب سره سره ماته خورا تکړه وبرېښېد او ډيرې نېټې او شمېرې يې په ياد وې. موږ هم له خپل وس سره سم د ملت بابا ته د خپلوهڅواوهاند د نه سپمولو ژمنې وکړې.
نيم ساعت مو مجلس وکړ، عکسونه موسره واخيستل او خپله يوه سکه يې هم راته ډالۍ کړه.
ډيره موده مې دا سفر په ياد پاتې شو او د خوښۍ احساس راسره مل و. دپخواني باچا د مرگ خبر په اورېدو مې هغه ټولې شيبې سترگو ته دريږي او له ځانه سره فکر کوم: څومره ستر شخصيت مو له لاسه ورکړى دى.
هغه څوک چې په مساپرۍ کې يې هم افغانستان له ياده نه ونه ايست او په ځور يي ځوريدۀ.ښايي د هېواد د بيا رغاونې ارمان يې له ځان سره وړى وي. خو نيکمرغه سړى و چې د ژوند وروستۍ شيبې يې په خپل پلرني هېواد-افغانستان کې تېرې کړې او د خپل پلار د قبر تر څنگ خاورو ته سپارل کيږي.
روح دې يې ښاد وي.